
یو شمېر طالب مشرانو په کوټه کې میشت طالب مشر ملا اختر محمد منصور ته دغندنې ډک لیک استولی دی، دوی پر ملا منصور تور لګولی دی، چې په طالبانو کې یې خپل مخالفین سخت ځپلي او ان وژلي دي، شنونکي وايي: دا په طالب خوځښت کې د ټکر او کړکیچ پیلامه ده، دطالبانو دپخواني مشر ملا محمد عمر په ژوند د داسې یو اختلاف او ناندریو اټکل هم چا نه شو کولای.
له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې یو شمېر طالب قومندانانو دا منلې ده، چې دوی د ملا عبدالقیوم ذاکر دا لیک لیدلی دی، چې ملا اختر محمد منصور ته استول شوی دی او دطالبانو وروستۍ جګړې او وژنې په کې غندل شوې دي.
دملا اختر یو شمېر مخالف قومندانان وايي: له تېر جون راهسې ملا اختر دخپل واک دپراختیا په موخه پر یو شمېر وژنو هم لاس پورې کړی دی، دوی دافیونو دسوداګرۍ سربېره نوموړي د تحریک ټولې مالي سرچینې په خپل لاس کې نیولې دي.
اختلاف ورځې تربلې زیاتیږي.
دملا اختر محمد منصور مخالف قومندانان او کوټې شورا مهم غړي پردې باور دي، چې د طالبانو دخپلمنځي اختلافاتو په اړه اندېښنه ورځې تر بلې زیاتیږي او دطالبانو راتلونکې تر پوښتنې لاندې راولي. ملا اختر دخپل سیال دځپنې په موخه زور هم کارولې دی او په زابل کې یې دملا منصور دادالله د ترور لپاره په سلګونو طالب جنګیالي استولي وو.
دملا عبدالقیوم ذاکر لیک دطالبانو خپلمنځي اختلافات او جنجالونه رابرسېره کړل اوس دهر چا د ژبې پر سر دي، چې طالبان څو ډلې شوي دي.
له بل پلوه افغان او غربي چارواکو داسې ښوده، چې دطالبانو خپلمنځي اختلافات به د دوی دکمزورۍ لامل شي، خو دجګړې په ډګر کې دا ډول یوه تشه او کمزورتیا ونه لیدل شوه.
دملا منصور - ملا ذاکر ټکر
که سپینه ېې ووایو دا لیک دملا اختر منصور او ملا عبدالقیوم ترمنځ دټکر او اختلاف ښه انځورولای شي، په طالبانو کې ملا ذاکر د ملا منصور سرسخته سیال دی.
کله، چې تېر دوبی ملا منصور دطالب مشرتابه ته ورسیده، ملا ذاکر په دې اړه خپل خپګان او غوسه پټه نه شوه کړای، هماغه و، چې ملا ذاکر دکوټې شورا له نظامي کمیسون څخه استعفا وکړه،کوټې شورا ته په استول شوي لیک کې ملا ذاکر له طالب قومندانانو څخه غوښتي دي، چې دطالبانو پر ضد له هر ډول برید او عملیاتو څخه ډډه وکړئ، په دې برخه کې باید دهیچا سپارښتنه او امر ونه منل شي.
په لیک کې دکوټې شورا ۳۶ غړو، چې په ۱۵ مخه دی له دې انکار کړی دی، چې دملا اختر منصور مشرتابه او زعامت ته شرعي بڼه ورکړي، دې ډلې په زابل کې دنوموړي وروستي بریدونه سخت غندلي دي، دا یې زیاته کړې ده، چې نوموړی دا دیني وړتیا نه لري، چې خپلو مخالفینو ته دسرکښه خطاب وکړي.
په لیک کې راغلي دي، چې طالبان هغه امیر المومنین نه لري، چې دشریعت له مخې یې اطاعت واجب دی، او مخالفت یې جرم دی او سزا یې اعدام دی.
طالب ویاند یوسف احمدي هڅه کړ ېده، چې یاد لیک کم ارزښته وښايي، احمدي وايي: کومو کسانو، چې په لیک کې لاسلیک کړی دی ډیری یې ستر عالمان نه دي.
کوټې شورا
د طالبانو نور مشران بیا وايي: دلیک خبره اوس رسوا شوې ده، په طالبانو کې هر څوک پرې خبر دي دا بیا بېله خبره ده، چې دلیک وزن او ارزښت څومره دی.
اوس څرګنده شوه، چې ملا ذاکر هڅه کړې ده، چې نظامي قومندانانو ته دسپارښتنو له لارې دملا اختر منصور مشرتابه وننګوي، نوموړي، چې دنظامي کمیسون له مشرتابه څخه استعفا کړې وه، څو میاشتې چوپ و، داستعفا لامل یې واک ته د ملا اختر منصور رسیدل وو.
طالب نظامي قومندانان وايي: ملا ذاکر په کوټه کې ستره غونډه جوړه کړې وه، د دوو مخونو لیک یې ور استولی وو، له دوی یې غوښتي و، چې له داخلي جګړې لرې اوسې او په دې برخه کې دهیچا سپارښتنه او امر باید ونه مني، پردې سربېره ملا ذاکر هر ولایت ته خپل استازي استولي وو او طالب جنګیالیو ته یې دا سپارښتنه کړې وه، چې خپلمنځي جګړه باید پیل نه شي.
ملا اختر منصور د ملا محمد عمر دمړینې له ورځې راهسې په ډېره ارامۍ دځان لپاره کار کاوه، دخپل مشر دمړګ خبر یې ځکه پټ کړې و، چې په طالبانو کې دخپل واک رېښې ښې وغځوي، مالي سرچینې تر خپل کنترول لاندې راولي.
دمخدره توکو سوداګري دتحریک اساسي سرچینه ده.
دا خو له پخوا مالومه وه، چې ملا منصور دمخدره توکو په سوداګرۍ کې پوره لاس لري، همدا د طالبانودمالي سرچینو مهمه برخه جوړوي، ملګرو ملتونو له همدې کبله په تور لست کې لیکلی و، چې دمخدره موادو په سوداګرۍ کې ښکیل دی. دافغان څیړونکو شبکې څیړونکی برهان عثمان وايي: له ۲۰۱۰ ز راهسې ملا اختر منصور دطالبانو ټولې مالي سرچینې په خپل لاس کې نیولې وې.
له تېریو دریو کلونو راهسې ملا اختر منصور خپل نږدې ملګري په حساسو دندو ګومارلي وو. ښه بېلګه یې مالي کمیسون دی.
عثمان زیاتوي: ملا منصور په خلیجي هېوادو کې خپل اعتباري ملګري بسپنه ورکونکو اړخونو ته معرفي کړي وو دا یې په خلیج کې دبسپنو راټولولو یوازینۍ لار وه ، له عرب شیخانو یې غوښتي وو، چې له بل هیچا سره باید راکړه ورکړه ونه کړئ.
پردې سربېره ملا منصور وتوانیده، چې دملا محمد عمر دکورنۍ غړي هم راخپل کړي، دوی په پیل کې دطالب مشر په توګه له ملا اختر سره مخالفت وکړ، خو وروسته یې دملا محمد عمر ورورملا عبدالمنان په مالي کمیسون کې وټاکه او دهغه زوی ملا یقعوب ته یې نظامي دنده ورکړه او اوس هڅه کوي، چې دملا عبدالقیوم ذاکر پر ځای ېې وټاکي.