
څوک چې کابل ته راشي نو د فاینسټ له زنځیري پلورنځیو خو یې خامخا په یوه سترګې لګيږي.ما د لومړي ځل له پاره چې د فاینسټ په ټنډه زرغون رنګه لوحه ولیده؛ نو ور کش یې کړم. ډېری وخت به مې له دې پلورنځیو څخه د جامو یا خوراکي توکو د اخیستلو په موخه زړه ښه کړ او له یادو پلورنځیو څخه به مې د اړتیا وړ توکي پېرل. د دوی په لومه کې زما د نښلېدو بنسټیز لامل دا ؤ چې زه د کابل په بازارونو کې له ډېرو چنو څخه ستړی شوی وم مګر د دوی په توکو وروستي نرخونه لیکل شوي وو.
د یادولو ده چې له دې پلورنځیو څخه زما د پېر کچه ډېره لوړه وه اود مارکېټنګ (بازار موندنې) د اصطلاح له مخې؛ ما د دوی له پاره د یوه طلایي مشتري بڼه غوره کړې وه.
مخکې له دې چې د دې پلورنځۍ د ناسم او غیر عادلانه چلند خبره له تاسو درنو سره شریکه کړم؛ په لنډو ټکو کې د مارکېټېنګ اړوند ځینې خبرې د تاسو مخې ته ږدم.
مارکېټېنګ یا بازارموندنه د خپلو تولیداتو او خدمتونو د خرڅلاو په موخهټولېاړونده هڅېرانغاړي. بازار موندنه د پېرودونکو په غوښتنو ولاړه ده او باید یې له مخې پلورونکي د خپلو پېرودونکو غوښتنو ته غوږ کېږدي. په بازار موندنه کې د بیې یا د توکو رښتیني ارزښت، تخفیف، تبلیغاتو، کیفیت او د داسې نورو تر څنګ؛ له پېرودونکو سره د پلورونکو چلند او سلوک هم بنسټیز رول لري. نو اړینه ده چې پلورونکي باید د پېرودونکو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي، ځکه خلک هغه څه اخلي چې اړتیا ورته لري؛ نه هغه څه چې پلورونکي یې پلوري.
څه موده مخکې په کارته سه کې پراته فاینسټ ته لاړم او د اړتیا وړ توکي مې را ټول کړل. د پیسو په وړاندې مې بېل (رسید) هم تر لاسه کړ او د بېل له مخې مې ۲۵ ډوله بېلابېل توکي ترېنه تسلیم کړل.
خو چې کله ماښام کور ته ورسېدم؛ نو د ټولو ۲۵ قلمه توکو له ډلې مې یوازې یو جاکټ خوښ نه شو او له ځانه سره مې وپتیله چې زه یې د کلونو کلونو مشتري یم او سبا ته به یې بېرته ور وړم.په دې ډاډه وم چې لومړی خو به جاکټ واخلي او خپلې پیسې به مې بېرته راکړي او که یې وا نه خیست نو د جاکټ د قېمت معادل به نور توکي ترېنه تر لاسه کړم.
سهار د دفتر له تګ مخکې فاینسټ ته لاړم او په یوه لاس کې بېل (رسید) او په بل لاس کې په پلاستیکي کڅوړه کې جاکټ نیولي د پلورنځۍ د مدیر مخې ته ودرېدم. له روغبړ وروسته مې خبره ور یاده کړه. څه وخت خو یې په دې پلمه وځنډولم چې مسؤل کس یې تر اوسه نه دی راغلی. له څه ځنډ وروسته چې مسؤل کس را پیدا شو؛ نو جاکټ یې له پلاستيکي کڅوړې را و ایستلو او زما د توقع خلاف یې د نه په توګه د خپلو دواړو غوږونو په مسیر سر وخوځاوه.
ټولې هغه چنې چې په تېرو څو کلونو کې مې نه وې وهلې؛ په دې رڼه سهار یې ورته اړ ایستم. خو هېڅ ګټه یې را ته و نه کړه او نا هیلی له پلورنځۍ څخه را ووتلم او خپل زړه مې په دې لنډه لیکنه څه نا څه سپک کړ. که له یوې خوا مې په دې لیکنه زړه سپک کړ، مګر له بلې خوا د دې لیکنې بنسټیزه موخه د پلورونکو له غیر مسلکي چلند څخه د پردې پورته کول دي. زه هیله مند یم چې زموږ په ټولنه کې د نقد دا ډول لړۍ دوام ومومي؛ تر څو د هټیو او پلورنځیو په کچه د خدمتونو رسونې بهیر سم او مسلکي شي.
سرچينه: هميانۍ