
پښتانه هم خدای لري
اسمان تور شوی
زمکې سور د وینو رنګ اخیستی
دا د الله د قهر نښې دي په دغې دنیا
دلته ددې مخلوق په ژوند باندې د لوبو جزا
بس یو څو ورځې وروسته
همدغه بله یکشنبه د الهی عدل قیامت راځي
یو کوچنی قیامت چې ټوله دنیا نه ورانوي
بس را روانه یکشنبې به د ځانمرګو هډې وسوزیږي
اوصلیبیان به د الله د قهر ستر توپان کې لار ورکه کړي
هغه بمونه چې را اوري د پښتون پر کلي
هغه به ټول په واشنګټن کې وچوي
هغه ګولۍ چې له چورلکو نه را اوري
د پښتون پر واده
هغه به ټولې په نیویارک او لندن و وریږي
همدا څو ورځې وروسته
به د ګاونډ اخوند په خپله (دانشګاه) کې تر اوبو لاندې شي
او د روسانو اتومي زیرمې به اور واخلي
بس راروانه یکشنبه د خدای د قهر ورځ ده
د را روانو وختو
رالوییدونکي ټول ځانمرګي به د میندو نس کې وچوي
ایرې به شي
او ای ایس ای به د هغو له خوشاییو نه ډک شي
ددسیسو د سیاست دغه جهنم به د پنجاب په تور لوګي کې پټ شي
ټولې دوسیې به یې دګور چینجي په نس ومنډي
د شمالي ګلیم جمانو
او پنجشیري ګلیم چورو
به هم مخ تور شي
او په آمو کې به د خپل سره بادار کور ته ورشي
او د ایران د فاشیستي نظام لکړې به راونړیږي
بس را روانه یکشنبه د پښتنو توبه تر عرشه رسي
سهار چې ویښ شي ټول به بل ډول وي
او پښتنې به هم لیک لوست کوي
هېڅ یو به یې ټوپک او توره نه پېژني
هر بهرنی:
هر یو سورمخې، تورلینګی، شین سترګی
چې غواړي دې قوم ته ټوپک ونیسي
ټولې ګولۍ به یې په خپله خیټه وڅرخېږي
او د ځانمرګي تور واسکټ به کور دننه وچوي
دده له غوښو سره یو ځای به یې
مور او خویندې هم را پریوځي
دوی بې ګناه وې وای وای!
هو! مګر قیامت دی که نه!
چې پنجابي ملایان
د دوی ماغزه په پیچکاري بدلوي
له کورنیو نه پټ
دلته ماشوم
دلته سپین سرې وژني
خو په قیامت کې خپل عمل سړي ته اور ګرځي
د پښتنو د ښوونځیو سوزونکي هم د اور چنجي شول
د پښتنو سیمه به تکه شنه وي
بس را روانه یکشنبه قیامت دی
چې دا په زبات ورسي
پښتانه هم خدای لري.