
په دې وروستیو وختونو کې د افغانۍ ارزښت راټیټ شوی، په هېواد کې د توکو قیمتونه لوړ شوي دي. په هېوادونو کې د پیسو پړسوب له دوو لارو څخه رامنځته کيږي، د تقاضا ډېرښت او د تولید د عواملو د قیمت لوړېدل.
که پورتینو سببونو ته وګورو نو یو یې هم زموږ په هېواد کې نه دی رامنځته شوی. ځکه ډېری خلکو دندې له لاسه ورکړې، عاید يې کم شوی کله چې عاید کم شي نو تقاضا هم کميږي. له بلې خوا د تولید د عواملو قیمت هم له پخوا څخه راکم شوی دی.
د پیسو کورنی ارزښت د توکو او خدماتو پر وړاندې وي. دا په دې معنا چې د عرضه شويو پيسو او عرضه شويو توکو ترمنځ اړيکه معکوساً متناسبه وي. که د پيسو په ټوليز مقدار کې زياتوالی راشي او توکي ثابت وي د پيسو ارزښت نزولي لار نيسي او د توکو قيمتونه لوړېږي.
د پيسو بهرنی ارزښت د کورني ارزښت انعکاس دی چې د تادياتو په بېلانس کې منعکس کېږي. که د تادیاتو بیلانس کسر ولري نو د پیسو ارزښت ټیټ وي او که مازاد وي نو بیا يې ارزښت لوړ وي.
له بلې خوا خلک داسې فکر کوي کله چې د يو هېواد پيسې د بل هيواد د پيسو پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکړي د نورو هيوادونو پر وړاندې به هم له لاسه ورکوي خو داسې نه ده. امکان لري چې د افغانیو ارزښت د هندي کالدارو پر وړاندې ټیټ شي؛ خو د پاکستانيو پر وړاندې نه، ځکه د پیسو بهرنی ارزښت له هېوادونو سره په راکړې ورکړه پورې اړه لري. کله چې يو هېواد وغواړي له بل هېواد څخه واردات وکړي، نو هغه مجبور دی تر څو د صادرونکي هېواد پیسې لاسته راوړي او توکي پرې وارد کړي چې ورسره د صادرونکي هېواد پيسو ته تقاضا ډېرېږي او ارزښت يې لوړيږي. په همدې ډول د صادراتو په برخه کې هم واردونکی هېواد مجبور دی، ستاسو پيسې واخلي او توکي پرې وارد کړي. د پیسو په ارزښت کې بدلون په هېوادونو پورې اړه لري کومو هېوادونو لپاره چې لوړ ارزښت ګټور وي، نو لوړ ټاکي او د کومو لپاره چې ټیټ ګټور وي نو ټیټ ارزښت ټاکي. هغه هېوادونه چې په وارداتو تکیه لري، نو هغوی هڅه کوي، د پیسو ارزښت لوړ وساتي چې ډېر واردات پرې وکړي او هغه هېوادونه چې صادراتي وي، نو هغوی هڅه کوي چې د پيسو ارزښت يې ټیټ وي تر څو ډېر صادرات ولري.
دا چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی، نو د افغانیو ارزښت هم باید لوړ وساتل شي، خو له بدمه مرغه په دې وروستیو کې ارزښت ډېر راټيټ شوی دی چې ډېر لاملونه لري: د بودجې د کسر سياست، لوړ دولتي لګښتونه، بد رواني حالت، د پيسو په وسيله د ثابتو شتمنيو رانيول، بې ځایه استخدام ، د ټول اقتصاد په اړه د بدو نظرونو رامنځته کېدل او د مرکزيت د له لاسه ورکولو وېره، د رسنیو تبلیغات، وارداتي هېواد، د پانګې جوړښت، کاذب اقتصاد، د اسعارو له لاسه ورکول، د هېواد په سیاسي سرحداتو په داخل کې د خپلو پيسو نه چلښت، په معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو کارېدل او يو شمېر نور عوامل چې په اقتصادي لحاظ يې د افغانیو ارزښت اغېزمن کړی دی. د دې تر څنګ یو شمېر غیري اقتصادي عوامل لکه سياسي، ټولنيز او نظامي بد حالت چې موږ ورسره لاس او ګرېوان یو، د افغانیو ارزښت يې راټيټ کړی دی. له ۲۰۰۱ لمریز کال څخه را په دې خوا کله چې په هېواد کې د پیسو ریفورم رامنځته شو د افغانیو لپاره يو ارزښت وټاکل شو چې د هغه وخت پر اساس مناسب هم و. تر هغې وخته تر ننه د افغانیو د دایمې ارزښت ساتلو لپاره یا په ټوله کې د اقتصادي بساینۍ لپاره بنسټیز کارونه ترسره نه شول چې اوس مهال يې دا دی پایله ګورو او يوه خبره د یادونې وړ ګڼم چې اوسمهال چې د افغانیو ارزښت ورځ په ورځ راټیټيږي، ډېر خلک وايي چې د پخواني ولسمشر په وخت کې مصنوعي ارزښت و اوس حقیقي دی، نه تر اوسه د افغانیو ارزښت حقیقي نه دی. د دې لپاره چې موږ د افغانیو حقیقي ارزښت تر لاسه کړو نو موږ باید خپل هېواد له وارداتي څخه پر صادراتي بدل کړو او که صادراتي هم نشي نو خپلې اړتیا وې خو باید پوره کړو. د دې تر څنګه په هېواد کې د پیسو له ریفورم څخه تر ننه د افغانیو د ارزښت په ساتلو، دودولو، راکړه ورکړه کې بېغوري. اوس چې د افغانۍ ارزښت تر هر وخته ډېر خراب دی او په هېواد کې د پيسو پړسوب په ډېره چټکه توګه روان دی، نو باید حکومت او ولس لاس په کار شي په هغو ولایتونو کې چې افغانۍ په کې چلښت نه لري ژر تر ژره د بهرنیو پيسو مخه ونیول شي، په هېواد کې ټولې راکړې ورکړې په افغانیو ترسره شي. په نړيواله سوداګرۍ کې د ډالرو پر ځای افغانۍ وکارول شي، په هيواد کې لوی قرارداتونو باید په افغانیو ترسره شي، ټولې نړيوالۍ او کورنۍ موسسې باید هر څه په افغانیو ترسره کړي، بانکي سیستم کې باید ډېری وکارول شي، پر بهرنیو اسعارو پوره څار ترسره شي او باید د افغانستان بانک له لارې د اړتیا سره سم د اړمنو په واک کې ورکړل شي. سیاسي، ټولنیزه او نظامي بې ثباتي له منځه ولاړې شي، په هېواد کې شته اسعارو په اړه باید د افغانستان بانک جدي کارونه ترسره کړي، هغه اسعار چې په داخل کې شتون لري باید له هېواد څخه بهر ولاړ نه شي له خلکو یې راټول کړي پر ځای يې افغانۍ ورکړل شي، بهرنۍ پانګونه په افغانیو ترسره شي. افغانۍ د اسعارو په ځانګړی توګه د ډالرو له انحصار څخه راخلاصه کړي. د نړۍ له ټولو هېوادونو سره راکړه ورکړه د هيوادونو په دود پيسو ترسره کړي، کاروباریان، صرافان، دولتي ادارې، د ځمکو اخیستل- خرڅول، کرایه، ګروي او عام وګړي باید په خپلو چارو کې افغانۍ وکاروي. د افغانۍ د کاورنې ساحې پراخول، يوازې په ډالرو تکیه نه کول ځکه یوازې په ډالر و اقتصادي کړنې ترسره کول زموږ خلک ډېر اغیزمنوي، ځکه که ډالرو کې لږ فرق هم راشي نو موږ ور څخه ډېر اغېزمن کېږو.
د پورتنیو کړنو له کبله افغانۍ ته تقاضا ډېريږي چې ورسره ارزښت هم لوړيږي، خو دا هم تر ډېره بریده د افغانیو په ارزښت کې رول ترسره کولی شي اوس چې څومره افغانۍ په ښکته ر وانه ده، تر یو بریده يې مخه هم نیولی شي خو د افغانیو مطلوب نرخ زموږ په اقتصادي وضعیت پورې اړه لري. په پای کې وایم چې دا د هر افغان دنده ده چې د خپلو پيسو په دودولو کې هڅه ترسره کړي ځکه افغانۍ زموږ ملي ارزښت دی.
په خامتا د وطن فخر کړه ملنګ جانه
پر دې پشمینه ډکه له پېغوره