
قاتله! دادی زه ښوونکې شومه!!!
لکه غوټۍ د مرګ په خوله کې خاندم
د خزان باد ته هم اوتره نه شوم
زه د باروتو د لوګو په ښار کې
هم ورکه نه شوم در په دره نه شوم
ــــــــــــــــــــــ
مل مې رڼا رڼا ارمان دی، تیارې!
زه وېرېدلې ستا له جنګه نه یم
ما خپله هیله تل ژوندۍ ساتلې
قاتله ستا په شان بدرنګه نه یم
ـــــــــــــــــــ
زما د سوي سکول د اور رڼایۍ
زما تیاره زړه کې احساس پیدا کړ
زده کړه مې شوق وه خوبیاضدغوندې شو
ښه شوه چې ماته دې وسواس پیدا کړ
ــــــــــــــــــ
قاتله! ته ډېر امکانات لرې او؛
زه ستا په نزد یوه کمزورې جنۍ
سره له دې درته تسلیمه نه شوم
اوس خو مې وګڼه سرزورې جنۍ
ـــــــــــــــــــ
قاتله! دادی زه ښوونکې شومه!
ګوره د جهل تیارو ونه خوړم
زه مې خپل حق ته د ورتلو په لاره
ستا دې بې دینه چړو ونه خوړم
ــــــــــــــــــ
ته په ټوپک ډاډه، زه ستوري روزم
شپو سره جنګ او د رڼا لپاره
بیا ګوره زه یمه که ته زورور
صرف انتظار کوه سبا لپاره
ــــــــــــــــــــ
قاتله! تا زما خوبونه وړل خو؛
اوس دې له خپلو سترګو خوب تښتي
زه به سپرلي سپرلي ګلونه پالم
نور به ترې ستا د خزان رعب تښتي
ـــــــــــــــــــ
بابا مې چم کې هسکه غاړه ګرځي
کمزوري لاس کې یې امسا زه یمه
زه د رنځورې مور د سترګو نظر
هر یوه درد ته یې دوا زه یمه
ــــــــــــــــــــ
قاتله! ستا د ذات کثیفه نړۍ،
په وینه، کرکه او په جنګ راټوله
ته د (ژوند) فصل پسې لور ګرځوه
زما سرلاري مینه، ژوند او سوله
سوله "ژوند"