مړې هیلې مو ژوندۍ شوې!

 
نن د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې د تاپي ګازو د هغه پایپ لاین د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې په بشپړېدو به یې د ترکمنستان هېواد ګاز د افغانستان له لارې پا کستان او هندوستان ته انتقالیږي.
نن ټول خوشحاله ښکاري هغه که د حکومت مخالف دی او که یې ملاتړی دی، شاید دا پروژه وکولی شي چې د ولس او حکومت ترمنځ پروت واټن له منځه یوسي.
د دې پروژې ګټې به څه وي؟
په غونډه کې ډېرې زیاتې ګټې لري خو زه به یې دلته دوه لوې ګټې درته ووایم، چې یوه یې د هېواد اقتصاد او بله یې امنیت دی.
اول -  اقتصاد:
۱ - د دې پایپ لاین له ترانزیټ څخه به هر کال د ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په شاوخوا کې ټکس افغانستان ته ورکول کیږي.
۲ - د افغانستان د ننه به څه کم او زیاد ۱۲۰۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
۳ – د ګازو له پایپ لاین سره به سرک هم غزیږي، چې په اقتصادي لحاظ یې افغانستان ته ډېره ګټه رسیږي، دا سرک به نه یوازې دا چې څو ولایتونه به سر وسل کړي بلکې د هغه سیمې سوداګرو ته به هم ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
۴ – د وخت په تېرېدو سره افغانستان کولی شي خپل ګاز د همدې پایپ لاین له لارې وپلوري.
۵ - او همداسې نورې ګڼ شمیر اسانتیاوې به را منځ ته کړي.
 
دوهم – امنیت:
۱ – په کومو سیمو کې چې پایپ لاین تیریږي د امینت لپاره به یې ۷۰۰۰ امنیتي سرتیري وګمارل شي، دا سرتیري د لرې پرتو سیمو د امینت لپاره هم ګټور تمامیږي.
۲ - د افغانستان په تاریخ کې پاکستان له پیل څخه تر نن ورځې د افغانستان د بربادۍ هلې ځلې کړې، خو دا پروژه کولی شي د افغانستان او پاکستان اړيکې سره ښي کړي.
۳- پاکستان تل د افغانستان د ناامنۍ لپاره له ټالیب څخه کار اخیستی، خو له دې وروسته که پاکستان د افغانستان د ناامنۍ هڅه وکړي نو خپل هېواد ته به یې هم تاوان رسولی وي.
۴- د تاپي پروژه به د ټالیب پروژه په ټپه ودروي.
 
تاپي د ټولو د سبا هیلې ژوندۍ کړې، وروسته له دې به نور ځوانان له هېواد څخه د تېښتې لار نه لټوي.
 
په عام ولس په ځانګړې توګه د هغو سیمو په مشرانو او ځوانانو؛ له کومو سیمو چې دغه پایپ لاین تیريږي غږ کوم، چې د دغه پروژې د کارونو په امنیت ساتنه کې ورسره مرسته وکړي، باور وکړئ دا پروژه مو د دې زخمي زخمي هېواد زخمونو ته ملهم دی.
 
د یو سوکاله پرمخ تللي او ازاد افغانستان په هیله.