دخوست له ښار څخه د غلام خان  تربندر ه پورې د نوري فایبر پروژې چارې پیل شوې

 
د پنجشنبې په ورځ چې د مرغومي میاشتې له څلورمې نېټې سره برابره ده دخوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي لخوا پداسې حال کې دخوست له ښار څخه د غلام خان  تربندره  پورې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په چوکاټ کې د نړیوال بانک لخوا د ( 396844) درې سوه شپږ نوي زره ،اته سوه څلورڅلوېښت امریکايي ډالرو په ارزښت   د۳۳کیلومتره نوري فایبر پروژې چارې په رسمي توګه پیل شوې چې د ولایتي شورا ریس عبدلوالي واحدزي او غړو،د مخابراتو ریس ګل حبیب شاه، ملکي او نظامي چارواکو،قومي مشرانو ،دیني عالمانواویو شمېر مدني فعالانو یې ملتیا کوله .
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د نوري فایبر پروژه په انټرنېټي او مخابراتي ډګر کې خورا مهمه وبلله او ویې ویل ددې پروژې په بشپړېدو او فعالېدو سره به نه یوازې په مخابراتي سېستم کې چټکتیا رامنځته شي بلکې دخوست خلکو ته به د انټرنېټ په برخه کې مهم خدمات وړاندې شي .
ده وویل که څه هم  دخوست – ګردېز ترمنځ د نوري فایبر پروژې چارې په ټاکل شوې وخت بشپړې نه شوې خو په وینا یې د څو میاشتو راپدېخوا د ولایتي ادارې لخوا د پیل شویو پراخو هلو ځلو په پایله کې یاده پروژه  بشپړېدو ته نږدې شوي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي  .
حبیبي زیاته کړه چې دخوست له ښارڅخه دغلام خان تربندره پورې د دویمې برخې په تکمیلېدو سره به په غلام خان ساحه کې د ګمرک او ترانزیټ لپاره نویو ودانیو ته اړینې مخابراتي اسانتیاوې برابرې او پدې سره به افغانستان د ګاونډي هېواد سره په اتمه نقطه کې هم وصل شي .
نوموړي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست له مسوولینو او دګربزو ولسوالۍ له قومي مشرانو اوځوانانو وغوښتل چې ددغه مهمې پروژې په ساتنه،پالنه او نظارت کې په پوره ملي مسوولیت سره رول ولوبوي ترڅو پروژه په ښه کیفیت سره بشپړه او خلکو ته اغېزمن خدمات وړاندې شي .
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریس انجنیرګل حبیب شاه په خپلو خبرو کې وویل چې دخوست – ګردېز ترمنځ د نوري فایبر پروژې ۹۹٪ چارې سرته رسېدلي دي .
ده وویل دخوست په مرکز او ولسوالیو کې د سلام شبکې په (۱۷) پایو کې  د (3G)سېستم نصب شوی چې دخوست-ګردېز ترمنځ د روانې پروژې په بشپړېدو سره به د انټرنېټ (3G) خدمات پیل شي .دده په وینا د نوري فایبر پروژې په فعالېدو سره به دانټرنېټ په کیفیت او بیعه کې هم د پام وړ بدلون رامنځته شي .
ګل حبیب شاه زیاته کړه چې دښارڅخه ترغلام خان بندره پورې د نوري فایبرپيل شوې پروژه به په پنځلسو میاشتو کې بشپړه شي دده په خبره د پروژې د ښه فعالیت او غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره به د غلام خان بندر په سیمه کې د (۶۰۰) متره مربع ځمکه کې یو سایټ جوړ شي چې په ټولو تخنیکي وسایلو به سمبال وي ترڅو د هغې څخه په راتلونکي کې نورو سیمو ته هم د نوري فایبر لینونه وغځول شي .
د یادولو وړ ده چې په مخابراتي ډګر کې د ډیجیټل توسعوي پروژه هم بشپړه شوې چې د نوري فایبر پروژې له تکمیلېدو سره سم به د ښار په څلور کیلومترۍ کې فعاله شي  او پنځه زره ټېلېفونونه به دخوست ښاریانو ته په اختیار کې ورکړي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۴-۱۰-۴ پنجشنبه