
زمونږ په ټولنه کې د وطني چرګانو او وطنې هګیو بیل خوند دی او زمونږ خلک هم تر ډیره بریده کوښښ کوي چې وطنې چرګ څخه یخنې جوړه کړي او و یی څښي هغوي وایی چې دي کې بلا غټه فایده ده، دوی رښتیا هم وایی ځکه چې پر وطنې چرګانو ډیر زحمت ویستل کیږی، کور کې به ورته بوس او ځای برابروي د باران په وخت به ورته سر کې ټنګ ټنګ کوې بیا چې بچیان وباسي داسي پهره به ورته کوي لکه د خپل بچیانو او په یو عالم ستونزو به یی لوی کوي، نو دا ټول زحمتونه د دي باعث کیږې چې د وطنې چرګانو غوښه او هګۍ هم خوندور وي او هم مفید، خو له بله پلوه زراعتي چرګان هم شته چې د ماشین پواسطه په څو ورځو کې بچې کوې او کله چې د ۲۵ څخه تر ۴۰ ورځو شي نو بیا بازار ته راوړل شي چې نه چندان خوند لری او نه ګټه هسي یی په مختلفو درملو غټوي چې بیا د هغه خوراک تر ګټي تاوان ډیر لري.
د داکتر نجیب الله د حکومت تر وخته پوري او تر هغه وړاندي د افغانستان سیستم داسي ؤ چې یو کس به چې کله په نظامي قطعاتو کې شامل شو نو تر ځلویښت یا پنځوس کالو خدمت او بلا کړاونو به تر جنرالي رتبي یا ورسید او یا به نه ، د جنرال کیدو لپاره خاص شرایط وضع شوی ؤ چې یوه یی زما د معلوماتو پر اساس، باید کوم کس چې جنرال کیدو نو له هغه د مخه به یی د خپل مسلک په اړه یو کتاب لیکله او هغه به یی مربوطه وزارت ته سپارله، بیا به له غور وروسته یاد وزارت د هغه نوم ریاست جمهوري ته استوله، ریاست جمهوري به د هغه ټول کارتوتیک بررسي کوله او د لزوم دید پر بنآ به یی د یو چا د جنرال کیدو منظوري صادره کړه کنه نو هیڅ منتظر باش ،هماغه ؤ چې دا خلک به نه د وطن سره دخیانت فکر کولو او نه به یی غلط قدم پورته کاوه د دوي ټول عملونه به هم د هیواد په ګټه وه او هم به د خلکو، سم لکه وطني ،
خو کله چې په ۱۳۷۱ ه ش کې د نجیب حکومت سقوط او اسلامی جمهوریت د هغه ځای ناستي شو نو د افغانستان د نورو داراییو او کلتوری او فرهنګې ارزښتونو د تاراج سره دغه اصل هم خپل سر وخوړ او د زراعتي رتبو ماشین په ارګ کې ولګول شوه ، اول به د افغانستان د اسلامې جمهوریت جمهور ریس دغه د رتبو ماشین چلاوه خو بیا وروسته داسي وخت راغي چې هر مجاهد به ورغئ او د خپلی خوښي او استعداد مطابق به یی ځانته رتبه ویستله او پر اوږو به یی تړله، نه پوښتنه وه نه هم باسخاص ، د افغانستان د خاوري د لاندي کولو د سیالی تر څنګ جهادی تنظیمونو د رتبو په ورکړه کې هم سیالی وکړه خو تر ټولو زیات ماشیني او زراعتی رتبي سمت شمال تولید کړي، کله چې طالبان منځته راغلل او کابل یی ونیو نو دغه سلسله ودریدله ځکه چې د هغوی رتبي د ملا ، مولوی، مولانا،څخه معلومیده نه د نظامي رتبو څخه، خو په ۲۰۰۲ م کال کې د حامد کرزي د انتقالی حکومت تر جوړیدو وروسته دغه ماشین بیرته راوړل شوه او فعاله شوه ، چون کرزي هم د همدغه خلکو هم سنګر پاتي شوی ؤ نو نه یواځی چې دا ماشین یی فلج نکړ چې پخپله جناب کرزي صاحب له جنرال فهیم څخه د رتبو د ویش سلسله شروع کړه او آن نژدي وه چې د ارګ هغه پنجشیری ملا امام ته هم د جنرالی رتبه ورکړي، یو ځل بیا پر دغه ماشینی رتبو د شمال ټلواله خیټه واچوله او خپل بچیان یی تر دغه ماشین تیر او حکومت ته د جنرال ، تورن جنرال،ډګرجنرال ، ستر جنرال په توګه معرفي کړل ، دا کار نه یواځي پر ملي آمنیتي ځواکونو ملنډي وي بلکه د هیواد او ملت سره د کرزی صاحب لوی خیانت باله شي ، ځکه چې هغه د وطنی یعنی مسلکي جنرالانو پر ځای د هیواد امور همدغو زراعتي او ماشینی جنرالانو ته وسپارله چې د نه مسلکيتوب له امله یی د طالبانو پاشل شوی تحریک بیرته فعال شو او د همدوي پر وړاندي وجنګید او د هیواد آمنیت یی تر ګواښ لاندي کړ او زموږ زرګونه هیواد وال یی ټپیان او شهیدان کړل ، د کرزي صاحب د آمنیت ریس رحمت الله نبیل په اوو کالو کې د یو عادي سیکورټي ګارډ څخه آن د ستر جنرالي رتبي ته ورسیده ، خو داسي یوه مرجعه نشته چې دا دواړه خلک را وغواړي او ځیني پوښتنه وکړي چې جناب کرزي د کوم اصولو پر مبنآ تاسو د ده د جنرال کیدو کاغذونه لاسلیک کاوه ، او نبیل څخه پوښتنه وکړي چې ته او خدای او قرآن چې په کوم خدمت او ویاړ تا د ستر جنرالی رتبه په اوږه ګرځوله ؟
خو د ولسمشر غني څخه مو دا غوښتنه ده چې اول دا ماشین ړنګ کړي بیا دي دا ماشینی جنرالان معزول کړي او ملت له دغه مصیبت څخه وژغوري کنه نو د دوي بی کفایتي به دا وطن نور هم د مصیبتونو سمندر کې ټیل ووهي.