نورو ته د ورتلو اداب

-1د كور ور ته بايد مخامخ ونه دريږو, ځكه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دا په يوه حديث كي منع كړي كله چې ور ټكوي نو د وره كيڼ يا ښي لوري ته ودريږي.
-2هغه كور ته بايد له تلو ځان وژغورو په كوم كور كې چې د كور څښتن نه وي چيرته مسافر وي, په ځانګړي توګه ليور  ځكه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي چي د يوه نارينه او يوي ښځينه ترمنځ دريم شيطان دی.
-3خپل غږ بايد د راتلو په مهال اوچت كړو ترڅو كور والا زموږ په راتلو وپوهيږي او راته تياري ونيسي.
-4د ننوتو په وخت كي دري ځلي بايد له كور والا څخه اجازه واخلو بيا دننه شو او كه اجازه يي رانكړه په خوښي سره بايد وګرځو.
-5 كه چيرته ميلمانه شو نو د ځانګړي خوراك او په ځانګړي ځای كی د ويده كيدو فرمايش ورنكړو.
-6د خوراك اداب بايد مراعات كړو.
 -7ور بايد ورو وټكوو نه په دومره اوچت غږ چې د كور خلكو ته پرې مزاحمت وكړو, محمد صلي الله عليه وسلم به ور په نوكانو ټكاوه.
                                   ليكنه: ابراهيم بن محمد
                                   ژباړه: زاهد جلالي