
د ننګرهار چارواکي وایي د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې پر غصب شويو ځمکو جوړې شوې ودانۍ نړوي او همدا راز په بشپړ ډول پر دغه ځمکو د کار ترسره کولو مخنیوی کوي .
د دغه ولایت والي سلیم خان کندوزي د لیندۍ په ۲۸مه د سرخرود،روداتو،کامې او بهسودو ولسوالیو مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې دوی ته لارښوونه وکړه، چې د ټولو هغه رغنیزو چارو مخنیوی وکړي، چې پر غصب شويو ځمکو کې ترسره کیږي .
نوموړي زیاته کړه چې د هغه ودانیو د نړولو په موخه به هم ډېر ژر اقدام ترسره کړي، چې پر غصب شويو ځمکو کې یې جوړې کړي دي او په دغه برخه کې به د هر ډول ننګونې او اړيکو پروا ونه ساتي .
هغه ولسوالانو ته لارښوونه وکړه، چې د دغه چارې د ښه بریالیتوب په موخه د ولسونو سره خبرې اترې او همغږي وکړي او که چېرې په کومه سیمه کې د غصب شويو ځمکو پر وړاندې ستونزې پېدا شوي نو امنیتي ارګانونه دې ژر تر ژره خپل غبرګون وښیي .
په همدې حال کې د بهسودو،کامې،روداتو او سره رود ولسوالانو او امنیتي مسوولینو ژمنه وکړه،چې ژر تر ژره به د یو منظم پلان له مخې د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په موخه اقدامات ترسره کړي .
دغه مسوولینو زیاته کړه، چې دغه لړۍ به د یکشنبې له ورځې د بهسودو ولسوالۍ څخه پیل کړي او په ترڅ کې به تر سلو زیاتې هغه دیوالونه او ودانۍ ونړوي، چې پر غصب شويو ځمکو د غاصبینو له لورې جوړ شوي دي .
دوی وایي دغه لړۍ به له هغې وروسته د ولایت مقام سره په همغږۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي،چې د هر ډول ننګونو د مخنیوي او حل په برخه کې د ننګرهار والي له لورې ډاډ ورکړل شو.
درنښت
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر