
په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې د افغان محصلينو اتحاديې یو ځل بیا د افغان محصلینو لپاره د فراغت په وياړ يوه پرتمينه لمانځغونډې تابیا نیولې وه؛ ياده غونډه د شنبې /۱۳۹۴ لېندۍ ۲۸/ یا د مېلادي کال (2015-12-19) پر ورځ ماسپښين دوه بجې د قاري صاحب ذکي الله له لورې د قران عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره په اسلام اباد د شاه فیصل مسجد په علامه اقبال تالار کې پیل شوه. د ویانودويۍ چارې د عبدالله انوري او عبیدالله ساحل له لورې پر مخ بیول کېدې.
ویندوی عبيدالله ساحل د غونډې په موخې رڼا اچولو وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ملي ترانه د فراغت لمانځغونډې په تالار کې وکړنګېده، ټولو ګډونوال يې احترام ته لاس په سینه ودرېدل.
وروسته د ملي ترانې د افغان محصلينو د اتحاديې رئيس صلاح الدین ایوبي يې د راغليوو ميلمنو د ښه راغلاست لپاره روبلل شو، ښاغلي ایوبي ځانګړي مېلمه، په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفیر ښاغلي جانان موسی زي او نورو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ نږدې ۱۵ فارغینو ته د فراغت مبارکې وویله او غونډې له ټولو ګډونوالو په ځانګرې توګه د مېلمنو له جملې د نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد د رئيس علمي مرستيال فروفیسورر بشير خان، د همدې پوهنتون له استادانو، دوکتور فضل ربي ممتاز او دوکتور صفي الله او د اسلام اباد د معارف د اتشه مسؤل قاضي عبدالولي حامد او د شهاب الدين غوري لېسې مدير ډاکتر سعادت څخه يې مننه وکړه او د دوي راتګ يې په دغه لمانځونډه کې د ویاړ ځای وباله.
د نړیوال اسلامي پوهنتون د رئيس علمي مرستيال، ډاکتر بشير خان غونډې ته په خپلو خبرو کې فارغو محصيلنو ته د مبارکۍ تر څنګ د افغانستان او پاکستان د وروګلوۍ په تړاو رڼا واچوله او دغه تړاو يې د دواړو هيوادونو د پايښت او ثبات ضامن وباله، نوموړي زياته کړه چې د افغان محصلينو فراغت د دې ښکارندويي کوي، چې دوي ټوپک نه خوښوي؛ بلکه له کتاب او قلم سره مينه لري.
په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفير، ښاغلي جانان موسی زي په خپلو خبرو کې د سفارت او ملي يوالي د حکومت په استازيتوب فارغو محصيلنو ته مبارکي وویله، نوموړي زياته کړه د افغان ولس د اميدونو سترګې ستاسې پر لور دي او تاسې کولی شئ، چې د علم او پوهې په مټ د هغوي اميدونه په يقين بدل کړئ او روان بحران ته د پاي ټکی کېږدئ.
ښاغلي موسی زي زیاته کړه نږدې څلور لسيزو ناخوالو او ستونزو په ترڅ کی زموږ تعليمي بهير لوړه او نه جبرانيدونکې صدمه ليدلي؛ خو بيا هم په تيرو ۱۵ کلونو کې د دغې برخې لاسته راوړنې د ستاينې وړ دي او دا د ویاړ ځای دی، چې افغانستان نن ورځ ۱۰ مېلیونه لوستي او د علم په ګاڼه سنبال ځوانان کولای شي په خپلو کلکو عزایمو سره د افغان ملت دلاس امسا او دلارې مشعل وګرځي. نوموړی همدارنګه په تعلیمی برخه کی د دوست هیواد پاکستان له سخاوتمندانه همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اوسمهال ۲۵۰۰ افغان محصلین د پاکستان په مختلفو پوهنتونو کې په بورس راغلي، چی دا د پاکستان او افغانستان د دوستۍ او ښه نیت ښکارندویي کوي. نوموړی زیاته کړه چی د ملی یووالی حکومت د همسایه هیوادونو خصوصا دپاکستان پر وړاندی واضحه تګلاره لري او هغه داچې له ټولو سره د اقتصادي، نظامي، ترانزیټي او سیاسي همکاریو ټینګښت ده. نوموړی د نړیوال اسلامی پوهنتون له رهبري او استادانو هم د زړه له کومي مننه وکړه چې دافغان محصلینو په روزلو کې یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي.
ښاغلي موسی زی په نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد کې دافغان محصلینو د اتحاديې د غړیو مننه وکړه چې دغه ډول لمانځغونډې، علمي، اسلامي او کلتوري پروګرامونه برابروي، نوموړي په پای کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د رئيس علمي مرستيال، ډاکتر بشير خان خبرو ته په اشارې سره په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د پاکستان ولس او افغانانو وینه شریکه ده.
له یوی ترانې وروسته چې د احمدسهیب کامل او احسان الله شهیدی لخوا وویل شوه، دنړیوال اسلامی پوهنتون د رئیس علمي مرستیال دکتور فضل الربي ممتاز د غونډې ګډونوالو ته مختصره وینا وکړه او فارغو محصلینو ته یې دمبارکی ترڅنګ داهم وویل تاریخ ثابته کړې چې افغان میندو د نړۍ په کچه داسې علمي کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې نړې یې ماهیت درک او تر اوسه یې هم تقلید کوي چې سید جمالدین افغاني، خوارزم شاه، ابن سینا او... یې ښکاره بیلګې دي. خو له بده مرغه کله چې مو د علم لاره پرېښوده له دې سره سم مونږ له زوال سره مخ شوو. خو له نیکه مرغه مونږ یوځل بیا علم ته رجوع کړې او که ستاسې په څېر بااحساسه محصلینو دفراغت لړۍ همداسې جاري وي نو لرې نه ده چې یوځل بیا نړۍ له مونږ څخه تقلید وکړي.
د غونډی په وروستی برخه کی وروسته له یوې تمثیلی پارچې، چې د عبدالقهار زلمی افغان، عبدالله جلالزي، خالدالرحمن مطمین او نورو ملګرو له خوا یی ترسره شوه، په نړیوال اسلامي پوهنتون کې دافغان محصلینو داتحادیې له خوا فارغو محصلینو او درنو میلمنو ته په تحفو، ویښتابه مجلې او ستاینلیکونو د ماذدیګر په ۵ بجو پای ته ورسېده.