د ملي یوالي حکومت او د ځوانانو ستونزې

 
ځوانان د یوې ټولنې اړینه او اساسي طبقه ده چې روانو حالاتو ته په کتو  د افغانستان د ثبات په برخه کې ډیره تمه ورڅخه کیږي که پر ځوان طبقې مو پاملرنه وشي نو د وطن راتلونکی به هم روښانه وي،په تيرو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال ډیرو ولسمشریزو نوماندانو د د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره شعارونه ورکول  او ان دځوانانو لپاره د ځانګړي وزارت وعدې هم وشوې،پهلسمشریزو ټاکنوکې ځوانانو فعاله ونډه درلوده او د هیواد د مشرتابه ټاکنه یې خپل مسولیت وګاڼه، خو کله چې د ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې نو بیا هم مکررې وعدې ځوانانو ته ورکړل شوې دواړو نوماندانو ډاکټرعبدالله عبدالله او ډاکټراشرف غني په دې برخه کې یو د بل سیالي کوله خو کله چې د دویم پړاو ټاکنو پایله راووته او په نتیجه کې یې اشرف غني په غوڅ اکثریت ولسمشر اعلان کړ، له دې سره په وطن کې بل ناورین رامنځته شه، عبدالله عبدالله خپل ولسمشریزو ټاکنو سیال اشرف غني په درغليو تورن کړ او ځان یې د هیواد ولسمشرۍ مستحق وګاڼه. 
 ددوی تر منځ پر واک اختلاف تر میاشتو وغزید خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب دغه سیاسي کړکیچ ته پای ټکی کیښودل شو او په پایله کې ملي حکومت تر سرلیک لاندې حکومت رامنځته شو،دغه سیاسي ناورین ډیرې ناوړه اغیزې په هره برخه کې درلودې ، حالات له پخوا څخه خراب شول، نا امنۍ زور واخیست، د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی زیات شو ، بې کارۍ کچه لوړه شوه او د ټولنې اړینه برخه ځوانان له هیواده بهرته په تیښته مجبور شول، له هیواده ځوانانو تيښته د نورو لاملونو تر څنګ بېکاري او نا امني وه، ددې تر څنګه  ډیری ځوانان د هیواد پر راتلونکي بې باوره ، او همدارنګه په هیواد کې د ځوانانو کارموندنې لپاره د یوې برنامې نه شتون  هغه لاملونه دي چې زرګونه ځوانانیې هیواد پریښودلو ته اړ کړل .که څه هم په هیواد کې د بې کارۍ ترڅنګ نورې ستونزې هم شته خو دا ستونزه هم هیواد له پرمختګه غورځوي، که چیرې د لوستي ځوانانوهیواد پریښودلو دغه لړۍ دوام وکړي له یو خوا هغه مصارف چې له ښونځي څخه تر پوهنتون دورې پورې په هر لوستي ځوان شوي بې بې ګټېتمامیږي او له بلې خوا افغانستان ته یوه ستره اقتصادي ضربه ده.
 په هیواد کې له ټیټې کچې نیولې تر ولسمشره او اجرایه ریاسته د ځوانې طبقې اړتیاوو او ستونزو ته پاملرنه نه کیږي،  کارموندنې موخه ځوانانولاریونونه ترسره کړل، پارلمان مخې ته ځوانانو راټول شول اود پارلمان مخې ته یې د تحصن خیمه ووهله خو د دولت له خوا د پام وړ و نه ګرځیدل،نو داسې حالت چې نه دې حکومت  ستونزو ته پام  اړوي او نه هم پارلمان، نو ځوانان پرته له دې چې بهرته په ناقانونه ډول لاړشي نوره بله چاره نه ویني، د ناقانونه لارو د لوستي ځوانانو د تګ د مخنیوي لپاره یو کمپاین هم په لاره اچول شوی، خو دغه کمپاین تر ډیره منطقي نه  ښکاري ځکه  هغه ځوانان چې هیواد یې ندی پریښی هغوته د کار زمینه نه ده برابره شوې،داچې د نورو ځوانانو د تګ مخنیوی کیږي د هغوی لپاره د کارموندنې هیڅ پلان نشته، که څه هم دولت اعلان وکړ چې  زرګونو ځوانانولپاره په نږدې راتلونکي کې د کار زمینه برابره شي، خو پر دې سربیره هم لوستي ځوانان د هیواد پریښودلو لړۍ ته ادامه ورکوي دا ځکه چې د دولت پر ژمنو نور بې باوره دي.                                    
 ددې لړۍ د مخنیوي لپاره پکارده چې ځوانانو ته د کار زمینه برابر شي او ددې ترڅنګ دولت دې هغه قاچاقبرانو سره قانوني چلند وکړي چې ځوانان په نا قانونه لارو له هیواده بهر بیايي، او د هیواد پریښودلو د مخنیوي کمپاین پر ځای دې  د ځوانانو لپاره د کارموندنې کمپاین وشي،د يوه هېواد د اقتصادي ودې لپاره دوه شيان اړين دي. لومړی کاري قوه او دوهم سرمايه او د دواړو تناسب هم مهم دی، که سرمايه زیاته وي او کاري قوه کمه شي؛ نو اقتصادي موثريت له منځه وړي.                     
له ملي یوالي  حکومت له  مشرتابه  څخه د ځوانانو هیله همدا ده چې د ځوانانو د کارموندنې د پالیسۍ پر ژمنو دې ودریږي،او د ځوانانو ستونزو ته پاملرنه وکړي، د ځوانانو د وړتیا او ځواک کارول به په افغانستان کې اساسي بدلون راولي او ځوانان به له بنسټ پالنې څخه راوګرځي، او د خپلو خلکو هوساینې ته به وده ورکړي او د نیکمرغۍ ویاړ به ورپه برخه کړي، دولت دې د روان ناورین ته په کتو سره  د ځوانانو بی کارۍ موضوع د نورو بی شمیرو موضوعاتو تر څنګ او تر ټولو لومړیتوبونو اړینه وبولي، ددې غوښتنې ته لومړیتوب په ورکولو سره نورې ستونزې اواریږي.
د سوکاله افغانستان په هیله                                      
سمیع الرحمن حبیب زی