غزل

 
څنګه چې حالاتو کې راګير يمه
ګرانې مشکلاتو کې راګير يمه
 
نوره زندګي خو ډيره ګرانه ده
داسې امکاناتو کې راګير يمه
 
ګل غوندې ځواني مې خاورې، خاورې کړه
خـــــــــــــــدايه امــــــــــاراتو کې راګير يمه
 
اوس د زړه خبره چا ته نه کوم
اوس استخباراتو کې راګير يمه
 
يوه شيبه مې ياره مخ نه ,نه اوړې
ياره ستا خيالاتو کې راګير يمه
 
کله رانه خوله او کله زړه غواړې
څه فرمايشاتو کې راګير يمه
 
========= عبدالله حبيبزی =========