پاکستان +طالبان + روسیه او افغان حکومت

 
د طالبانو د جلا شوی ډلي یو مخکښ قوماندان او د ملا عبدالرسول معاون ملا نیازی ادعا کړیده چې تر اوسه پوري امارات اسلامي د ملا اختر محمد منصور په مشری له روسیی څخه  میلیونونه ډالره مرسته او وسلی مهمات  تر لاسه کړیده، ملا نیازی چې د آزادی راډیو سره غږیدله مدعی شو چې نه یواځی روسیه بلکه نور ډیر هیوادونه طالبانو سره مرسته کوي، ملا نیازی وویل چې مونږ د روس څخه د وسلو اوپیسو پر اخیستلو د ملا آختر محمد منصور سره مخالفت وکړ خو هغه ونه منله ، هغه زیاتوي چې ملا  اختر منصور د افغانستان د مجاهد ملت ټول هیلی او جهاد په اوبو لاهو کړ ، دهغه هیواد سره چې افغان مجاهدینو د( ده په خوله) کلونه کلونه د جهاد په نوم وجنګیدل له هماغه څخه څنګه مرستي قبلولای شي؟
خبره که هر څه وي خو زما په نظر افغان حکومت باید لاندي څو ټکو ته په پام کي نیولو سره دغه مسلي سره مناسب برخورد وکړي کنه نو لیری نده چې د طالبانو درد له کنټروله خارج شي ،
۱-اوس مهال د روسیی او طالبانو ګټه په یوه مشترکه نقطه کې نغښتي ده او هغه دی داعش ، طالبان له خپل حیات څخه ډاریږی او روسیه د داعش مخنوی کول غواړي،
۲-روسیه د خپل مجبوریته افغان طالبانو ته پیسي او وسلي ورکوي چې داعش سره وجنګیږی ،
۳-د پاکستان حکومت د خپل شیطانی خصلت څخه مجبور او پر طالبانو د نفوذ درلودلو له اغیزي څخه په کار اخیستو سره طالبان دي ته هڅوي چې د داعش پر ځای له دغه امکاناتو د افغانستان د آمنیتی ځواکونو او حکومت پر ضد کار واخلي،
همدغه ټکو ته په کتو او همدارنګه د طالبانو ورستیو جنګونو ته په کتو دا روښانه کیږی چي طالبان لا پخوا د روسیی له حمایت څخه برخمن شویدی خو د روسیی سفیر ضمیر کابلوف دا خبره اوس رسنیزه کړیده ،
افغان حکومت بیا په دری اړخیزه یا مثلث جنګ کي  ګیر دی چي هغه دي  ،پاکستان،داعش ، او طالبان،
افغان حکومت داسي اقداماتو او خبرو ته ضرورت لری چې هم مار مړ شي او هم امسآ روغ پاتي شي ، افغان حکومت باید له روسیی څخه وغواړي چې د طالبانو سره د مرستي پر ځای د افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي او د ترهګرو سره له مرستو ډډه وکړي ، افغان حکومت باید روسیی ته تیر تاریخ په یاد کړي چې امریکا هم یو وخت د مجاهدینو حمایت کاوه خو بلاخره نتیجه څه شوه ؟ ټول د امریکا پر ضد شول  ، که د روسیی دغه اقدامات هم مثبت نتیجه ورکړي خدای ناخواسته ، د افغان خاوري، ملت سره سره به دا پدیده ټوله منطقه نا آمنه کړي او یو لوی درد سر به ایجاد کړی،
دا نو د افغان حکومت پوري اړه لري چې څنګه او په کوم طریقه هغه هیوادونو ته قناعت ورکړي چې له ترهګرو سره پټ او ښکاره مرستي کوي .