بلينډې

وږمې د سپين سحر بس پو کولې بلينډې
دژوبل انتظار مې مړې کيدلې بلينډې

تصوير به ېې ستا ښکل ؤچې  وې داسې په مستۍ
په مخ مې نن د اوښکو نڅيدلې بلينډې

قبول چې مې پرې سوال شو نو له هاغې ورځې تل
زيارت کې واړو جونو ګرځولې بلينډې

ډولۍ وه؟،جنازه وه، که له جنګه مات لښکر ؟
له ورا ېې منډهير کې ښکاريدلې بلينډې

شهيد ماشوم ته واړه پريښتې په هرکلي
دستورو چې اسمان کې رپيدلې بلينډې

يا شپه د پينځلسي وه ، يا و ستا د راتلو غږ
په هره لار د چم چې بليدلې بلينډې