
ملي تلويزون بېګاه شپه د ولسمشرۍ په هغه کانديدانو نيوکې وکړې کومو سره چې څو ورځې مخکې د امریکا سفير ليده کاته کړې و. ملي تلويزون پروګرام کې درې ميلمانه (دحقوقپوهانو د ټولنې مشر، د کابل پوهنتون يو استاذ، او د بهرنيو چارو وزارت يو استازی) رابللي و، ټولو د امريکا د سفير په دغه کار نيوکې وکړې، دا يې د قانون خلاف وباله او ځينو خو آن د افغانستان دپاره سپکاوی وباله. يو تن هم په پروګرام کې نه و چې د سفير سره يي د کتونکو کاندايدانو دفاع کړې وه او يا یې د هغوی اند څرګند کړای و.
داسې هم نه ده چې ګنې د بهرنيو سفيرانو سره د کانديدانو کتل په نړيوال ټاکنيز کولتور کې نشته دی. پخپله ولسمشر کرزي د امريکا د ټولټاکنو په مهال د ديموکراتانو د کانديد باراک اوباما سره په کابل کې او د جمهوري ګوند د مرستيالې کانديدې سارا پيلين سره ليدلي و.
که چېرته ملې تلويزون حامد کرزي ته کمپائن نه کولای نو بايد د ملي رسنۍ په څېر او د بې طرفه ژورناليزم د اصولو له مخې يي د هغه کانديدانو استازي چې د امريکا د سفير سره يې ليدلي هم په پروګرام کې ميلمه کړي وو. د هرې رسنۍ داسې کړنو ته د ژورناليزم په ژبه ((په اصولو نه ولاړ)) ژورناليزم وايي، ځکه چې په پروګرام کې کوربه او ټول ميلمانه د يو نظر تائيد کوي او په همدې موخه راغوښتل شوي وي.
ملي تلويزون حامد کرزي ته د کمپائن لړۍ د څو مياشتو راپديخوا شورو کړي ده خو اوس يي ښه زور ورکړی دی، څو ورځي مخکې د ټولټاکنو کميسيون هم د ملي تلويزيون څخه سر ټکولی چې ځینې کانديدانو ته کمپائن کوي.
ملي تلويزون بايد په دې حساس وخت کې ډېر په پام ګامونه واخلي او که داسې کړونو ته دوام ورکړي نو ډېر ژر به خپل ګرانښت او ليدونکي له لاسه ورکړي. په داسې پروګرامونو کې که د بهرنيو چارو د وزارت د مطبوعاتي څانګې رئيس (چې د برحاله ولسمشر او کانديد حامد کرزي د لاس لاندې کار کوي) راغوښتل کېږي، نو هغه کسانو ته دې هم وخت ورکړل شي چې د يو بهرني سفير سره يې ليدلي دي، او که نه بيا خلکو سره دا پوښتنې پيدا کېږي چې ولې زموږ ولسمشر د نورو هيوادونو د ټاکنو په مهال د کانديدانو سره ليدلای شي، خو زموږ په هېواد کې د ټاکنو په مهال کانديدان د بهرنيو هيوادونو د استازو سره نه شي ليدلای؟
داسې پروګرامونو کې بايد ميلمانه همنظري نه وي، او که چېرته همنظري وي نو بيا ورته د ټولټاکنو په وخت کې د برحال ولسمشر کمپائن او د جګړي په وخت کې د پروپاګنډۍ پروګرام ويل کيږي.