بلاخره، ملګرو ملتونو ته پرانیستی لیک

 
((تیره شپه باران و، کومه کوټه کې چې ویده و، چټ یې نه درلود، ماشوم زوی او میرمنې مې تر سهاره د باران له اوبو خوب نه دی کړی.)) دا د محمد هاشم په نوم د هغه سپين ږېرې خبره ده چې تازه د باباجې له جګړې لښکرګاه ته له خپلې کورنۍ سره په دوه لاسه- دوه پښې راغلی.
د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه له ۲۰۰۱ز کاله تر اوسه د افغانانو په قربانۍ مخته روانه ده، پاکستان او هند له امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه لوی امتیازات تر لاسه کوي، خو افغان ولس تر کورنۍ جګړې وروسته، دادی څه کم، یوه نیمه لسیزه نور د جګړې په اور کې سوځي.  
د هیواد په سویل کې هلمند یو خورا ارزښتناک او ستراتيژیک ولایت دی چې د هیواد لسمه برخه جوړوي، دا ولایت له پاکستان سره پراخه پوله لرې چې له تیرو څه باندي څوارلس کلونو راهیسي نه ورته نړیوالې ټولنې او نه هم افغان حکومت د خوندیتوب تدابیر نیولي. هلمند د ملانصرالدین د قبر مثال لري، په کلیو کې هره ورځ امنیتي ځواکونه خورا ډيرې قربانۍ ورکوي، خو له پاکستان سره یې پراخه پوله خوشي ولاړه ده.
ایا په دې پوهېږئ چې په هلمند کې څه روان دي؟ په دې پوهېږئ چې په هلمند کې ولس له دولت سره څومره واټن نیولی؟ ایا په دې پوهېږئ چې د هلمند څومره سیمه د دولت تر واک لاندې ده؟ دا ټولې هغه پوښتنې دې چې د ملي یووالي حکومت یوه لوړ پوړې هم سر پرې نه دی ګرځولی. چې بلاخره د هلمند مرستیال والي د مراتبو سلسله له مجبوریته ماته کړه او د فېسبوک له لارې یې ولسمشر ته داسي پرانیستی لیک ولېږه چې له هرې کرښې یې دهلمند د ولس وینې څڅېږي. زموږ مدني فعالانو هم ژبې وچې شوې، دادی بلاخره په خپل دردناک ږغ باندي د یونما ددفتر ور ټکوو چې له له جګړې مو وژغوري.
بدمرغي دلته ده، چې د سړې جګړې کاڼی زموږ پر سر مات شو، دا دی اوس بیا د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندي نړیوالې جګړې کاڼی هم زموږ پر سر ماتېدونکی دی. د هلمند په لیرې پرتو سیمو کې په صحنه کې هیوادونو په ځانګړې توګه د سیمې هیوادونو هر راز وسلې ازمایلې، د هلمند خلک بې له دې چې څوک یې پوښته وکړي وژل شوي، او کورنه یې ویجاړ شوي. لږ تر لږه یې دولت له تیرې لسیزې د روخام ډبرې امنیت هم ونشو ساتلی چې هره ورځ ترې له سلو ډير موټر بارېږي او په هر موټر کې په ټننو ډبره له هیواده قاچاق کېږي. موږ لږ تر لږه، د خپلو زراعتي ځمکو حاصلاتو اخیستو ته هم چا نه یو خوشي کړي، د هلمند د اوبو لانجه بیا بله ده چې ایران ورته په لوی لاس د هلمند امنیت خراب  کړی، ښه بیلګه یې داده چې د جګړې په ډګر کې درې وسلې نیول کېږي، هرو مرو به یې یوه د ایران جوړه وي. دا د ایران په افغانستان کې د لاسوهنې په جګړه کې د بوختېدا ښه بیلګه ده.
د افغانستان په سویل کې له ۲۰۰۳ز کاله جګړه تنده شوې لا هماغسي تنده روانه ده. په سویل کې بیا دهلمند ولایت، چې یوه ورځ یې هم سمه ورځ نه ده کتلې، یو ځل بیا د جګړې په ډير سخت اور کې سوځي، تر هغه وروسته چې د دولت وسلوالو مخالفینو خپل نوی مشر اعلان کړ، له دې سره سم په هلمند کې جګړه تنده شوه. په سپټمبر میاشت کې لومړی د نوزاد ولسوالۍ سقوط شوه، وروسته د موسی قلعه ولسوالۍ د دولت د وسلوالو مخالفینو لاس ته ولوېده، تر هغه وروسته چې قندوز سقوط شو، او حکومت یې د خلاصون په موخه جدي او پراخ عملیات وکړل، قندوز یې بیرته ونیوی، هلته وزګار شوي د دولت مخالف وسلوال هلمند ته راغلل او دلته یې په نادعلي، لښکرګاه او ګریشک ولسوالیو کې جګړه پیل او په دوو ورځو کې یې د لښکرګاه څلورمه حوزه (باباجی) ونیوه.
ددې تر څنګ چې د هلمند خلکو ته نه پاکې اوبه رسي، نه ورته روغتیایې خدمات او نه هم ورته چا ښوونځی پرې ایښی چې ماشومان مو پکې زده کړې وکړي. له یوې خوا یې راباندي فاسد چارواکي مسلط کړي، له بلې خوا مو زراعتي محصولات د جګړې په ډګر کې خرابېږي او له کاره وځي. ځکه نو نن ورځ له جګړې بې ځایه شوي هلمندیان فقر کوي.
د باغران او دېشو ولسوالۍ له تیرو دیارلس کلونو راهیسي د وسلوالو مخالفینو په لاس کې دي، د نوزاد ولسوالۍ یواځې د ولسوالۍ ودانۍ د دولت په لاس کې ده، د موسی قلعه او سنګین ولسوالۍ له ورته برخلیک سره مخ دي. د مارجې او خانشین هغه ولسوالۍ دې چې د ولسوالیو ودانۍ یې لا د وسلوالو مخالفینو له لورې په محاصره کې دي، د نهرسراج او واشېر ولسوالۍ هم په سخته جګړه کې راګېردي. دا دی نن جګړه د لښکرګاه تر څنډو باباجي چې د لښکرګاه څلورمه حوزه ده رارسېدلي. خلک یې سرګردانه لښکرګاه کې په دې سړه هوا کې نه د خوراک او څښاک څه لري او نه هم د سرپناه لپاره کافي څه ورسره شته.
ددې تپل شوې جګړې، نه لومړۍ ورځ ده او نه هم اخره، موږ هلمندیانو هر کله دولت ته خواست کړی چې له دې روان ناورین څخه مو وژغوري، ماشومان او میرمنې مو وژل کېږي، ځوانان مو وژل کېږي. اخر چاته وژاړو، له چا دا خواست وکړو چې له موږ سره د روان ناورین په کابو کولو کې مرسته وکړي. د مدني ټولنې د یوه فعال په توګه مې بلاخره مناسبه وبلل چې دا ځل د ملل متحده (یونما) دفتر ته دا پرانیستی لیک چې له هرې کرښې چې د هلمند د ولس د ټپونو آه خېژي ولېږم. هیله ده، ملل متحد د یوه خپلواک سازمان په توګه زموږ د لانجې او جګړې د حل په برخه کې غور وکړي، که جګړه سیمیزه وي او که کومه بله، د حل لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي، که نه هلمند به له کندوز څخه بدتر بحران ته لاړ شي.