بلـه ډېوه

د خپل ارمان  غوندې يم وړاندې ځمه شاته راشم
د جګ غره کاڼی شوم چې وخوزم بيديا ته راشم

زه چې څېړل د ژوند د هرې فلسفې شروع کــــړم
په نتيجه کې يې ضرور د ستا ښکلا ته راشــــم

د څڼو رنګ چې مې شي ساز د طبعيت درو کې
د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سما ته راشم

لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي
داســـې چـــې زه د زړه نه ولـــوېږمه تاتـــه راشــــم

يون مې د غشو پر سرو تکيه په خدای جلانه!
مور مې هم  مړه ده دعا چانه  واخلم چا ته راشم؟


                                  سيدجيلاني جلان
يادونه ! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى.