
وايي يو کس د يوه تکړه او مشهور نقاش سره شاګرد شو. د ډېرو وختونو د تېرېدو وروسته له دغه کس څخه هم يو تکړه نقاش جوړ شو. يوه ورځ استاد ورته وويل: ته نور استاد شوی يې زه نور څه نه لرم، چې در زده يې کړم. شاګرد يې په مننې سره له استاد نه رخصت واخيست او ورڅخه روان شو. يو وخت دغه کس يوه تابلو نقاشي کړه او د يوې لارې په غاړه يې کيښوده. د تابلو سره يې دا هم وليکل: ”که چيرې د تابلو کومه برخه سمه نه وي نقاشي شوي، نو د × په علامې سره يې نښاني کړئ“. دغه شخص چې کله د ورځې په پای کې راغی، نو ويې ليدل چې ټوله تابلو د × په علامو ډکه ده. ډير ناهيلی او خپه شو. خپل استاد ته ورغی او د دې پيښې په اړه يې ورته وويل. استاد ورته وويل: کولی شې چې په دې ډول بله تابلو ماته نقاشي کړې؟ شاګرد يې مثبت ځواب ورکړ او د تابلو په جوړولو لګيا شو. د څو ورځو نه وروسته يې خپل استاد ته نقاشي شوې تابلو راوړه. استاد يې همدا تابلو بيا د هماغې لارې په غاړه ولګوله او په څنګ کې يې ورسره د نقاشې وسايل هم کيښودل. خو دا ځل يې ورسره وليکل: ”که څوک د تابلو کومه برخه ناسمه بولي هغه دې سمه کړي“. د ورځې په پای کې شاګرد د تابلو ليدلو ته راغی، ويې ليدل چې تابلو ته چا لاس هم نه ده ورنږدې کړی او هماغسې په خپل لومړني حال ده. يوه اونۍ يې نوره هم دغه تابلو د دغې لارې په غاړه پريښوده، تر څو يو څوک پيدا شي او ناسمې برخې پکې سمې کړي. له دغې لارې ډير تکړه تکړه نقاشان هم تير شول خو هيچا هم تابلو ته ګوتې ورنږدې نه کړې. بالاخره استاد يې خپل شاګرد ته وويل: ودې ليدل ما تا ته هر څه در زده کړي. خلک يواځې په نيوکو او انتقادونو پوهېږي، خو داسې څوک نه پيدا کېږي چې خپلو نيوکو ته د حل لارې پيدا کړي او هغه اصلاح کړي.
په خپل ورځني ژوند کې هم بې شميره داسې کسان وينو چې د خپل فکر لایتناهي فضا يوازې په نيوکو او شکايتونو محدودوي. په تيارو لعنتونه وايي، خو له ځانه يوه وړه شمعه نه شي جوړولی. نيوکه کوونکي د خپلو اقوالو د انتقال لپاره ډله ييزې رسنۍ تر ټولو ډيرې غوره کوي. ځکه رسنۍ يې ويناوې او اقوال په کم وخت کې زياتو خلکو ته رسوي. کله چې ځينې رسنۍ وړيا شي او پکې هر چا ته د هر څه ويلو اجازه وي نو بيا دې نيوکه کوونکي خدای ايساروي. فيسبوک يو له هغه ټولنيزو رسنيو څخه ده چې هر چا ته اجازه ورکوي چې خپل نظرونه، تصويرونه فلمونه او... په وړيا ډول پکې خپاره او تر نورو خلکو يې ورسوي. په دې ډول رسنيو کې به زيات داسې خلک ومومو، چې لوی مقامونه او رتبې به لري خو نيوکې به يې دومره کوچنۍ وي، چې د خپل مقام او رتبې نه په ګټې اخيستو سره به يې په اسانۍ حل کولی شي. د بيلګې په توګه دغه کسان د سرک له يوې ويجاړې برخې څخه تصویر اخلي او يو څو شيبې وروسته يې فيسبوک ته داسې پورته کوي چې ځان د خپل هيواد تر ټولو خواخوږی شخص معرفي کوي. خو دومره نه شي کولی چې د خپل دولت او منزلت نه په ګټې اخيستو سره دا سرک په خپله ورغوي.
يوه ورځ زما ټکسيوان ملګري کيسه کوله چې يوه ورځ د ښار په يوه برخه کې د دوو تنو تر منځ جګړه وه، څو تنه يې بېلتون ته ورغلل. په دې وخت کې يو کس چې شيک لباس يې کړی و، د خپل قيمتي موټر نه راښکته شو او د خپل سمارټ موبايل تليفون پوسيله يې د جنګ څخه عکاسۍ پیل کړه.
بيا به همدغه شيک شخص د دې جنګ تصويرونه او ويډیوګانې فیس بوک ته پورته کوي، جنګ کوونکې به وحشيان او ځان به ورته پوه او روڼاندی ښکاري. دغه شخص د خپلې پوهې او قدرت پوسيله دا هم کولی شو، چې د يو دريمګړي په توګه د دوو مسلمانو وروڼو منځ ته داخل شي او د دوی تر منځ جنګ په بيلتون او بيلتون يې په ورورګلوۍ بدل کړي، خو ده د دې لپاره چې ځان په فيسبوک کې د ورځې اتل وښيي، د خپلو هيوادوالو تصويرونه ټولنيزو رسنيو کې خپروي او ورسره خپل انتقادي نظرونه هم لیکي.
انتقادونه او نيوکې کول د انساني فطرت طبیعي ځانګړنې دي، خو توپير يوازې د نيوکې کولو په هدف پورې تړلی دی، چې ايا زموږ انتقادونه تعميري دي که تخريبي؟ تعميري نيوکې د مشورې ورکولو سره مترادفې ګڼلی شو. خو تخريبې نيوکې د دې پر ځای چې ګټې نه لري، مقابل لوري ته ځينې زيانونه لکه: ناهيلي، له مثبت فکرونو څخه منفي فکرونو ته اوښتنه، په ځان باندې بې باوري او نور زيانونه هم لري.
که د لارې په غاړه تابلو کې ناسمې برخې نه شو سمولی، نو دا حق هم نه لرو چې ورباندې د کراس نښې ولګوو. که استاد زده کوونکو ته سم درس نه ورزده کوي، نو د زده کوونکو په استعداد باندې نيوکې به هم زياتی وي. په همدې ډول که يو بې لارې پلار د خپل زوی له بيلارۍ شکايت کوي، نو هم له ځان او هم له خپل اولاد سره جفا کوي. ځکه چې ابراهم لانکن وايي: ”د نيوکې حق يوازې هغه څوک لري، چې د خلکو سره د مرستې کولو زړه ولري“.