خوست کې د پاچا خان نړیوال پوهنتون د جوړیدو لپاره هڅې

 
له نن نه څه ناڅه ۱۸ کاله مخکې د خوست یو شمیر فرهنګیانو، په پیښور کې د میشتو افغان لیکوالو او فرهنګیانو په ملتیا، داسې هڅې پیل کړې، چې موخه یې خوست ته له پیښوره افغان پوهنتون رسماً را ولیږدول شي.
دا داسې مهال و چې د طالبانو د واکمنۍ د رهبرۍ په کچه داسې تصمیم نیول شوی و چې افغان پوهنتون باید له پیښوره افغانستان ته را انتقال شي.
 
دا هڅې لا روانې وې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې اداره رامنځ ته شوه، او خوست ته د افغان پوهنتون د رالیږدولو لپاره منډې ترړې لا پراخې او تیزې شوې.
په پایله کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته قناعت ورکړل شو او د یوه جلا فرمان له مخې یې له پيښوره ، خوست ولایت ته افغان پوهنتون را انتقال شو.
 
خوستوالو پر خپلو هڅو باور پیدا کړ او دا روحیه یې چې (غوټې پسې وهې په لاس به درشي) لا په زړونو او هوډونو کې پیاوړې شوه، ځکه چې د خپلو پرله پسې او نه ستړي کیدونکو هڅو ثمره یې لمس کړه. له هغه مهاله چې خوست کې پوهنتون جوړ شوی تر سږني کاله خوا وشا ۷۰۰۰ تنه ځوانان له نوموړي پوهنتونه فارغ شوي دي .
 
خوست کې د پوهنتون له ایجاده پنځه - شپږ کاله وروسته له خوستیانو ( فرهنګیانو، استادانو، مدني فعالانو، ځوانانو، ښوونکو، محصلانواو ...) سره دا فکر او نظریه پیدا شوه چې خوست ولایت باید  د اوسني پوهنتون تر څنګ یو داسې پوهنتون هم ولري چې پر نړیوالو معیارونو سمبال وي.
 
 دا نظریه په انفرادي او ګروپي توګه په حجرو، جمعو، پیتاوو، مارکیټونو ، علمي او فرهنګي مرکزونو، پوهنتونونو او ښوونځیو کې یادیدله او ورباندې بحثونه کیدل.
په پایله کې په خوست کې په نړیوال سټنډرډ برابر د یوه داسې پوهنتون جوړیدلو نظریه چې د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې پکې زده کړې وشي عامه شوه او ټولو خوستوالو دا اړتیا درک کړه او ویې منله.
 
وروسته ، وروسته د رڼا د یوه کړکي په توګه ، پر دغې نظریې  چې د پاچاخان پوهنتون یوه څانګه خوست ته راوړل شي هم په بیلابیلو وختونو او بیلابیلو ځایونو کې د خوست فرهنګیانو، مدني فعالانو، ځوانانو، محصلانو، استادانو، او نورو تر منځ بحثونه وشول او د یو او بل نظرونه یې واوریدل.
 په پایله کې ګڼو مدني فعالانو، فرهنګیانو، لیکوالو، شاعرانو، خبریالانو، استادانو، ښوونکو، محصلانو او ځوانانو په ژور فکر دا سره خوښه کړه چې د خوست ولایت جغرافیوي او ستراتیژیک موقعیت ، د خوست ظرفیتونو، امکاناتو، غوښتنو او اړتیاو ته په پام که په خوست ولایت کې د پاچا خان په نوم یو نړیوال پوهنتون جوړ شي، ممکنه ده د افغانستان دولت، د پاچا خان ښوونیز ـ روزنیز خیریه بنسټ او نړیوال مرسته کوونکي یې په ایجاد ، سمبالښت ، دوام او انکشاف کې مرستندوی شي.
کیدی شي د ځینو دوستانو په زړونو کې دا پوښتنه ور وګرځي چې ولې د پاچاخان په نوم په خوست کې نړیوال پوهنتون ؟
د دې پوښتنې ځواب یو کتاب خبرې کیدی شي خو په لنډو به دومره ووایو ، د خوست چار چاپیره د پرتې  جغرافیې اوسیدونکي چې ټول پښتانه دي ، نه یوازې په تیرو څلورو لسیزو ، بلکې د تاریخ په اوږدو کې  د ناوړه اقتصادي ، ټولنیز ، سیاسي او فرهنګي حالتونو سره جوخت د جنګ جګړو او سخت خشونت په لمبو کې سوځي ، دوی ته له دې بد حالت نه د ژغورنې او وتلو یواځنۍ لاره  جنګ جګړې ، بدۍ رټۍ او تاوتریخوالی  ښکاري .
پاچاخان د نړۍ د ګوتو په شمار هغو شخصیتونو څخه یو دی چې د عدم تشدد یا ولسي مبارزې سرلاري دي ، د دده له نوم سره هغه فکر او هغه فلسفه تړلې ده چې په زده کولو ، دودولو اوپلي کولړ سره یې ټول افغان ملت اود پولې دواړو غاړو پښتانه ، خپلو موخو ته د رسیدو ، هوساینې او بسیاینې لپاره د زور او وسلې کارولو ، بدیو، دښمنیو  او تاوتریخوالي پر ځای د زغم او د یو اوبل د منلو کلتور خپلوي او د سوله ایزې ولسي مبارزې پر لاره د تګ لوری یپدا کوي .
 
ددې لپاره چې په خوست کې د پاچا خان نړیوال پوهنتون د جوړیدو نظریه ، چې زړی یې په خوست کې کرل شوی ، پالل شوی او را شین شوی دی عملي شي ، د لومړني ګام په توګه په خوست کې د مدني فعالانو، فرهنګیانو ، لیکوالو، خبریالانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ولایتي شورا وکیلانو په ګډون یو (۶۹) کسیز کمیسیون جوړ شو چې ددې کمسیون مشري د خوست ولایتي شورا ریس ښاغلي عبدالولي واحدزي منلې ده.
 
یاد کمسیون په خپله لومړنۍ ناسته کې د کمسیون د غړیو له ترکیب څخه څلورو تنو ته دنده وسپارله چې پلازمینې کابل ته سفر وکړي او د خوست، پکتیا او پکتیکا له یو شمیر بانفوذه مشرانو، وکیلانو، سناتورانواو دولتي چارواکو سره مقدماتي لیدنې کتنې وکړي، دوی ته په خوست کې د پاچا خان نړیوال پوهنتون د جوړیدو نظریه ور ورسوي ، ورته تشریح یې کړي ، د دوی نظرونه را واخلي او د پاچاخان پوهنتون د جوړیدو په کار کې ترې د معنوي مرستو غوښتنه وکړي.
 
څلورو ټاکل شویو غړیو کابل ته سفر وکړ، د ولسي جرګې له وکیلانو همایون همایون ، کمال ناصر اصولي ، لیاقت الله بابکرخیل ، نواب خان ، سناتور عارف الله پښتون ، د قومونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل ، د یاد وزارت مسلکي معین غفور لیوال او په سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار ډاکټر اکرم خپلواک سره لیدنې کتنې وکړې.
دغو څلورو تنو خوست ته په را ګرځیدو د کمسیون  دویمې عمومي غونډې ته د خپل سفر راپور وړاندې کړ .
د کمسیون په غونډه کې د دو ی سفر مثبت وارزول شو او ترې مننه وشوه. په کابل کې د نړیوالو اړیکو ستراتیژیک مرکز څخه چې یو غیر دولتي خصوصي مرکز دی، هم مننه وشوه چې موقتاً یې د پاچا خان نړیوال پوهنتون د جوړیدو په اړه ځینې تخنیکي مرستې کړې دي.
 
 د پاچاخان نړیوال پوهنتون د چارو د سمبالښت  کمسیون د اوس لپاره لاندې پلانونه لري :
 
-         د یاد پوهنتون د جوړیدا او دوام لپاره د افغانستان د قوانینو مطابق د یوه ټولنیز نا دولتي بنسټ رامنځ ته کول ، تر څو د یاد پوهنتون د ټولو چارو د پر مخ بیولو او انکشاف لپاره یو تعریف شوی حقوقي شخصیت ادرس پیدا شي.
 د یاد ټولنیز بنسټ باصلاحیته ، تصمیم نیوونکی رهبري بورډ به د خوست ، پکتیا اوپکتیکا ولایتونو له مدبرو او با اعتباره شخصیتونو ، د پاچا خان ښوونیز- روزنیز بنسټ استازیو ، د افغان دولت له استازیو نه جوړیږي ،  کیدای شي د کارونو د لا شفافیت ، نظارت او په نړیواله کچه د دغه بنسټ د اعتبار د زیاتیدو  لپاره په رهبري بورډ کې ځینې خپلواک ، مسلکي  بهرني شخصیتونه هم شامل کړای شي.
 
-         تر هغو چې ذکر شوی نا دولتي بنسټ جوړیږي ، په پلازمینه کابل کې د همغږۍ او اړیکو د هستې ایجادول .
 
-         د پاچا خان د ښوونیز ـ  روزنیز بنسټ له مسوولینوسره ناستې .
 
-         د پاچا خان ښوونیز - روزنیز مرکز سره په تفاهم او همکارۍ د یوه اکاډمیک مشورتي بورډ جوړول.
 
-         د خوست والي ، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ، افغان ولسمشر او اجراییه ریس سره لیدنې .
 
-         خوست کې د پوهنتون لپاره د ځمکې د ساحې کتل ، تثبیتول او له دولت څخه یې د انتقال د قانوني پروسې د طی کولوغوښتنه .
 
-         له حقوق پوهانو ، قانون پوهانو او ځینو اکاډمیکو شخصیتونو سره ددې لپاره سلا مشورې چې د افغانستان د موضوعه قوانینو په رڼا کې د یاد پوهنتون څرنګوالی ( پوهنتون دولتي وي، نیمه دولتي وي یا خصوصي وي ) و څیړي .
 
-         د خوست ولایت مقام  ، د پاچا خان د ښوونیز ـ روزنیز مرکز ، اړونده دولتي ادارو، د جمهوري ریاست علمي او فرهنګي څانګې سره په ګډه د یاد پوهنتون د جوړیدو لپاره د مرستو را جلبولو په نیت په کابل کې د ډونر کنفرانس رابلل .
 
-         د یاد پوهنتون په اړه غونډې ، رسنیزې ناستې، ګردي میزونه او بحثونه روان ساتل .
 
-         د پوهنتون د پوهنځیو د ډول او شمیر او درسي نصاب په اړه د اکاډمیک بورډ له لارې له نورو اکاډمیکو شخصیتونو او د افغانستان د بیلا بیلابیلو پوهنتونو د استادانو د همکارۍ راجلبول .
 
-         په هغه صورت کې چې د یاد پوهنتون لپاره د ټولنیز نادولتي بنسټ د جوړیدو قانوني مراحل بشپړ او بنسټ تشکیل شي ، د هیواد په داخل او یو شمیر بهرنیو هیوادونو کې د مرستو راټولو او جلبولو لپاره د رضاکاره جرګه ګیو ټاکل .