
ښایي د نړۍ د بل کوم هیواد د افغانستان په څیر د سولې تږی او لیواله نه وي . د افغانستان ولسمشر، چارواکي، قومي مشران، ښځې، نارینه او ماشومان ټول د سولې په اړه غږیږي. خو دا سوله ده چې تراوسه پورې افغانانو ته نه ده راغلې.
خو دا ځل د ټاپي پروژې د پرانستې سره هیواد ته د سولې رنګ او زیری راځي .
ولسمشر محمد اشرف غني پدې وروستیو کې د سولې په راتګ ډیر ټینګار کوي هغه غواړي چې د سیمې لپاره په اقتصادي برخه کې ډیر کار وکړي ترڅو افغانستان په راتلونکې کې د نړۍ ستر سوداګریز مرکز اوسي ، خودا رامان د پوره کیدو په حال کې دی .
چې ستره وسیله یې د د ټاپي پروژه ده ، په یو وخت کې څلور هیوادونه په یو غږ د یو هدف لپاره کار کوي.
د ټاپي د پروژې د پیل کیدو سره سم به په سیمه او هیواد ډیر بدلونونه راشي ، د هیواد په ډیرو سیمو کې امنیت راشی ، هیوادوال به خوشحاله او سوکاله ژوند ولري داسې نور څه هم شته چې زه یې لاندې یادونه کوم .
۱: په هیواد کې په ګڼ شمیر خلکو ته د کارکولو زمینه برابره شي .
۲: په ملي کچه به د هیواد په عایداتو زیاتوالی راشي .
۳: ددې پروژې د ترسره کیدو لپاره یو ځانګړې قطعه جوړیږي ، د چې د تطبق ترڅنګ به یې د هیواد په ډیرو سیمو کې امنیت ټینګ شي.
۴: د ګاونډي هیوادونو او افغانستان ترمنځ به سیاسي کړکیچ را کم شي او ترڅنګ به یې د ځینو ګاونډي هیوادونو د مداخلې مخنیوی څه نا څه وشي .
۵: په هغه لرو پرتو سیمو کې چې د دا ناللیکه تیریږي ، هغه سیمې به ډیر ارزښت پیدا کړي او ترڅنګ په د یو لړ سهولتونو څخه هم برخمنې شي .
۶: ددې پروژې په ترسره کیدو سره به نړیوال سوداګر به نور هم ډاډمن شي ، چې په افغانستان کې په بیلا بیلو سوداګریو پانګونه وکړي .
۷: بله دا چې د سون موادو په بیو کې په کمښت راشي .
دې ورته نور څه هم ډیر شته چې اوس زما قلم ته نه راځي ، د هیواد اکثر خلک د ولسمشر نه خفه دي وايي چې کار نه کوي خو زمونږ او ستاسې فکر لنډ دی ، مونږ او تاسې د وړو خبرو پسې ګرځو خو ولسمشر سره ښه فکر او اوږد مهاله پلانونه شته خو وخت ته اړتیا ده ...
نو راځۍ ولسمشر کار ته پریږیدو، کار او پلان ته يې په طمه پاتي کیږو .
(د یو اباد او سوکاله افغانستان په هیله )
عبدالله حبیبزی