
تودهرکلی که تودې پلمې؟!
سږکال(۸/۱۲/۲۰۱۵ ز) چې کله دافغانستان ددوه سري اوبې واکه حکومت ولسمشراشرف غني دآسيا د زړه په کانفرانس کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته ورسېد؛ نو د پخواپه خلاف يې پاکستاني چارواکو تودهرکلی وکړ. په دې کې هېڅ شک نشته چې ددې تود هرکلي تر شا تودې اوتورې پلمې پرتې دي. ددې تود هرکلي يو لامل دادی چې په لومړيوکې داشرف غني ګوړې ته دپاکستاني چارواکو خولې اوبه اوبه وې اوتريوه بريده يې ددې ګوړې خواږه هم وڅکل چې څارونکيوته څرګنده ده؛ خوکله چې اشرف غني لږغوندې ترشاشواومخ يې واړاوه ، افغانانوکې دپاکستان په خلاف احساسات لا تاوده شول ، پاکستان سره دتجارتي پرېکون خبرې وشوې....نوپاکستاني چارواکو دخپل عادت له مخې ژبه بدله کړه اود نوې لینګتۍ لپاره له نويو پلموسره رامخې ته شول.
ډېرساده ګان داګڼي چې ګنې پاکستان خپلو شوموکړنوته متوجه شوی، پښېمانه شوی اودپاليسۍ دمثبت بدلون په لورراستون شوی دی؛ خودا بېخي ناسمه ده. ځينې ناخبره اونوريې په ناګارۍ سره داهم ګڼي چې ګنې د پاکستان لاسوهنې له تېرو څوارلسو کالوراهيسې پيل شوې دي!. حقیقت دادی چې افغانستان کې دپاکستان لاسوهنې له تېرو څلوېښتوکالوراهيسې روانې دي. ددې دليل دادی چې کله د داود په واکمنۍ (۱۳۵۴ ل هـ) کې د داود په خلاف دافغانستان په ځينو سيموکې مسلح عمليات پيل شول، اګرچې داعمليات داسلامي پاڅون غړو پيل کړل؛ خوله بده مرغه يې ترشا دپاکستاني پوځ اواستخباراتو ملاتړؤ. دا ملاتړ ددې لپاره نه ؤچې ګنې اسلامي پاڅون سره يې خوا خوږي وه او داسلام لپاره يې دا کار کاوه، بلکه دخپلوشومو موخو لپاره ورته فرصت په لاس ورغی اوډېره ګټه يې ترې واخيسته. له همدې امله دجهاد هغه ثمره چې بايد افغانانو ترې ګټه پورته کړې وای، دپاکستان په لاس کې پرېوته، چې تر اوسه يې پرله پسې هم شوړوي اوهم يې شړوي. کاشکې دپاکستان ماغزه سرته راشي او دافغانستان په هکله يې پاليسي مثبت لور ته واوړي؛ خو داسې هېڅکله نه کوي. که مونږ د تېروڅلوېښتو کالو له جرياناتونه پند اوتجربه وانخلو، نودابه مو لويه سادګي اوتاريخي تېروتنې وي. زه خپله ددې ټولو جرياناتوعيني شاهد یم چې تفاصيل به يې ان شاء الله په يوه ځانګړي کتاب کې لوستونکي ولولي.
يواځې افغانستان نه بلکه دپاکستان چارواکي دومره چالاکه دي چې امريکايان اونوره نړۍ پرله پسې تېرباسي. په دې ټولو سربېره، زمونږ جهادي ګوندونواوځواکونوته چې دپاکستان له پلوه کوم درانه زياتونه رسېدلي ، اوزمونږ جهاد يې د خپلوشوموموخولپاره څومره په غلطه استعمال کړی، هيچا نه دي کړي.
اسلام، جهاد، مدرسه او داسې نور سپېڅلي نومونه چې پاکستاني چارواکو دخپلو شومو موخو لپاره استعمال کړي دي اوزيان يې ور رسولی بل هيچا نه دي کړي. او مونږ لا څه چې دپاکستان اسلام ډوله اوسيکولرګوندونه يې هم له خپلو پخوانيو مسيرونو، شعارونو، او موخونه اړولي او له خپل جادولاندې يې راوستي دي.
دبېلګې په توګه، جماعت اسلامي هغه ګوند دی چې مولانا مودودي يې بنسټ ايښی دی، هغه دپاکستان دغه نظام کفري ګاڼه او دجماعت اسلا مي د رکن جوړېدو لپاره يو شرط داؤ چې حکومت کې به کارنه کوي؛ خو اوس سراج الحق صاحب وپوښته چې آيا ته دکوم حکومت برخه يې ددې قانون انګرېزي نه دی؟ آيا داججان او وکيلان چې کومې قضيې څېړي او پرېکړې کوي، دا دانګرېزي قانون مطابق نه کوي؟ آياته چې دکوم حکومت برخه يې دا اسلامي دی؟..... اوس نو ووايه چې ستا حيثيت داسلام او مولانا مودودي له نظره څه دی؟ او داستا جماعت اسلامي منحرف شوی دی که نه؟ عجیبه خبره ده چې دافغانستان قاضيان او وکيلان همدې ستاسو له مدرسوفارغ شوي ملايان دي نو هغوی سره جهاد صحیح دی او ته لاڅه چې ستا سوعمران خان کرکټي يې هم فتوې ورکوي ، اودافغانستان ملايان له سپينو پګړيواواوږدو ږيروسره کافران دي اوستا خرېيلي انګرېزي ججان اوطاغوتان مسلمانان دي؟!. يواځې په دې نه کېږي چې تا سوهرکفرسره داسلام نوم ولګوئ نوهغه دې اسلام وي!. که تاسوهرڅومره خرېشنو ته مټآيان ووايئ هغه هماغسې خرېشنه دي.
دغسې نورتنظيمونه هم درواخله، لشکرطيبه، جماعة الدعوه، فضل الرحمن ګروپ، جيش محمد، تحريک انصاف او داسې نور خو دحکومت ځانګړي ګوډاګيان دي، اوټول له دې کفري نظام نه دفاع کوي. دفاع پاکستان کونسل خو خاص دفاع آی ايس آی دی.
دسيکولر تنظيمونو يوه بېلګه به راواخلو: دباچا خان هغه ګوندچې لراوبريوافغان شعارونه به يې ورکول اودپاکستان دوجود دومره مخالف ؤچې وصيت يې کړی ؤ چې ما افغانستان کې خاوروته وسپارئ اودې غلام ملک کې مې مه سپارئ؛ خو اوس چې اسفنديارولي او افراسياب خټک دپنجابي پوځ نوم اخلي نوخوله کې يې اوبه راځي ! دپښتنو په وژلو کې پنجابيانو سره اوږه په اوږه ولاړدي!. اوس دوی دباچا خان دوخت سورپوشان پاتې نه دي بلکه دتوتيانوپه څېراوس ټول دمسلم ليګ شين پوشان دي، يواځې مښوکې يې سرې پاتې دي چې دباچاخان نوم پرې اخلي. ښه خبره داده چې اوس خپل نوم بدل کړي او (مسلم ليګ اسفنديار) نوم په ګوند کېدي.
پښتنومشرانوکې يو محمودخان اڅکزی منم چې څه ناڅه پښتوپکې لاشته؛ خوبده داده چې دحکومت په برخې جوړېدو باندې يې خپلو وارثانو ته يوه ناوړه لارپرېښوده چې هغوی به بيا دده په څېرنه وي؛ خوداښه ده چې داسلام آباد په بوتخانه کې رنګي رنګي آذانونه کله کله کوي. دپاکستان ټول ګوندونه دجمهوريت نعرې سورې وهي؛ خوعمل کې ټول دپاچايي نظام ښکارندويي کوي. بهوټو چې ووژل شو دهغه لور: بې نظيره دګوند مشره شوه، بيا دهغې زوی بلاول بهټوپه تخت کېناست. باچاخان چې ومړدهغه زوی ولي خان يې په تخت کېناست،بيا يې ننګور: نسيم ولي او بيايې لمسی : اسفنديارولي دتخت وارث شو. مولانا مفتي محمود چې په حق ورسېد دهغه زوی مولانا فضل الرحمن يې دتخت اوتاج وارث شو! آيا دا دشاهي وراثتي نظامونوښکارندويي نه ده؟ دې ګوندونو کې دپاچا له کورنۍ پرته بل څوک ددې مشرۍ اهل نشته؟ خبره ډېره اوږده شوه،مقصد مې داؤ چې پاکستاني چارواکي په دې بريالي شوي دي چې ټول ګوندونه دخپلو موخو لپاره منحرف اواستعمال کړي. اشرف غني ته دخولې پستولونه يې ترټولو دمخه لويه موخه داده چې دخپلو دښمنانو دوهلولپاره يې استعمال کړي. دمولانا فضل الله صاحب په مشرۍ دطالبانو داسلامي تحریک غړي هغه نوميالي اتلان دي، چې دخپل دين، أمت، پت اوعزت لپاره يې پاڅون کړی دی اودپاکستاني طاغوتانوپه خلاف يې وسله راخيستې. اګرچې مولانا فضل الله صاحب په پاکستان کې دی؛ خوځينې سواتيان، باجوړيان اونورهغه مهاجرشته چې دپاکستاني وحشي بمبارله کبله يې دافغانستان ځينو سيموته پنا راوړې ده. پاکستاني چارواکي غواړي چې دسولې دخبرواوتودهرکلي په پلمه ددغو مهاجرو ټکولوته لارپيداکړي اوخړواوبوکې دکبانونيولولپاره بل جال ورواچوي؛ خودامهاجرزمونږ ورونه دي، خپل وطن ته يې پنا راوړې ده اوهيڅوک ددې حق نه لري چې پورته ورته وګوري.
داسلامي امارت له منسوبينو نه پوښتم چې آيا داسلامي امارت په ړنګولوکې دپاکستان غوښنه ونډه له تاسې پناه ده؟! دمولانا عبیدالله ، استاد ياسراونوروګڼوشهیدانواوبنديانوشهادتونه اوزولنې له تاسوهېرې دي؟! له سوات نه راواخله تروزيرستان پورې دګڼو جوماتونو، مدرسو اوکورونو ړنګول له تاسې پنادي؟!. داچې پاکستان وايي چې مونږ په اسلامي امارت اثراورسوخ لرواوهغوی مو خبرو اوسولې ته کېنوي، دې ته به څه ځواب وايئ؟. کاشکې تاسې په خپل ابتکاراوله هرپردي اغېز نه خپلواک تفاهم لپاره هرچا سره کېنئ اودخپل دين، وطن، وياړونو او ارزښتونوددفاع، ساتنې او ژغورنې لپاره هرډول دسمون او رغون خبرې وکړئ، مونږ به موملاتړ وکړو. په آخر کې مې دکابل ددوه سري حکومت چارواکو، داسلامي امارت مشرانواونوروټولواړوندوخواو ته دامشوره ده او داموترې هيله ده، چې راځئ دخپل دین، وطن، امت، پت، عزت، وياړونواوارزښتونونه ددفاع، ساتنې، ژغورنې اوهرې نېکمرغۍ لپاره الله تعالی ته راستانه شواودهغه جل جلاله اودهغه له بندګانوسره ريښتيني واوسو. بياګورئ چې الله سبحانه وتعالی راسره څرنګه مرسته کوي اوستونزې مو څرنکه حل کېږي؟.
عبد الرحیم مسلم دوست