
له هغې ورځې چې ولسمشر په ولسي رایه ارګ ته داخل شوی، تر دې دمه يې دهېواد او خلکو لپاره په هر اړخیز ډول پراخ بنسټېز او بنیادي کارونه ترسره کړي دي،خو یو څه چې تر ډیره به ورسره روانې نا امنۍ کمې ،انکشافي چټکتیا پراخه اود هر اړخیز سمون پرلور به مثبت ګام پورته شي هغه ولایتونو ته د صلاحیتونو انتقالول دي،ډیری په دې اند دي که ولسمشر ولایتونو ته په ولایتي سطحه خپل صلاحیتونه انتقال کړي نو دا چاره به په اوس وخت کې تر بل هر وخت زیاتې ګټورې پایلې ولري او امنیتي ترینګلی وضعیت به ورسره ښه شي.
که متوجه شو لا هم له مرکزه مقررۍ ترسره کیږي،بنسټيزې پروژې په مرکز کې په قرار داد ورکول کیږي... اونور یو شمېر اړین کارونه چې باید په ولایاتوکې ترسره شي پرته له شفافیت په مرکز کې صورت مومي ،دې چارو په ولایتونو کې دومره ناوړو پدیدو ته زمینه سازي کړي چې پایلې يې دهېواد او خلکو لپاره خورا بدې دي.
هغه مسؤلین ،سیمه ییز چارواکې،رئیسان او مامورین چې مقررۍ يې له مرکزڅخه ترسره کیږي ډیر وخت په ولایتونو کې غیر قانوني کړنو ته لمن وهي ،دولتي ځمکې غصبوي،پر خپل سرو وسلوالو ډلو امنیت ګواښي او یو شمېر نورې داسې کړنې ترسره کوي چې په کولوسره يې ولسي باور پر دولت سخت زیانمن شوی دی،که ددا ډول کړنو پر وړاندې سیمه ییز لومړۍ درجه مسؤلین (والیان) قانوني لاره خپلوي نو بیا دوی هغوی ته هم دمرکز ملاتړ هغه څه یادوی چې د والیانو دکړنو پروړاندې جدي ستونزې را ولاړې کړي دي.
دژمنې سره سم ټول په دې تمه دې چې دهېواد ولسمشر او اجرائیه رئیس نور دا مسله یو طرفه کړي او په چاروکې ولایتونو ته په مقرریو،منفقیو،قرار دادونو او د قانون په رغنده تطبیق کې بشپړ صلاحیت ورکړي او پر وړاندې يې مرکز فشار ددې لامل نه شي چې دقانون تطبیق تر پوښتنې لاندې راو لي.
ددې ترڅنګ خلک د ولسمشر او اجرائیه رئیس څخه غوښتنه کوي چې ولایتي شورا ګانې او په وخت تیري پارلماني وکیلان مهار کړي او هغه کړنې چې دوی يې ترسره کوي دقیقي تر څېړنې لاندې ونیسي او پرېنږدي چې دوی دخلکو داستازو په صفت دخپل موقف څخه په استفادې هغه څه ترسره کړي چې ددوی د وظېفوي صلاحیت سره ځمکه اسمان توپيرلري.
داسې ډیرې بېلګې شته چې دولایتي شورا ګانو او پارلمان غړی په ولایتونو کې غیر قانوني چارې ترسره کوي،په مقرریو ا ومنفقیو کې لاس وهنې کوي،دولتي ځمکې غصبوي،په خپل سرو وسلوالو ډلو امنیتي وضعیت خرابوي او کوښښ کوي چې د ملکي او نظامي ارګانونو په لوړو پوستونوکې خپل خپلوان په دندو وګماري او له دې لارې په ولس کې دخپل جبري نفوذ ساحه پراخه او ترڅنګ يې دغیر قانوني ترلاسه کړیو پېسو په مټ داسې کسان حمایه او تمویل کړي چې په راتلونکي کې دوی یو ځل بیا دهغوی واسطه دخوشباوره ولس رایه خپله او ځان یوځل بیا خپل دغه موقف ته ورسوي.
دې ټولو ته په کتو اړینه بلل کیږي چې ولسمشر خپله ژمنه په عمل کې هم څرګنده او ولایتونو ته دچارو دسمون لپاره بشپړ صلاحیت انتقال کړي،ترڅو والیان وکولی شي چې په ولایتونو کې دقانون دښه تطبیق،بیارغنیز او ښوونېز انکشاف د ودې،ډاډمن من دټېنګښت او ټولو ته دیو شان خدماتو رسولو په برخه کې اړین فعالیتونه ترسره او ولس دخپل سرو ټوپکوالو او خود غرضو اشخاصو چې شخصي ګټې ورته تر ملي ګټو مهمې وي خلاص کړي،دا چاره به له یو لوري دولس باور پردولت زیات کړي او له بل لوري به ،خلک ځان ددولت او دولت به دخپل ځان وګڼې او دا کار به د موجودو ستونزو په لري کولو کې بېساری مهم رول ترسره کړي.
سراج افغان