ډېرقانع کونکی دليل


الحاج الهام الدين قيام
  د ټولټاکنو د پای ته رسيدو نه وروسته ، د رايو ډک صندوقونه د اړوندو حوزو څخه د رايو د شمېر مرکز ته رسيدلي وو ، د ټولټاکنو د خپلواک کمسيون کارکوونکو يو بل پسې  د رايو په شمېر پسې اخته وو .
  د يوې حوزې څخه  د رارسيدلي صندوق  رايې وشمېرل شوې او اعلان وشو ، چې په مجموعي توګه  25135 رايې  په کې موجودې وې .
  دلته د همدې کميسيون يو ټيت رتبه کارکوونکی وﻻړ و ،  چې د همدې انتخاباتي حوزې په مربوطاتو کې اوسيده . دی په فکر کې ډوب شو او له ځانه سره يې سوچ وکړ ، چې  ياخدايه  زموږ د حوزې په مربوطاتو کې خو دومره خلک نه اوسيږي او دا رايې خو د دې حوزې له نفوس سره هېڅ تناسب نه لري او له حده زياتې دي .
  له خپل يوه مشر همکار سره يې خبره شريکه کړه او ترې يې وپوښتل ، چې دا څنګه کيدی شي ؟!
  هغه په مفصله توګه ورته تشريح کړه ، چې : اې بې عقله ! د  طالبانو له ګواښ نه  خبر نه يې ، چې که څوک په ټاکنو کې برخه واخلي ګوته به يې پرې شي او ……..
  همدا علت دی ، چې ددې صندوق د رايو شمېر د حوزې د اوسيدونکو له شمېر سره  تناسب نه لري !!!
الحاج الهام الدين قيام