غـــــــــزل

چې د مينې په درشل کښې مې سر کېښود
سر مې کيښود ،ورســـره مې خنجر کېښود

په دې لــوري را روان ښـــکارزن د زړونـــو
ما هم لار کښې ورته، زړۀ او ځيګر کېښود

سر تــــر پايـــــــه نشه، يار محفل ته راغــــــی
ساقـــــي ،هسې ورله مخ ته ساغـــــر کېښود

باڼۀ ټيټ،ورېځی ئې مړينګې،داسې ښکاري
زور اور ته ئــــــې، له ځــــــان نه،سپر کيښــود

ما وېل جـــــوړ به شي،پرهر ستا د جفا خــــو،
ستـــا يادونـــو، بل پرهـــر پر  پرهر کېښـــود

يار يــــو ګل د غــــرۀ د سر چــــې، را نه و غوښت
ما ئې پښو کښې، راشۍ ،ګورۍ چې،غر کېښود

لکــــه روږد مارغــــه، مين  پــــرې بېرتــــه راغی
چې په لار کښې ورته دام،بيا دلبر کېښــــــود

پېښور              ٧/٩/٢٠٠٩