داعش پیسې له کومه کوي.


وسله، موټرې، د کارګرانو معاش، تبلیغاتې ویډیو ګانې جوړول، جنګ کول، زخمې تداوې کول، شفاخانه، مهمات، دا ټول شیان پیسو ته ضرورت لرې ، تاسو ته به هم سوال پیدا کیږې چې داعش ډله ، دومره پیسې د کومه کوې، دداعش ډله د لاندې نهو منابعو څخه پیسې تر لاسه کوي.
۱- د تیلو د خرڅولو څخه، دداعش لاندې سیمې اکثره د تیلو زیرمې لرې، او پدې ډول باندې د تیلو د خرڅولو څخه پیسې تر لاسه کوي.
... ۲- مالیه او ټکس، دا چې داعش دعراق او سوريې زیاته برخه تر لاس لاندې لرې، نو په مارکټونو، دکانونو،او په خلکو باندې مالیه وضع کوې او پدې ډول باندې پیسې تر لاسه کوي.
۳- دخلکو تښتونه، دداعش ډله خلک تښتوې او په مقابل کې یې پیسې تر لاسه کوي، چې دا خلک خبریالان، او یا هم نړیوالې ادارې سره کارکوونکې او یا هم په حکومت کې کارمندان وی.
۴- نړیوال تجاران: ځینې پیسه داره تجاران او حکومتونه، لکه کویت، عربستان، قطر او عربې امارات هم د یادې ډلې سره مرسته کوې، دا تجاران او حکومتونه ځینې یې د ډاره، او ځینې یې د ایران او بشار الاسد په خلاف د جنګ لپاره ورسره مرسته کوي.
۵- د تاریخې شیانو خرڅول: دداعش ډلې ځینې موزیمونه هم تر لاس لاندې کړې چې ځینې تاریخې اثار یې په لوړه بیه پلورلې او له دې لارې هم پیسې تر لاسه کوي.
۶- عراقې بانکونه: د داعش ډلې د عراق په موصل ښار کې د حکومت ځینې بانکونو شعبې تر لاس لاندې کړې او دیادو بانکونو څخه یې ټولې پیسې واخیستې او لوټ یې کړل.
۷- د کورونو کرایه څخه پیسې: دداعش ډله هغه کورونه چې خلک یې مړه شوې، او یا هم تښتیدلې دی، او یا هم د هغه خلکو کورونه چې په حکومت کې کار کوي، په کرایه ورکوې او په دی ډول باندې ددی لارې څخه هم پیسې تر لاسه کوې.
۸- خارجې جنګیالې: د اروپا، اسیا، عربې او نورو هیوادونو څخه کوم خلک چې دداعش سره یو ځای کیږې، د خپلو هیوادونو څخه د ځان سره زیاتې پیسې هم راوړې، دا هم د داعش لپاره د پیسو تر لاسه کولو یوه لاره ده.
۹- زراعت: د داعش ډله د عراق او سوریې زیاته زراعتې ځمکه تر خپلې ولکې لاندې لرې، چې پکې غنم، جوار او وربشې کرل کیږې، اوله دی حاصلاتو څخه هم یو اندازه پیسې تر لاسه کوي.
عبدالله ریحان
د یوې انګلیسې ورځپانې څخه