هغه کيسه مې لا په ذهن کې ده

په دريم ځل مې ونه شو کړلاى چې اوښکې مې ټينګې کړم ديونري غږ تر څنګ مې دوه تاندې سلګۍ ووهلې او اوښکو مې داسې داره وکړه لکه په ډک سيروم کې چې ستن ومنډې ، مخامخ ناست ملګري نه مې لا دمخه ځان په بړستن کې پټ کړى وهغه فکر وکړ چې زه هسې ټوکې کوم ، خو کله چې زما مسلسلو سونګېدلو ته ځير شو اندېښنه ورته پيدا شوه چې داسړى لکه چې رښتيا ژاړي ، غوښتل يې چې له سر نه مې کمبله پورته کړي ما کمبله په ځان پورې سريښ کړه او ددوه وو تازه سلګيو سره مې په دسمال اوښکې پاکې کړې هغه همداسې پرېښودم او غلى شو .
نه پوهېږم څه فکر به يې کاوه ،خوکله چې مې زړه ښه سپک شو او ټوله په زړه کې غوټه شوې ژړا اوسلګۍ مې تشې کړې ، پوره شل منټه مې ښه په زوره زوره ورته وژړل يو ځل بيا مې د( بوډا او دلېوانو پلونه ) ناول چې تر نيمې مې رارسولى و پيل کړ ، ملګري مې وپوښتلم ولې دې ژړل ماځواب ورکړ ، کتاب مې لوسته ، هغه هم حيران شو خو کله مې چې ناول پاى ته ورساوه کتل مې چې هغه يې په لوستلو پيل کړى دى .
(بوډا او دلېوانو پلونه ) دښاغلي نصير احمد ( احمدي ) يو ښايسته ناول دى چې په خورا تراژيديکه ژبه يې کښلى او په ډېر مهارت او ځانګري سټايل سره يې کيسه پر مخ ځي ، لوستونکى تر پايه له ځآن سره وړي څه چې کشوي يې ،
ناول ديوسپين ږيري بابا دژوند کيسه کوي چې څنګه دژوند له سړو تودو ،غمونو خوښيو، انديښنو، سختيو ،اسانيو، خنداګانو، ژړاګانو... او ډول ډول انګېزو څخه څنګه رواوتلى دى دژوند دغه کګلېچونه يې څنګه تر شا پرېيښي دي او څنګه په دې واوره کې دکلي په جومات کې دماشومانو لاسونو ته ورغى ، يوه سترګه يې ولې ړنده وه ، او کله بيا لېوانو پرې دغونډۍ په لمنه کې غپل غاښونه سره کړل او دبوډا په سرو وينو يې سپينه واوره رنګ کړه .
لکه لمر مې په شفق رنګين انجام شو
پرديسي يم په مالاره کې ماښام شو
خو زما په فکر يوه خامي چې داناول يې لري هغه داده چې له نيمايي نه هاخوا پکې دومره خوند او تلوسه نشته لکه دنيمايي نه دېخواچې شته ! عموماً ناولونه خوند وروسته پيداکوي،خو ددې ناول په دوهمه نيمايي کې سړى داسې احساسوي چې اوس هسې دا کيسه پوره کول ورپه غاړه دي هغه خوند پکې نه وي پاتې او ددې لامل کېداى شي دا وي چې دا به يوه رښتيانۍ کيسه وي .
ما په ډېره مينه ولوسته او ډېر خوند مې ترې واخيست ، هيله کوم چې دمخکتنې غونډه پرې وشي او اديبان شاعران او استادان پرې خبرې وکړي .

هغه يادونه مې هيريږي کله
هغه کيسه مې لاپه ذهن کې ده
ها پيمانه دمينې
ديو چا زړه دومره نازک دى چې
په ښکلولو باندې هم ماتېږي
په چا مين دى چاته زړه ورکوي
خو يوه مينه ورته نه ورکوي
*****
مينه يې زړه کې بلا ډېره ده خو
ترېنه يو څاڅکى څوک ليدلى نه شي
ځکه چې ده ته خوچا ونه کړله
هغه پياله دمينې
هاپيمانه دمينې
سپينه چينه دمينې
*****
هم ترې تقدير لوټلې
هم زمانې ظالمې
دلته يې ووېشلې
تشې کينې ظالمې
*****
ده په مرۍ مرۍ او ګرمو شونډو
په سپين تندي دښکلولو مينه
او هغه بله مينه
چې دبيلتون پر مهال
له دې نه هم خوږه وي
هغه چې دارې وهي
له سترګو سپينې اوښکې
داوي دمينې اوښکې
*****
ده سره مينه ډېره
خو دا يې نه پوهېږي
چاته دورکړې په چل
ځکه چې ده لېوني
دغې خواږه لېوني
څوک هېڅ دزړه په ورکړه
چيرته ليدلى ندى
*****
وۍ نه ! زه تېر وتلم
دا هاخپل ضد نيولى
دزمانې سره ضد
دخپل تقدير سره ضد
او له کينې سره ضد
خو! که داسمه نه وي
بيانو په مينه شوم دى
*****
خولېونى ځکه دى
چې دغه مينه زړه کې
په ورکړه نه خلاصېږي
څنګ چې په شعر ليکلو
دسړي زړه خلاصېږي
خواږه ملګري نصير احمد (( رومان )) ته