
دشپې لس بجې وي،کتاب مې بند او مطالعه مې بس کړه، پړونۍ مې له اوږو کلک چاپیر کړو او د تازه یخې هوا تنفس او قدم وهلو په نیت بام ته وختلم. د سپوږمۍ شپه وه؛ اسمان خپله توره لمن پر ځلیدونکوستورو لکه د پاولیو کمیس پوښلېوه، اهڅه ارامه او زړه راښکونکی فضا وه، ناګهانه مې سترګې په ښيلوريد ګاونډيد کور په انګړ(حویلی) ولګیدې،چې فاروق د انګړ په غولې کې د سپوږمۍ رڼا ته ناست خپل د مکتب نوټونه رسوي. پوره نیم ساعت یې نندارېته ولاړهوم، فاروق غرق په خپل درسونو کې وو، نه یې قلم کیښوده او نه یې هم خپل څټ سېخ کړ،د هډوکو غځونه یې هم ونه کړه. زما د پښو ګوتې وسوځیدې او شخوالی مې حس کړ او نوره تری راښکته شوم. سهار مې دا کیسه خپلی ګاونډۍ ملګرې حسینې ته (چې زمونږ او د فاروق د کور ترمنځ یې کور و) نقل او لامل مې ترې وپوښتلو؟!
حسینه: فاروق پر ما ډیر ګران دی او دا ځکه چې حیاناک او زحمت کش هلک دی او هو جالبه خو دا چې زه یې ډیر ځوروم. بیګاه یې د سپوږمۍ رڼا ته ځکه مطالعه او نوټونه رسول چې غریبانان نه د برق وس لري او نه هم لمپې ته د تیلو؛ دا چې د ښوونځې او زده کړو سره ډیره علاقه لري نو د ورځې وروستهله ښوونځې نه په خواری مزدوری پسې ورک وي او د شپې د سپوږمۍ رڼا ته تر ناوخته پورې درسونه وایې. زه خو د فاروق لپاره د شمار نه بلکې هره شپه د سپوږمۍ شپه غواړم تر څو د تورتم شپه له ده نه درس قضا نه کړي.
فاروق ډیر غوښتل چې ښوونځی خلاص او لوړېزده کړېوکړي،خو دا چې له یوه پلوه یتیم او نیستمن و،له بله پلوه یې وریندار میرنه او ظالمه وه، ښیرا او ازار به یې کاوه هره ورځ به د دوی په کور کې شور جوړ و چې؛ ته به راته ښوونځی وایې تعلیم به کوی په تیاره به خورې او...
فاروق د کور بدخلقی و ظلم دیته اړ کړ چې ښوونځی ترک او اردو ته لاړ شي.
فاروق به چې کله کور ته زنګ راووهلو نو حسینه به په دیواله ورجیګه شوه او پیکۍ( د فاروق خور) به یې موبایل واخیسته او د فاروق ځورول به یې شروع کړل: فاروقه! ګرانه! زما د سترګو توره زما جیګره! ډیره درپسې خفه شوې یم ډیر مې یادیږې، زړګی مې بس دی ډیری به دې ګټلې وي راشه کنه زه نوره دا جدایې نشم زغملای، د زړه خبر مې درته کوم ډیره مینه ډیره مینه درسره لرم...
د فاروق په ریښتیا باورشوی و،چې ګنې حسینه په واقعيت کېله ماسره مینه لري.خو بلاخره پوه شو چې حسینه مې ځوروې.
_ فاروق کوژده شو،خسر یې دروند ولور ورباندې کېښود.
_ د ګاونډ انجونو به فاروق پدې ډیر ځورولو چې حیاناک و او انجونو به پسې نارېوهلې،ده به پسې نه کتل چې څوک ده خو ځواب به یې پرته له کتلو ورکاوه.
د اختر سهار و په وړو پسې وره ته ووتلم ګورم چې فاروق د کولچو او میټایو خلتې په لاسو کې نیولې او د خسر دکور پر لور روان دی،نه پوهیږم چې د اختر په خوشالی به وم او که د موقع خبره به وه خو پرې ورناری مې کړه: فاروقه! خسر کره دې روان یې؟
فاروق پرته پر شا لیدلو: هو.
_ هی زما ساده ګله! پام چې پدې وضعیت دې خسر کره لاړ نشې،زموږ پوزه به راپرې کړې، د خدای ساده ګله کولچې او میټایيچا د خسر کره په داسې خلتو کې وړې دي چې ته یې وړې؟
هلک شوک وخوړ او ودرید چې دا لکه غلط کار دی او دوهم ګمان یې راباندې د حسینې وکړ، پدې فکر کې و چې حسینه مې مدام ځوروي نو دا به حسینه وي. بیا مې پرې ورغږ کړه الکه! کور کې مو د بوټانو ډبې (کارتنونه) نه ول چې دا کولچې او میټایې دې پکې بند کړیېاو په سلیقه دېوړېوای؟
_هو د بوټونو ډبيخو ول.
_ هله نو زر ورشه او د بوټونو ډبو کې یې بند او په سلیقه یې د خسر کور ته یوسه.
فاروق زما خبرې حقیقت وګڼلی او کورته ولاړ،وریندار ته یې وویل: حسینې راته ویل چې دا کولچې او میټایې د بوټونو په ډبو کې بند او خسر کره یوسه؟
وریندار یې ښه ډیر ورپورې وخندل بیا یې ورته وویل: هسې ګپ یې درپورې لګولی او له ټوکی نه یې درته ویلې دي.
_خسر یې په یوه او بله بهانه واده ځنډاوه، فاروق دا ځل خپلې وظیفې ته خواه بدیاو مرور لاړو دا خبره یې وکړه:چې زه بیرته نه راستنیږم او ده ته دې دا لور هم ناسته وي.د تګ سره سم یې خپل موبایل او نمبر بند کړل.
مازدیګر قضا له پوهنتون نه د کور په طرف راروانه وم، کلي تهچې راورسيدم، کلی پریو خړ ګرد پوښل شوی او هر لوری خاموشې خپره وه لمر په ستړی او ځنګیدلې قدمونو د غره ته ځان رساوه تر څو په بیړه یې غیږې ته ځان وروغورځوياو په لمن کې یې ځان ونغاړې له دي کرکجنې او ګردوهلی ورځ نه ځان پټ او سترګې بندې کړي.
د کور په وره مې لا قدم ایښودی نه و چې وراره مې له لمنې ونیوم او راته یې وویل: عمه عمه! فاروقومړ.....
کور ته په ننوتوسره سم مخکې له سلامه مې له مور وپوښتل: مورې،مورې! دا کامران چې څه وویل سم دي؟
ځواب مې د مور سرو سترګو راکړ نه الفاظو...
پر جسد یې پوره اونئتیره شوېوه،کورنۍ ته یې یوه اونۍ وروسته احوال ورکړل شو چې کابل ته په شهید پسې مو راشئ!
غم وویر ګډ وو، خو د فاروق ځوانیمرګ مړی لا نه و رارسیدلی، ښځو لاس و مخونه وهل او نارینه لکه مار چیچلې تاویدل. د برنډې په څنډه د پښو په سر ناسته او سوچ کې مې له همسایه هلک فاروق نه د خپلو ورسره شویو شوخیو او ځورونو بخښنه غوښتله،دعا مې کوله چې خدایه! ته یې مرګ دروغ کړې، خدای دې وکړيچې زخمې وي نه مړ، خدایه! ته یې یو ځل راولې زمونږ ژمنه ده بیا به یې نه ځوروو.په همدې مشغولا کې مې د پښو ګوتو سوخت حس کړ او له یخه داسې کنګل شوېوېچې له درده مې نشوېخوځولی. په دیواله پورته شوم،همغه یولس بجې وېاو همغه د سپوږمۍ شپه وه، زه وم شین زرین اسمان یخه هوا وه خو د همسایه په انګړ کې ګاونډيهلک فاروق ناست نه و،د ښوونځې نوټونه یې نه رسول،د ژوند کتاب یې راټول کړی او د وجود غځوليهډوکې یې د تګ په حالت کې وو، چنغله یې ورته راغلې سر ته ولاړه او منتونو اوښکې یې تویولې: هیله کوم فاروقه! مه ځه، مه ځه! دا دی زه په خپلو پښو په خپله خوښه د پلار جان او مور په خوښه درته راغلې یم، خو ته پخلا شه راستون شه! دا ضد او مرورتوب بس کړه!
زه نوره نه درنه ځم! پاڅه! پاڅه فاروقه! لاس مې ونیسه! یو غږ راوکړه! راستون شه ما یوازې مه پریږده او که بیا دې هم د تلو قصد کړی وي نو ما درسره یو ځای بوځه! دېناترسو خلکو ته مې یوازې مه پریږده هیله کوم هیله کوم مه ځه.
د فاروق خویندو یې په چنغلې منګولې لګولی او ورته یې ویل: اوس دې نو زړه یخ شو؟
تور مخېاوس نو څه له راغلې؟
اوس به هم نه راتللې؟!!
پلار چې دې څه غوښتل هغه خو وشول!
اوس خو به خوشاله وې!!!