دا حالات چاته د زغم وي؟

 
په هېواد کې مو چې شپه او ورځ مـاتم وي!نو به څه شوق د وصال او د صنم وي؟
په وطن چې اور بل شوی، دود جګـــیـږي  چې بې غمه ناست وي، کله به آدم وي؟
 
پـــــه اوږو چـې د زامـــنو جـــنـازي  وړوخود به جوړې ویالې، د سترګو نم وي!
بـیســـــواده چې حـــــاکـم، عـــالم ګــدا ویدا وضعیت به نو د چـا په فکر سم وي؟
 
چې چوکۍ په مـــیراٍثي ډول تقــسیــم شـیاې ځوانانو دا حالات چـاته د زغـم وي؟
چې ملـــت پـــــه اتـفــاق قـــدم وانخـــــــلي       نـو په بــرخه به یې خــود، دایـم الم وي
 
چې یې توان د ادارې  د مــنصب نـــه وينــاپوهان بـه وي چې بیا ورتـه اړم وي؟
که (بــدلون) تــه لاس وا نه چوو مــلګــرو(تــــداوم) به مو د ژوند تـر پایه غم وي
 
که مو بام پرې تکیه نه شي، ستون څه کړونــــړوو بې! کــه اول او کــه پنـځـم وي
که دا علم، صداقت معیار د سنج شي
(غفوري) به نـو له چانه کله کم وي؟
۱۰ / ۱۲/ ۲۰۱۵