
په دې وروستیو کلونو کې ، په ځانګړي ډول د قطر د دفتر له ایجاد څخه را وروسته په رسنیو کې تر ټولو زیاته تکراري موضوع د افغانستان د موجوده حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبري اتري دي .
کله په قطر کې د دفتر په پرانیستلو هیلي زیاتي شي ، خو بیا ډير ژر په دفتر باندي د طالبانو د بیرغ له نصبولو سره ټولي هیلي او آرزوګاني له منځه لاړي شي ، کله بیا په شرایطو د نه توافق او یا نورو عواملو په بهانه دا پروسه له خنډ سره مخ شي . چې تر ټولو وروستی ځل خبري چې تر بل هر وخت زیات پرمختګ پکې تر سترګو شوی وو ، هغه هم د ملا محمد عمر د مرګ په اعلان سره په ټپه ودریدې .
خو آیا سوله اوس دومره وړه او عادي موضوع دی چې هغه دي په داسي تش په نوم بهانو باندي معطله شي او پروسه دي په ټپه ودریږي ، او که د دې پروسې تر شا کرغیړن مرموز لاسونه موجود دي ؟
په جنګ کې له ښکیلو لوریو سره که چیرته د خپلو ولسونو د سوکاله او آرامه ژوند فکر پیدا شي ، هغوئ بیا د عادي مسایلو له آمله خپل ځوریدلي ولسونه بیا بیا د اور لمبو ته نه ورټیل وهي ، ځکه هغوئ نور په خپلو ولسونو کې له مادي او معنوي ناخوالو څخه ځوریږي ، هغوئ نور دا ناوړه حالات نشي زغملای . نو له همدې امله سولي ته (چې د سوکاله او آرام ژوند په لور لوی ګام دی ) هرکلی وايي او تر خپله وسه وسه د جنګ د بندولو کوشش کوي .
او که چیرته بیا د جنګ ښکیلو لوریو ته د سولي د خبرو فکر (د سولي فکر هم نه وي) د بل چا له لوري د لنډي مودي لپاره ورپیچکاري شي هغه هم د خپلو کړیدلو ولسونو د غولولو لپاره ، او له دې سره ورته بې شمیره مادي او معنوي امتیازات هم ورکړل شي هغوئ بیا د سولي د نه راتګ لپاره همیشه خنډونه جوړوي . ځکه چې دا د دوئ خپل فکر نه دی.
د افغانستان د سولي په اړه خبري هغه خبري نه دي چې موږ ووایو دا فکر له حکومت او طالبانو سره خپله پیدا شوی دی ، بلکي دا یو تحمیلي فکر دی .
که چیرته تحمیلي فکر نه وای ، نو حکومت د څه لپاره له هغه طالبانو سره د سولي کوشش کوي چې هغوئ د سولي ترکولو مخکې دا شرط ایښی دی چې لومړی به له افغانستان څخه ټول اشغالګران وزي ، تر دې چې که یو اشغالګر وجود ولري هم سوله ممکنه نه دی . او حکومت د دې شرط منلو ته په هیڅ صورت اماده نه دی .
له بل لوري طالبان ولي په بیا بیا د هغي سولي خبرو ته خپله اماده ګي څرګندوي چې د دوۍ تر ټولو مهیم او لومړنی شرط نه پکې منل کیږي .
یعني هغه شرط چې که هغه ومنل شي (۹۰) سلنه ویلای شو چې سوله ډیر ژر کیدونکي دی . خو هغه شرط نه حکومت مني او نه طالبان ترې تیریدونکي دي .
نو بیا د سولي خبری د څه لپاره کیږي ، د ولس د غولولو هڅه ولي کيږي ؟ د تاریخ په اوږدو کې د جنګ ښکیلو لوریو چې کله هم د سولي هڅه کړي تر ټولو لومړی کار یي د سولي د خبرو په جریان کې د جنګ درول او د اوربند اعلان دی ، خو حکومت او طالبان تر اوسه هم دې لومړني او لازمي کړني ته نه دي رسیدلي او نه به ورسیږي . دا هغه سوله دی چې په اړه یي خبري کول د ولسونو له غولولو ماسوا نور هیڅ نه دي او راتګ یي هیڅ امکان نه لري .
محتاج