
احسان الله رحیمي، نړیوال پوهنتون اسلام اباد
د چین حکومت تیره میاشت ابتدایی مختصر دیارلسم پنځه کلن پلان خپور کړ.په اوسني اقتصادي پلان کې په راتلونکو پنځو کلونو کې د چین د اقتصاد د بدلیدونکي اقتصادي وضعیت په اړه یو شمیر پروګرامونه په نظر کې نیول شوي. راتلونکی پنځه کلن پلان په ډیرو برخو د تیرو هغو څخه توپير لري.
د نړیوال اقتصاد د معاصرو غوښتنو سره سم چین له تیرو دیرشو لسیزو راهیسې لګیا دی په تدریجي ډول سره هڅه کوي چې خبل کورنی اقتصاد د نړۍ له یو شمیر مهمو اقتصادي هیواونو سره د سوداګرۍ او نورو لارو ونښلوي. په چین کې له ډیر پخوا راهیسې کمونیست ګوند حاکم دی، درې لسیږې مخکې د چین په اقتصادي سیستم کې یو شخصي شرکت نه تر سترګو کید، تقریبا ټول ستر او کوچني او ستر اقتصادي خدمات به د حکومت له لارې عرضه کیدل، مګر د دوامداره هڅو رغنده اقتصادي تګلارو په پلي کولو سره چین کوردننه اقتصاد د حکومت له کنتروله بهر کړ، اوسمهال د چین د اقتصاد نږدې اتیا سلنه د خصوصي سکتور له لورې پر مخ وړل کیږي.
د راتلونکو پنځو کلونو اقتصادي پلان په خپل بر کې د صنعتي سکتور د پرمختګ او پراخولو پروګرامونه نه لري؛ د لویدیځ ډوله مالي او پولي پالیسیو د ګډې کارونې، د حکومت له لورې د زیربنایي پرمختګ د تمویل او د چاپیریال اړوند قوانینو کې د لازمو بدلونونو راوستلو په مټ او مرسته، تازه پلان تر ډیره د چینایي وګړو د ژوند د سطحې د پورته کولو، د اقتصادي ودې د چټکتیا، د چینایي وګړو د لګښت د توان پورته کول، او د چاپیریال ساتلو ته ځانګړی شوی دی.
تر ۲۰۲۰ پورې د ناخالص کورني تولید دوه برابره کول په تیر پلان کې چین د خپل هیواد لپاره یوه ستره موخه وه، چین باید دې موخې ته د رسیدو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې د کال په اوسط ډول شپږ نیم سلنه اقتصادي وده وکړي. اوسمهال د هر چینایې وګړي سړي سر عاید، د هر امریکایي وګړي سړي سر عاید له پنځه ویشت سلنې سره برابر دی، او په عمومي ډول چین تر اوسه د امریکا په پرتله یو غریب هیواد دی، د اقتصاد له نظره که چین په راتلونکو پنځو کلونو کې د ټاکل شوې اقتصادي ودې سرعت ثابت وساته، نو خپلې موخې ته په اسانۍ رسیدای شي.
د چینایي اقتصاد یو شمیر څارونکي د چین د ناخالص کورنی تولید ارقامو ته د شک په سترګه ګوريي. په دې وروستیو کې یو شمیر رسنیو د چینایي اقتصاد د ځينو برخو د وضعیت په اړه نهیلي کونکي راپورونه خپاره کړي، د بیلګې په ډول، د صنعتي تولید، کمښت، د صادراتو کمښ او په چین کې د یو شمیر شرکتونو بندیدل یې د یادولو وړ دي، له همدې امله یو شمیر اقتصادپوهان د چینایي اقتصاد د ټاکل شوې ودې په ساتلو کې د چین وړتیا ته د شک په سترګه ګوري.
چین غواړي چې په اقتصادي برخه کې خپله ټوله پاملرنه د صادراتو او صنعت د پراختیا څخه د کورني مصرف او خدماتو برخې ته واړوي، په چین کې د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې د صنعتي سکتور د شپږ سلنې ودې د لاندې کولو لپاره اوسمهال د خدماتي سکتور وده په چټکې سره روانه ده، له همدې امله د اووه سلنې شاوخوا اقتصادي ودې تر لاسه کول امکان لري.
که فرض کړو چې اوسمهال د چین اقتصادي وده اووه سلنه ده، مګر په راتلونکو پنځو کلونو کې د شپږنیم سلنې اقتصادي ودې تر لاسه کول د څلورو لاملونو له کبله ناشونې ده: لمړی، له صنعت څخه خدماتو د پاملرنې اړول مانا دا چې پس له دې به د حکومت کنترول کم او هر کارګر ته لږ کار رسیږي. دویم، د چاپیریال په اړه اوسنۍ تګلارې ډیرو سرچینو ته اړتیا لري نو له دې امله به هم اقتصادي وده ټکنۍ کیږي. دریم، د فساد په اړه د اوسني حکومت څیړنو یو شمیر اقتصادي چارې په ځانګړي دول د سترو پروژو د بيل مخه نیولې ده. څلورم، په تیرو دریم نیم لسیزو کې د یو ماشوم پالیسي د کار-جوګه کسانو د شمیر وده هم له ګواښ سره مخ کړې
له همدې کبله، چین غواړي چې د وروسته پاته سیمو نږدې شپږ سوه میلون وګړو ته د سترو ښارونو جوړولو په لړ کې په یو شمیر تګلارو کار پیل کړي. په دې سربیره، چین غواړي په تدریجي ډول سره هغه سیستم هم له منځه یوسي چې له مخې یې مهاجر نشي کولای په سترو ښارونو کې د تعلیم او صحي اسانتیاو څخه ګټه پورته کړي.
د پالیسۍ دریمه موخه د ښاري پرمختګ او پراختیا په موخه چینایي بزګرانو ته په بازار کې د خپلو ځمکو او اسنادو د پلورلو زمینه برابرول دي،تر څو وتوانیږي چې پیسې تر لاسه او پرمختګ وکړي. د کور د کرایه کولو د لویدیځ ډوله سیستم پيلول به هغه چینایان په ښارونو کې د اوسیدو جوګه کړي چې پیسې او کورنی ملاتړ ونلري.
که چین په منځني ډول د یادو پالیسیو په تطبیق کولو وتوانیږي نو په راتلونکو پنځو کلونو کې د شپږنیم سلنې اقتصادي ودې تر لاسه کول شوني دي.
د پنځه کلن پلان موخو ته په کتو سره، چین اوسمهال له یو شمیر لنډ مهاله ستونزو سره مخ دی: د بیلګې په ډول په یو شمیر سترو او کوچنیو شرکتونو کې له اړتیا زیات ظرفیت درلودل، په محلي حکومتونو باندې ستر پور، او په دولتي بانکونو باندې د پاتې شوي پور ستره برخه. پورته حالت په نظر کی نیولو سره، د چین حکومت له بعضو لنډ مهاله ننکونو سره هم مخ دی.
له نیکه مرغه، حکومت دا ډول ستونزې درک کړي او د هوارولو په موخه یې لازمې تګلارې او سرچینې په لاس کې دي. د چین اقتصاد به په راتلونکو پنځو کلونو کې دومره چټک پرمختګ و نکړي لکه څومره یې چې په تیره لسیزه کې کړی و، مګر که چیرې اوسنی پلان په سم ډول پلی شي، کیدای شي چې چینایي وګړي خپلو موخو ته ورسیږي.