نړیوال ادبیات

 
نړیوال ادبیات هغو ادبیاتو ته ویل کیږي، چې سرحد نه پيژني یعني ملی او ساحوي نه، بلکې بین المللی ادبیاتو ته ویل کیږي. هغه مسایل په نړۍ ادب کې شاملیږي، چې د نړۍ خلک یو له بل سره نیږدي کړي.
د دیوید دمراش په وینا، موږ د هغو اثارو سره شوق او علاقه لرو، چې د زمان او مکان لمخې بل ځای کې تخلیق شوي وي. همیشه یې په خوند خوند لولو یعني نړیوال ادبیاتو سره مینه لرو او که دا پخپله ژبه کې وي او یا د ژباړي له لاري، موږ ورسره مینه لرو او لولو یې.
ځینې بیا وایي چې د ژباړې له لاري کولی شو چې ادبیات نړیوال کړو، دا خبره غلطه ده، بلکې د نړیوالتوب لپاره باید نړیوالي مفکورې او نړیوالي مسئلې مترح کړو، باید نړیوال فکر وکړو او نړیوال عمل وکړو.
دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره د "كريستف مارتين ويلا ند" په (۱۷۳۳ ـ ۱۸۱۳) کې وکاروله. ده د داسې ادبیاتو څخه بحث کاوه( Homme du mond)، چې د نړیوال سړي لپاره لیکل شوي وي، د د دې نه یې هدف دا وو، چې د نړیوالو لپاره لیکل شوي وي. پدې برخه کې کولی شو ووایو چې لومړی اثر د لیسینګ"ناتان دانا" دی.
ګوته په ۱۸۲۷ کې د اصطلاح ماهیت ته لږ تغیر ورکړ او اوسني مفهوم ته یې نږدي کړه. دی وايي: هغه روح په غلب ګومان (فکر) چې د قومي، ملی، سیميزو ستونزو او مسائیلو پوري منحصر وي، هیڅ کله نه شي کولی، چې د نړیوالو ستونزو او مسایلو په اړه فکر وکړي او د هغه لپاره د حل لاره پيدا او یا نړیوال ادبیات تخلیق کړي.
ګوته خپل منشي (اکرمان) ته داسې لیکي:  ملي (خپل ادبیات) ادبیات نور پوره دي، اوس د نړیوالو ادبیاتو وار رارسیدلی، موږ ټول باید پدي لاره کې هلي ځلي وکړو. لیسنګ، چې همیشه به په تیاتر کې مصروفه و، غوښتل یې چې المانیانو ته یو ملی تیاتر جوړ کړي، ویل یې: موږ تر اوسه یو متحده ملت نه یو، یعني دده لپاره نړیوال ادبیات نه و پيل شوي، ځکه یې دا خبره کوله.
اوس پوښتنه دا ده، چې کومو ادبیاتو ته نړیوال ادبیات ویل کیږي؟
یو څه مو په تعریف کې ورته اشاره وکړو چې نړیوال فکر یې د نړۍ خلک یو له بله سره خلک نږدې کړي.
ډير په دي نظر دي چې قرانکریم، انجیل اوتورات نسبتن نورو رومانونو، داستانونو، قصو... او شعري کلیاتو ته ډیر چاپ او خپاره شوي، نو په دي ډول دا د نړی ادب کې راځي، خو دا دلیل نه شي کیدلی.
ځینو لیکوالو حتی د نوبل جایزه هم ګټلي او د چاپ شمیری یې ان ملیونونو ته رسیږي، چې داهم نشی کیدای چې د نړیوالو ادبیاتو په چوکاټ کې راشي.
په نړیوالو ادبیاتو کې هغه اثار راتلای شي، چې د نړۍ پر نورو اثارو اغیزه وکړي او دا د ژباړي له لاري نه شي کیدلی. موږ یې کیدای شي غوره مثال د خوشحال دستارنامه یاده کړو چې څو ژبو ته ژباړل شوي.
کیدای شي نوري نظري هم وروسته وړاندې شي، خو دا یې هغه مهمي دي.
باید یادونه وکړم، چې تر اوسه پوري د (نړیوال ادبیاتو) اصطلاح په پوره توګه نه ده منل شوي، ځکه چې مسیحان له مسلمانانو، هندوان له بودایانو سره، ایرانیان له غرب سره، ترکان له ارمیانو سره، اروپایان له اسیایانو سره، سپن له تور سره او ښځې له سړو سره په مقابله کې دي.