
هغه کارونه چې د عربستان ښځې تراوسه یې د کولو اجازه نلري !
سعودي ښځې په لومړي ځل په ټاکنو برخه اخلې مګر اوس هم ځینې محدودیتونه لري چې د سعودي عربستان قانون ورته اجازه نه ورکوي.
د سعودي د قانون له مخې ښځې لاندې کارونه نشي کولای:
۱. موټرچلول: سعودي عربستان په نړۍ کې یواځنی هېواد دی چې میرمنې په کې د موټر چلولو اجازه نلري.
۲. سفر: د سعودي عربستان میرمنې نشې کولای چې پرته د کورنۍ غړي یا د کورنۍ سرپرست څخه سفر وکړي.
۳. واده: د سعودي عربستان میرمنې نشې کولای چې د کورنۍ د اجازۍ پرته واده وکړي.
۴. کار: د سعودي عربستان میرمنې نشې کولای پرته د کورنۍ د اجازۍ کار وکړي.
۵. بې حجابي: د سعودي عربستان میرمنې نشې کولای چې پرته له اسلامي حجابه په بازارونو کې وګرځي.
۶. چکر وهل: د سعودي عربستان ښځې نشي کولای له نا محرمو سره په عمومي ځایونو کې خصوصآ په هوټلونو کې یو ځای وخت تیر کړي.