غـــــــزل

يوناسورغوند ې پرهرشوم چې ته لاړې
بس دژمي مازديګرشوم چـــې ته لاړې
 
نه مــــې وس دالو تو شته نه رالوېږم
دټپــــــي مرغـــه وزرشوم چې ته لاړم
 
په وصال کې دې له هرڅه بې پرواوم
دبېلتون  له دردخبرشوم چې ته لاړې
 
ښکلــــــوم په وچوشونډو زېړې پاڼــې
له کنډو پرېوتى لمرشوم چې ته لاړ ې
 
هرځاى سرپه تندې لوېږم اوچتېږم
شـــوخ دغرونوسمنـــدر چـــې ته لاړې
 
رحماني به اوس له چانه مينه غواړم
ډېربې لارې بې رهبرشوم چې ته لاړې
 
 
شاعر: ګل رحمان رحماني