
راشه کنه سم ليونى شوى يم
تاپسې قسم ليونى شوى يم
هر ساعت مې سترګو ته ودريږي چې
څه شوې وه صنم ليونى شوى يم
نور د خيال نړۍ کې زندګي نه کوم
ځکه دم په دم ليونى شوى يم
نه چې تنهايي مې درنه ووژني
وا دې خله نورغم ليونى شوى يم
ډيره مينه ډير د زړه چاودن لري
نه يې کوم نن کم ليونى شوى يم
ستا په تومت رنګ يم حبيبزى کنه
ستا په تش سيتم ليونى شوى يم