
د سياف او قانوني پر محور جوړ شوى نوى سياسي ائتلاف د ځينو له نظره د سياسي امتيازاتو ترلاسه كولو يوه لوبه ده، ځيني ئې د راتلونكو پارلماني انتخاباتو لپاره تيارى گڼي، ځيني ئې د وسلو ترلاسه كولو او د مليشو جوړولو هڅه گڼي، هغه چي د دې ائتلاف د مهندسينو ويناوو ته په پام سره قضاوت كوي داسي انگېري چي گواكي دوى د روان وضعيت له بدو پايلو وېرېدلي؛ غواړي له دولت بهر د نظام سياسي پلويان پر يوه محور راغونډ او په دې توگه حكومت او بهرني حاميان ئې دې ته اړ كړي چي له وضعيت سره د مقابلې لپاره د دغو سياسي مخالفينو له بالقوه ځواك استفاده وكړي او په گډه اقدام وكړي، ځيني داسي انگېري چي دا ائتلاف په حقيقت كي د هغو له لوري رامنځته شوى چي په تېر حكومت كي د اقتدار پر گدۍ ناست او وزيران او واليان ول؛ غواړي بيا وزيران او واليان شي، ځيني وايي د دې لوبي اصلي او تر پردې شاته لوبغاړى حامد كرزى دئ، هغه په كمين كي دئ، د بيا راوړاندي كېدو هڅه كوي، د اوسني حكومت چارواكي په ځانگړې توگه عبدالله ئې د اوسني حكومت په ضد توطئو تورنوي، مسكو، ډهلي او تهران ته هم د هغه سياستونه تر اشرف غني مقبول وو، درې واړه به ډېر خوښ شي كه هغه بيا راشي.
ځيني بيا دا وايي چي د دې ائتلاف د رامنځته كېدو او په هغه كي د حزب اسلامي په نامه د ځينو حزبيانو د گډون اصلي موخه او باعث دا دئ چي په دې وروستيو كي د ځينو حزبيانو له لوري دا هڅه پيل شوې وه چي د حزب اسلامي په نامه د بېلو بېلو ډلو ټپلو او د هغوى د مستقلو دفاترو لړۍ پاى ته ورسېږي، واحد حزب او يوازي يو دفتر ولري، د حزب اسلامي ځينو پخوانيو قومندانانو او مؤثرو غړو له ټولو لوريو سره وكتل او له هغوى ئې وغوښتل چي له اختلاف لاس واخلي، كه نه نو دوى به دا بېل بېل دفترونه چي په حقيقت كي دكانونه دي حتماً او ژر وتړي، نه پرېږدو چي څوك د حزب دروند حيثيت د نورو په پښو كي ذبح كړي او د ذليلو كرسيو لپاره معامله گري وكړي، ټولو اطمئنان وركړ چي ستاسو د هڅو ملاتړ كوو!! د حزب امير محترم حكمتيار هم د دې اقدام ملاتړ وكړ، هيئت ته ئې په يوه ليكلي پيغام كي دا ډاډ وركړ چي د دوى د هڅو په بشپړه توگه حمايت او ملاتړ كوي. د حزب كورنيو او بهرنيو دښمنانو دا اقدام د خپلو ناولو موخو لپاره خطرناك وگڼلو، سياف او كرزي ته دنده وسپارل شوه چي د حزب د يووالي مخه ونيسي، دوى تر دې وړاندي هم تل او په وار وار د حزب اسلامي په ليكو كي د اختلاف راولاړولو هڅي كړې دي، كرزي د خپل اقتدار په ناولي او تور دور كي او سياف هم په پېښور كي او هم له هغه وروسته چي له مسعود سره يو ځاى شو بيا تر نن پوري همدا كار كړى.
د دې ائتلاف په اړه له هر افغان سره دا پوښتني دي:
دا ائتلاف له هغو جوړ شوى چي د كابل په مفسد او بدنومي پرديپال حكومت كي د جوړېدو له لومړۍ ورځ تر نن پوري پراخه برخه لري، سياستوال ئې وزير او والي وو، او جنگيالى ئې د حكومت عسكر، پوليس، مليشه او اربكى!! دوى له داسي غونډو جوړولو او له خوشو تكراري خبرو پرته بل څه لري چي په مټ ئې د افغانستان د حراست او ثبات لپاره وكړى شي؟!! آيا محمدي، قانوني، داؤدزى، عبدالرحيم وردگ، سياف، موسى خان، فضل هادی مسلميار، صادق مدبر، وحيدالله شهرانی، زلمی رسول، اسماعيل خان، شاداب او نور د څه كولو توان لري؟!! مخكي ئې څه وكړل چي اوس به ئې وكړى شي؟!!
عجيبه دا ده چي داؤد زى اشرف غني گواښي او وايي: "اين راه كه تو مى روى به گورستان است"!! د كوم مېږوي په زور دا مستي كوي؟!! دى د كورنيو چارو يو ناكام وزير وو، له دې پرته چي په تېرو انتخاباتو كي ئې د عبد الله په گټه او د امنيه قومندانانو په مرسته بې دريغه او پراخ تقلب وكړ؛ د كورنيو چارو د وزارت د پراخو امكاناتو پر مټ ئې د ملت او هېواد لپاره څه كړي چي اوس به ئې وكړى شي؟!!
د دې ائتلاف په اړه د عبد الله له غبرگون معلومېږي چي هغه ورسره په پټه كي لاس لري، د ائتلاف له دې غوښتني سره هم حتماً موافق دئ چي لويه جرگه راوبلل شي، كه نه نو د قانوني په وينا (شيپور تباهي افغانستان را به گوش هوش مى شنوم!!! عبد الله ته د ائتلاف دا غوښتنه هم ډېره په زړه پوري ده چي وايي: په اساسي قانون كي دي دا بدلون راشي چي د اجرائيه رئيس منصب په صدارت بدل، ځكه چي عبد الله به صدراعظم شي!! كه داسي نه وي نو د عبدالله ملاتړ به څنگه تعبيروو؟!!
د دې معنى څه ده چي صلاح الدين رباني د جمعيت په استازيتوب د اشرف غني په حكومت كي خارجه وزير دئ او د جمعيت منشي شاداب د نوي ائتلاف غړى!! محمدخان د عبد الله معاون دئ او د ده مشر ارغنديوال د ائتلاف يو غړى؟!! همدا راز د ارغنديوال د دې خبري تفسير به څه وي چي "د فساد ضد مبارزه بايد له ځانه پيل كړو، كه داسي ونه شي زه به د دې ائتلاف غړى نه وم"؟!! په دې ائتلاف كي راغونډ شوي خو هر يو ئې تر ستوني په فساد كي غرق دئ؛ له مفسدينو د فساد په ضد د مبارزې طمع؟!!
حقيقت دا دئ چي دا ائتلاف يوه بله خندوونكې لوبه او د مخكنيو ناكامو تجربو تكرار دئ، له دې پرته چي د كابل په مجللو تالارونو كي راغونډ شي، ارگ وگواښي چي د ډالرو د كڅوړو خولې ورته پرانيزي، سياسي امتيازات وركړي، ساده افغانان په خپلو غولوونكو شعارونو وغولوي او څو ورځي په رسنيو كي مطرح شي د بل څه كولو توان نه لري. ارگ ناستي او بهرني حاميان ئې هم پوهېږي چي دوى له دې پرته بل څه نشي كولى، گواښونه ئې هسي د خولې ډزي دي، هغه پيسې چي دوى ته ئې وركوي ولي ئې د اربكيو يو ټولي ته ورنه كړي؟!!