
د ۲۰۱۳ز په مۍ میاشت کې د امریکا د ملي امنیت ادارې کارکوونکي ایډوارډ جوسیف سنوډن د خپل هیواد د ملي امنیت محرم معلومات رسنیو ته د برېښنالیک له لارې لیک کړل. له هماغې ورځې، نور په خپل هیواد کې پر سنوډن ځمکه سره شوه، د امریکا سره د سړې جګړې د ختیځ بلاک سیال هیواد روسیې ته وتښتېدی. هلته یې له حکومته تر مدني ټولنې هرکلی وشو.
تاریخ د یو بې پرې علم په توګه تل هغه کسان اتلان یاد کړي او په خپل غېږ کې یې نومونه په زرینو کرښو ساتلي چې خپلو خلکو، خاورې او نورو ملي ارزښتونو ته ژمن پاته شوي. که څه هم سنوډن نړیوال شهرت خپل کړ، خو په خپله خاوره او خپل تاریخ کې پر دې سربیره چې هیواد کې یې د ډیموکراسۍ د ثبات او پوختیا دعوه کېږي، سم ځای نه لري، او امریکایې ملت هم د ملي امنیت د محرمو خبرو د لېک کولو په خبره ورسره په زړونو کې د نفرت او کرکې لانجه ده. د خپل هیواد تاریخ به یې هم ونه بخښي، ځکه هماغه تاریخ چې تر ننه یې په هیواد کې د ملي امنیت اړوند ارزښتونو ته ژمن پاته شوی، په دې برخه کې د سنوډن او حقیقت پر ځای د امریکایې ملت د تلپاتو ګتو او خپلو راتلونکو نسلونو ته د سبق ورکونې دنده ادا کړي.
زموږ د هیواد په تاریخ کې هم له شاه شجاع وړاندې او وروسته هر هغه څوک چې خپلو ملي ارزښتونو او محلي محرمو معلوماتو ته ژمن نه وي پاته شوی، نه په تاریخ کې ښه ځای لري او نه هم د ولس په زړونو کې. د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه زموږ یوه ستونزه هم د ښه زعامت نه شتون ده. ملت هم هماغسي چې باید خپله دنده د خاورې او راتلونکو نسلونو پر وړاندي ترسره کړي، نه یې ده ترسره کړې، د هر یرغلګر ځواک پر وړاندي جنګېدلی، قربانۍ یې ورکړي او بلاخره یې هر قوت مات کړی، خو سیاسي پوهه، سیاسي اکټیویزم، سیاسي مشارکت او دې ته ورته مسالې بیا نور څه دي چې معاصرو پر مختللو ملتونو د خپلو مبارزو د اصلي رکنونو په توګه ترې کار اخیستی، خو موږ یې یا په چل نه پوهېږو او یا خو د تاریخ په اوږدو کې دا هڅه شوې چې خلک مو په تورتم کې ژوند وکړي.
له رسنیو نیولې تر حکومت او مدني ټولنې، وینو چې په هیواد کې مو هیڅ داسي خبره نشته چې ګڼي د نورو سیالو ملتونو او ګاونډیانو څخه پټه وي، ددې کار یو سبب دا کېدای شي چې له ملي شورا نیولې تر حکومته ډېر د پردو ګوډاګیان او لاسپوڅي پردیپال پر دندو ګمارل شوي، خو په دې کې هم شک نشته چې موږ اصلاً له سره د محرمو ملي خبرو په ارزښت ځان نه دی پوه کړی. که یې څوکۍ لرله، خو ښه خبره ده، که نه، بیا په لوی لاس د ملي ارزښتونو او ملي امنیت اړوند محرم معلومات لیک کوي.
په دې وروستیو کې د ملي امنیت لوی رییس د ولسمشر پاکستان ته د سفر پر ډول یو شمیر نیوکې لرلې، هغه نیوکې چې باید ملي امنیت شورا او ولسمشر ته مخامخ په محرم مجلس کې ویل شوي وای، له بده مرغه، هغه کس چې له ولسي جرګې یې په ډېره اسانۍ د باور رایه اخیستې وه، جدي او محرمې خبرې په فیسبوک خپرې کړې، دلته نو، بیا یو شمیر هغو کسانو چې په هیواد کې خبرو جوړولو او هرې لانجې ته لبیک وایې، نوره هم دا خبره لویه کړه. د ملي امنیت د رییس او جمهور رییس تر منځ د استعفی خبره له وړاندي شوې وه، خو ښاغلي نبیل ملت ته د لا نږدې کېدا په موخه همدا فرصت وباله او په داسي یو حساس وخت کې یې استعفی وکړه. که فکر وکړو، د ملي امنیت عمومي ریاست څوکۍ وړه څوکۍ نه ده، د خلکو او ملت له دایمي شرنوشت او ملي امنیت سره یې هره ښه او بده کړنه تړلې ده.
ولسمشر ته قانون د درناوي حق ورکړی، هر فرد یې باید د قانون په چوکاټ کې درناوی وکړي، که د بیان د ازادۍ په نامه یې سپکاوی کېږي، دا به د ملت سپکاوی وي، او که د بیان د ازادۍ په موخه محرم معلومات هر څوک لیک کوي، له رسنیو او مدني ټولنې نیولې بیا تر احزابو او حکومتي چارواکو هغوی د ملت لپاره زهر دي، او د ملي ارزښتونو او ملي امنیت پر وړاندي ګرم ګڼل کېږي. که موږ سیاسي، ډیپلوماتیکې او نورې محرمې خبرې ونه لرو، نو بیا په کومه تمه د ښه ملي امنیت هیله کولای شو؟
د نړۍ هیڅ پرمختللی او ډیموکراټ هیواد څوک نشي ښولای چې پکې کوم سیاسي اثر چاپېږي او د هغه هیواد د ملي امنیت د ادارې او حکومتي سیستم تر فلټر نه تېرېږي. ښه بیلګه یې، د خړ لېوه په نوم اثر دی چې تر ننه یې د خپراوي اجازه انګلستان کې لیکوالانو ته نه ده ورکول شوې، دا اثر د هټلره ژوند په ارجنټاین کې د سي ای اې تر سیورې لاندي ثابت کړی.
که چیري د ملي امنیت لوی رییس رښتیا هم غوښتلای چې د ولسمشر او بل هر چا نیمګړتیا د قانون په چوکاټ کې په ګوته کړي، نو به یې د ملي شورا او مدني ټولنو له هغو استازو سره د رسنیو په نه شتون کې د ولسمشر پر وړاندي هر څه روښانه کړي وای، په دې سره به یې هم د ولسمشر او ملت ترڅنګ دخپلې سترې او پاکې دندې درناوی کړی وای، بل لور به، ډیرې محرمې خبرې د افغان ملي امنیت په اډانه کې پاته شوي وای.