
هند له تېرو څو کلونو راهیسې افغان ځوانانو ته پر خپله خاوره د لوړو زده کړو په موخه سکالرشیپونه ورکوي. دغه سکالرشیپونه هر کال ډسمبر کې اعلانېږی او د مراحلو طی کول یې د جولای ترپایه، چې د هند په ډېری ایالتونو کې د تعلیمي کال له پیل سره برابرېږي، دوام کوي.
هند له افغانستان سره د مرستو په برخه کې مخکښ هیواد دی. دغه هیواد تر دې مهاله د سلګونه میلیونه ډالرو مرستې ترڅنګ د افغانستان مهمې پروژې رغولي، چې د هرات سلما بند او د نوي پارلمان ودانۍ یې مخکښې هغه دي. ددغو مادي مرستو ترڅنګ هند د افغانستان د بشري ځواک د روزلو په برخه کې هم ستره ونډه لرلې ده، دغه هیواد موږ ته د لوړو زده کړو لرونکو کسانو یو نسل وړاندې کړی دی. هند هرکال افغانستان ته شاوخوا ۱۰۰۰تحصیلي بورسونه ورکوي، چې که یې يوازې د تېرو پنځو کلونو فارغان هم وسنجوو په دې ډول یې یوازې ددې سکالرشیپونو پر مټ افغانستان ته پوره ۵۰۰۰متخصص کسان روزلي دي.
نوموړي هیواد افغانانو ته په هغو پوهنتونو کې د زده کړو امکانات برابروي، چې خپل ځوانان او پېغلې یې هم په کې په ډېره سختۍ د زده کړو چانس ترلاسه کوي. هند په داسې حال کې پر افغان محصلانو میلیونونه روپۍ مصرفوي، چې د خپل هیواد د میلیونونو ځوانانو روزنه هم ور له غاړې ده. د یوه داسې هیواد لخوا چې د نفوس کچه یې له ۱۳سوه میلیونه کسانو اوړي او خپلو خلکو ته د ډېرو چارو د کولو اړتیا لري، له افغانستان سره د دومره سکالرشیپونو مرسته، له افغان ولس سره د مینې او لاسنیوۍ انتها په ډاګه کوي.
هندي سکالرشیپونه که څه هم له لومړي سره په هغه ډول، چې اړتیا یې ده اداره نشول او بیا هم د نورو برخو په شان په کې د واقعي کاندیدانو ترڅنګ یو زیات شمېر د واسطو او پېژندنې لاملونه وکارېدل، خو بیایې هم د افغانستان لپاره ښه پایله لرلې ده. د هند ډېری فارغان په پوهنتونونو کې استادان او په دولتي او نا دولتي ادارو کې په کار ګومارل شوي، چې د چارو پایله یې ښه ده، لږ تر لږه هند په دې ډول سره په دې توانېدلی، چې په افغانستان کې، په تېره بیا د ماسټرۍ د څو کاله پخوا معما، چې د ګوتو په شمار کسان مو نه درلودل پای ته ورسوله او دا مهال مو هیواد د زرګونو ماسټرانو لرونکی دی.
د تېر او سږکال بورسونو یو ښه والی یې دادی، چې پي اچ ډي ته هم په کې برخه ورکړل شوې ده. متاسفانه په افغانستان کې د ناسم سیستم د نشتوالي مخینې زموږ نظام د علمي او اداري کدرونو بې برخې کړی دی. د هند د ډوکټورا بورسونه به وکولای شي، په تېره بیا له دې هیواده فارغ شویو ماسټرانو ته د دوکتورا امکانات برابر کړي.
څه باید وشي؟
هند له خپلو ټولو ستونزو، چارو او لومړیتوبونو سره سره زموږ سلګونو کسانو ته هر کال د وړیا زده کړو امکانات برابروي، موږ ته په کار ده، چې ددې مرستې قدر وکړو او په هغه ډول یې وکاروو، چې هیواد مو اړتیا ورته لري. تر ټولو مهمه که څه هم په تېرو دوو کلونو کې پاملرنه ورته شوې ده، بورسونو ته د ځوانانو او پېغلو انتخاب دی. ډېری ځله په هند کې له داسې افغان محصلانو سره مخ کېږئ، چې لږ تر لږه په انګلیسي چې د هند رسمي تدریسي ژبه ده هم نه پوهېږي. دوی له همدې بورسونو څخه د هغو نازولو په نوملړ کې تللي، چې دننه په هیواد کې هم پرته له ملحوظه امتیازات ورکول کېږي. دغه کسان نه له بورسه ښه استفاده کولای شي او نه هم هیواد ته په بېرته راتلو د سیستم په درد لګېږي، له همدې امله عمومي او پرته له ملحوظه د انګلیسي ژبې ازموینه باید ډېره جدي په پام کې ونیول شي.
بله موضوع چې په دې برخه کې ډېره مهمه ده، جدآ دې هغو ځوانانو او پېغلو ته د تلو امکانات برابر شي، چې هند ته د زده کړو د یوه ښه مرکز په سترګه ګوري، نه د بالیووډ دصحنو او ښه وخت تېرولو په سترګه. په دې ډول سره به موږ په دې توانېدلي یو، چې واقعي اړمنو ته د زده کړو امکانات برابر کړو او هغو ته، چې یوازې وخت تېروي له دې ملي امکاناتو د کارونې فرصت برابر نکړو.
بله مهمه خبره په دې برخه کې د کاندیدانو پوهاوی دی. هغه زده کوونکي، چې له دې بورسونو ګټه اخلي، ډېر ځله د څانګې د ټاکنې، د پوهنتون او ایالت د انتخاب او هلته د اوسېدو په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخامخ کېږي، د لوړو زده کړو وزارت او هند سفارت ته ښايي، چې ددې محصلانو تر استولو وړاندې، دوی د پروسو په اړه سم پوه کړي. په دې برخه کې له هغو کسانو تر ټولو ډېر ښه کار اخیستل کېدای شي، چې وړاندې یې په هند کې زده کړې کړې دي.
په پای کې او لا مهمه خبره داده، چې زموږ د لوړو زده کړو وزارت په هند کې دننه ددې زده کوونکو په تنظیم او کنټرول کې خپل رول ادا کړي. لکه څنګه چې ښکاري، په هند کې د افغان محصلانو د ډېروالي له امله دوی ته رسیده ګي او ددوی کنټرول تر ډېره له پامه لوېدلې موضوع ده، چې په دې ډول ددغو زده کوونکو ترمنځ د نفاق، ستونزو او آن پر ملي مسایلو د نه توافق لامل ګرځېدلی. که موږ له دې محصلانو له کوره بهر د ملي وحدت د ساتنې د استازو په ډول استفاده وکړو، سیار ټیمونه ولرو او په دوی کې د ملي روحیې د پیاوړي کولو هڅه وکړو او په دې برخه کې د هند په شان ټولنو عملي مثالونه ورته وښيو، نه یوازې داچې دوی به مو له خپل منځي ستونزو خلاص کړي وي، په کور دننه به مو هم د ملي یو والي لپاره د ښو بوټو د کرلو ابتکار کړی وي.
موږ چې څو کاله وړاندې مو له همدې بورسونو په ګټې اخیستو په هند کې لوړې زده کړې کړي، له هنده د خپل هیواد په استازیتوب ددې حیاتي علمي مرستې مننه کوو.