د هيواد  لپاره د نړیوال سوداګریز سازمان ګټې او زیانونه

 
له دويم نړيوال جنګ وروسته  په کال 1948زیږدیز کې د نړۍ پنځه څلويښت هيوادونه په کيوباهيواد کې سره راغونډاودنړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره يې يو تړون لاسليک کړ چې دغه تړون د سوداګرۍ او تعريفې((GATT) General Agreement on Trade and Tariff )په هکله و .د دې تړون اصلي موخه د داسې قوانينو جوړول  و ترڅو نړيواله سوداګري پرمختګ او د تړون غړي هيوادونو د تادياتوبيلانس کسر لمنځه يوسي .تر لږ وخت وروسته دغه اداره په خپلو موخو کې بريالۍ نشوه نو له همدې کبله دې ته اړتيا پيښه شوه تر څو په کال 1994زيږدیز کې د مراکش په رباط ښار کې يو نړیوال  کانفرانس جوړ او د نړيوال سوداګرۍ سازمان World Trade Organization-W.T.O)   دجوړيدو پريکړه   يې وکړه.
نړيوال سوداګريز سازمان د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو تر منځ د سوداګرۍ قوانين جوړوي،نړيوال سوداګريز سازمان په 1995زیږدیز کال کې په عملي بڼه منځته راغلو . د نړيوال سوداګريز سازمان مرکز د سويس په جينوا ښارکې دي . نړیوال سوداګریز سازمان د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې یو شمیر (سوداګريزو تړونوته د عمل جامه اغوندي واردوونکو ته د وارداتو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کوي او هغوی ته په دې هکله لارښوونه هم کوي،نړيوال سوداګريز سازمان د غړيو هيوادونو تر منځ سوداګريزو اړيکو ته پراختيا ورکوي او د ټينګوالي لپاره يې اصول جوړوي،نړيوال سوداګريز سازمان د وخت په اساس هيوادونو ته نوې پاليسۍ جوړوي، نړيوال سوداګريز سازمان په نړۍ کې د اقتصادي وضعې د پياوړتيا په موخه د نړيوالو سازمانو ترمنځ ( نړيوال بانک،نړيوال فنډ وروکوونکي سازمانونه ...) اړيکې ټينګوي او يو له بل سره همکاري کوي،نړيوال سوداګريز سازمان وروسته پاتې، پرمختيايي او پرمختللوهيوادنو ته دسوداګرۍ په اړه تخنيکې مرستې کوي او په بيلابيلو برخو کې ورته لارښوونه کوي، نړيوال سوداګريزسازمان غړيو هيوادونو ته سوداګريزې سلاوې ورکوي تر څو په خپل منځ کې سوداګريز معاملات ترسره کړي ) کړنې  ترسره کوي  .خو دا پورتنۍ کړنې نړیوال سوداګریز سازمان د لاندې  اصولو په رڼا کې ترسره کوي :
- بلا امتيازه سوداګري: نړيوال سوداګريز سازمان له هيڅ يو هيواد سره امتيازي چلند نه کوي له ټولو غړو هيوادونو سره يو شان د صادراتو او وارداتو په برخه کې چلند کوي او پر ټولو يو شان قوانين تطبيقوي.
- وارداتي او کورنيو توکو يوشان والی : ورادتي او کورنيو توکو ته په يوه سترګه کتل په دواړو يو شان ماليه وضعه کول کورنيو توکو ته په بهرنيوتوکو ترجيح نه ورکول.
- ازاده سوداګري: د نړيوال سوداګريز سازمان يو اصول دا دى چې د غړيو هيوادونو تر منځ بايد سوداګري ازاده وي. د سوداګريزو خنډونو د لرې کولو لپاره د غړيو هيوادنو تر منځ خبرې کول او د ځينو ځانګړو حالاتو څخه علاوه په مقداري سوداګري د خڼدونو ختمول.
- روڼ عمل:د نړيوال سوداګريز سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ ټول تړونونه صاف او شفاف وي، پرکومو سوداګريز تړونونه  چې عمل کوي لاسليکوي يې.
- په محصولات کې کموالی: نړيوال سوداګريز سازمان غړي هيوادنه پر دې خبره پابندوي چې خپل محصولات کم کړي.
دا چې تیره ورځ  افغانستان د نړيوال سوداګرۍ سازمان  غړیتوب تر لاسه کړو نو یو شمیر خلکو د ټولنیزو رسینو له لارې د زیرې  خبرونه ورکول خو که حقیقت ته راشو او وڅیړونو  دا به معلومه شي چې د دې سازمان په غړیتوب کې زموږ زیان نسبت ګټې ته ډير دی، ځکه د نړیوال سوداګریز سازمان له مخې هغه هيوادونه ګټه کوي چې ښه کورنۍ تولیدات ولري ، صادراتي اقتصاد ولري ، په اقتصادي لحاظ پیاوړی وي ، په نړيواله سوداګرۍ کې مازاد ولري،په دې سازمان کې  د پرمختللو هيوادونو ګټه وي  .
خو که اوس راشو خپل هيواد ته وګورو نو کورنۍ تولیداتو له نشت سره برابر دي  يانې ډير لږ دي چې د نړيوال سوداګریز سازمان د اصولو له مخې باید موږ کورنیو او بهرنیو توکو ته په یوه سترګه وګورو نو معلومه به شي زموږ دا ماشوم صنعت د سيالانو  له پاخه صنعت سره سیالۍ نشي کولی خدای مکړه له دې شته  ناچیزه تولیداتو به خلاص  شو  او په هيواد کې به پانګونه هم کمه شي چې بیکاري به نوره هم ډيره شي .
په همدې ډول  یو وارداتي  اقتصاد لرو د سازمان د اصولو له مخې موږ مجبور یو چې  ګمرکي تعریفې کمې یا یې لمنځه یوسو کله چې تعریفې له منځه لاړې صادرات به مو راکم واردات لا ډیر شي  ځکه کورنۍ صنعت ورسره کمزورې کيږي . او په نړیواله سوداګرۍ چې پخوا هم موږ چندان مزه نه لرله  لابه پسې خراب شو سوداګریز کسر به مو لا ډير شي او افغانۍ به نور هم ارزښت له لاسه ورکړي .
د دې تر څنګ زموږ  د ملي بودجې ډيره برخه  له مالیاتو را ټولیږي کله چې مالیه له منځه لاړه شي کسر به لاپسې ډير شي .
خو که د ګټې په اړه یې  خبرې کوو موږ  یوازې د صادراتو د صادرولو په برخه کې یانې د ټرانزیت په برخه کې ستونزه لرو چې هغه به ورسره تر یو بریده حل شي خو هغه هم اوسمهال دومره جدي نه ده ځکه ګاونډیان په ځانګړی توګه پاکستان اوس موږ ته هم ټرانزیټ په برخه کې اړ دی ځکه پاکستان غواړي د منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې ګړندې کړي نو مجبور دي چې د افغانستان له لارې  دا کار وکړي .
په همدې ډول یو شمیر کمرنګه تخنیکي مرستو په برخه کې هم موږ ته د دې سازمان غړیتوب ګټه لري . نوکه چیرته پورتینو پرتلې ته وګورو نو د دې سازمان غړیتوب زموږ لپاره اوسمهال دومره ګټور نه دی . که مو ځان جوړ کړو، اقتصاد مو پیاوړی کړو ، صادراتي هيواد شولو نو بیا زموږ لپاره ډير ګټور دی .
په خامتا د وطن فخر کړه ملنګ جانه
پردۍ پشمینه ډکه له پیغوره
محمد داود نیازی