یوه چیغه یم، فریاد یمه، غزل یم

 
د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم فرق یی نشته په (ماربورګ) که په (کابل) یم
عــاشقۍ کې زړه نــا زړه نه یم محبوبې د فـــرهـاد او د مــجــنون پــه تسـلســل یــــــم
 
سر تـر پښو نه ډک د مینې د احساس یم ســــرغـــندوی د عــــاشـقانـــو د محـــفل یـم
بی له تـــانه، یـم نیـــمګړی ژونـدانـه کېســــتا تــر څـنــګه مســتغـنی یـــم، مکــمل یم
 
د بـــــازار د مـینې (لــــنډه کـیسه) نـه یمد رښـتیـــني محـــبـت بــــشـپړ (نــــاول) یـــم
ســتا د مینې له احــساس په زړه ډاډه یم ســـر مې لــوړ د عـشق او مـینې یـو مودل یم
 
په پــردیـو مـــلکو ډیــــر یـم ګــرځیدلیخــو پـه فکـــر او پــه خــیال د وطن خــپل یم
د نــــاکامـــو او کامــــیابـو عــاشقـــانـویــــوه چـــــیغه یــم، فــــریاد یـمـــه، غـزل یم
 
امـــتـیاز تـــه پـه آخر صف کې دریـږمخـو چې ځــای د ســـــرښـــندنې وي، اول یم
زه د تـــیرو حادثــو په نغري پوخ شومنـــــوی شـــوی ځـم، پـــه لار د مسـتـقـبل یـم
 
د ظـــالم او کــــبرجــن او دیکتاتور نه نـــه ویــریـږمــــــه،  د خــــدای پــه توکل یم
چې یـــادونه او فکـــرونه د حـسـین کا
(غـــفوری) د تا د خـیال د ټـټـر ګل یـم
 
۲۱/ ۸/ ۱۳۹۴ معادل است با  12.11.2015