خال

 خال مې د تـــــندي شوې په ســـجدو کې راســره يې
تور مـــــې د رنجو شوې په ليــمو کــې راســـــره يې
ســـتا يـــوې خــــبرې پرنګــــيان  را مسلــــــمان کړل
ته الـــــــهي مينه   په پښــــــتو کـــــې راســــــــره يې
زه د زرين لــــــمر په وړانګو پاس خــتم اسـمان ته
ته د بــــــوډۍ ټال په اووه رنګــو کې راســــــــره يې
لپـــــوکې را ځای مې کړې دعا مې د حاجت شوې
سپين ، مرغلين تار شوې په تسپو کې راسره يې
وخت چـــــــــې مـــــې د هيلو جنازه کـــــړله راپورته
هلــــته هــــم خاموشـــــه  هـــــديرو کـــــې راسره يې