
اوس چې په وروستیو په ځانګړي ډول ۲۰۱۵کال کې سیاسي بحثونه، بیلابیل کړکيچونه، رسوایانې، سیاسي شعور پراخیدنه، د پردیو په شومو اهدافو پوهیدنه او نورې بې شمیره ویښتیاوې پيدا شوې، ورسره سم خلکو نور خلک، څیرې، شخصیتونه، رهبران او لیډران پیژندلي دي.
مخکې داسې زمینه نه وه برابره چې خلک دې ډیر سره وغږیږي، هغه څه چې بد ورته ښکاري ورته بد ووايي او هغه څه چې ښه ورته ښکاري ښه ورته ووایه، خو اوس دادی ټولو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک ټولنیزې رسنۍ دا هر څه مساعد کړي او خلک پرې په خپل منځ کې ډیر ښه پوهیږي.
که مخکې به چا وویل چې پلانی کافر، منافق او خاین دی، مستقیماً به په عام ډول سره دا خبره منل شوې وه، چې بیلکل دی، ځکه صیب دا ویلي دي او که چیرته به یې وویل چې هغه مسلمان دی، سم سړی دی او خاین نه دی، په داسې حال کې چې هغه به منافق او لوی خاین وو، مګرم ویل کیدل به چې ګوره پلانی ښه سم دم مسلمان دی، نیک سړی دی، ښه رهبر دی او بل بل، ښې دعاګانې ورته وکړئ، بد ورپسې مه وايي، پيروي وکړئ، ځکه چې دا خبره به هم صیب کړې وه.
خو اوس هسې نه ده، که د خلکو د باور لپاره ځان پاک وښېي، غټې او پخې خبرې هم وکړې، غټه لونګۍ، اوږدې تسبیح، په ګزونو امسا، له میترو وتی څادر، له لوښو جوړې کلاوشې، او نور... هم ولري او پخوانی بګروانډ دې خراب وي، خاین یې او اوس دې هم نیت منافقانه ښکاره شي، نو مطمئین اوسه چې څه خوبونه دې لیدلي، څومره مغرضانه اهداف دې ټاکلي او څومره فکر دې کارولای، هغه هر څه په اوس زمانه کې په هیڅ حساب څه چې داسې حال ته به لاړ شې، چې بیا خپلو ټولو حرکتونو باندې پیښمانه یې، اوس وخت کې صداقت، رښتینولي او سمه مسلماني په کار ده او ورته اړتیا هم ده.
هغه وخت لاړو چې د خپل ځان قهرمانۍ ښودلو لپاره به دې، احمد شاه بابا یاداوو، پنځه زره کلن تاریخ به دې یادوو، میوندۍ به دې یادوله او نور شعارونه به دې ورکول، اوس خلک هغوی ټول پیژني چې رښتیا هم عملي مبارزین وو او د هغوی تش یادولو پر ځای درنه د هغوی شانې عمل غواړي او هغسې سره قهرمانۍ ته دې اړتیا لري، نه هسې بې ځایه خبرو او بې پایله جذباتي اقداماتو ته.
ځکه اوس خلک په دې پوهیږي، چې احمدشاه بابا یوازې یې نوم دا نه وو، بلکې د عمل سړی وو، پنځه زره کلن تاریخ یوازې یادول نه منل کیږي، بلکې دې تاریخ ته رښتینی دوام ورکول په کار دي او نور...
نو خبره دا ده چې اوس نور باید زموږ مشران د بوسو لاندې د اوبو تیرولو هڅه ونه کړي، که چیرته یې هڅه وکړه، ممکن چې دا ورته بیا سخته او د پیښمانۍ وړ پریوځي، ځکه د بې ځایه هڅو او مغرضانه اهدافو لپاره یې نور په وجود کې ځای نشته، هغه کړنې چې مو ورسره په همدې نامه کړي دي، هغوی یې وجود نیولی او همدا خبرې ورته په شدت سره وايي، چې احتیاط کوئ او له دقت نه کار واخلئ.
ښه بیلګه یې د حراست او ثبات شورا رامنځته کیدل دي، چې په پراخه کچه یې په هیواد کې د ځوانانو غبرګونونه راوپارول او هغه هم منفي غبرګونونه وه.
دا ځوانان ولې راپورته شول؟ نه ورته ولسمشر غني، نه اجرایه رییس او نه د حکومت بل کوم چارواکي ویلي وو، چې دا وغندۍ، بلکې خلکو ته پخواني ریکارډونه، تاریخونه او ستاسې کارنامې دا وايي، چې حرکات یې ښه نه دي.
نو وروستۍ خبره همدا ده، چې خلک وايي ((شعار نه، عمل غواړو((