نكريزې

کېنه  چې شيبې دې اختريزې کړم
پاڼې د ګلاب درته نکريزې کړم

تاومې کړه له غاړې نه رڼې لېچې
پرېږده چې هيندارې ماښاميزې کړم

دا ځل که په سره شړۍ کې راغلمه
نجونې د ښاريو به غرييزې کړم

خدای که  مې همداسې شرنګ کې وساتي
ډېرې زمانې به سندريزې کړم

ګرځمه جلان د ترنم پر غرو
مړې سترګې ديار چې څلوريزې  کړم

                          سيدجيلاني جلان
يادونه! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى.