
لیکوال: تحسین طاقت/ خوست
سیداکبر خان ډاډوال په خوست کې د څړبڼ عالي او تاریخي لیسې د ممتازوښوونکو څخه یو دی چې له امله یې د مرکزي ادارې په لارښوونه د خوست دپوهنې ریاست رئیس بخت نور بختیار لخوا د میربچا خان په عالي دولتي مډالورکړل شوي.
استاد سیداکبر خان ډاډوال په څړبڼ لیسه کې هغه استاد دی، چې په دواړو سترګوڅه نه ويني خو د اووم ټولګې څخه تر دولسم ټولګي پورې ساینسي کتابونه لکهکیمیا، بیولوژي تدریس کوي یعنې یاد کتابونه یې ټول په هره صفخه او په هرعنوان یاد کړیدي تر څنګ یې تر ډیره په ریاضي، هنداسه او مثلثاتو همبرلاسی دی.
د استاد سیداکبر خان ډاډوال وړتیا که څوک له نږدې وګوري خپله به په تعحبکې پاتې شي زه خپله ورسره ډیر له نږدې پاتې شوی یم ۶ یا ۷ مې د یو صنفڅخه بل صنف ته په خپل لاس بیولی ځکه دا د هر صنف اول نمره دنده وه چېاستاد یې د مهال ویش سره سم خپل صنف ته د تدریس لپاره راوستی وای.
اوس راځم د استاد ځانګرتیاوو ته لومړی دا چې استاد د سترګو له نعمت څخه بېبرخې دی خو د تدریس پر مهال تر ډیره زما پر شمول د هر اول نمره دا یو جديمسؤلیت وو چې وخت نا وخت تختې ته پورته شي او د استاد په لارښوونه کوممثال یا سوال حل کړي خو کله چې به له مونږه خبره ورانه شوه.د کیمیا معادله او یا د ریاضي سوال به مو حل نه کړای شو بیا به استادپخپله راپورته شو او په نه لیدلو سترګو به یې په تخته داسې لیکل کول چېمونږه په روغو سترګو نشوای کولائ او کله چې به کوم شاګرد درس په جریان کېغږیده او یا به شور کوه نو استاد به ماته وویل چې دا شاګرد راته وښایست.
که مې شاګرد ورته ښوده بیا هم راته خفګان وو که مې دا کار نه کوه بیا نوجزا زما په برخه وه استاد ډیر هوښیار وو کله چې به ما ځان ناګاره واچوه پهدروغو به مې ورته وویل چې استاده زما ورته پام نه شو چې دا غږیدونکیشاګرد څوک و بیا به نو استاد بل چل کوه،هغه دا چې استاد به دې ته پام کړو چې دا غږ د لومړي ، دوهم، دریم کتارڅخه و د شاګردانو مسؤل کتار به په ګوته کړ یا به ټول کتار ته جزا ورکول
کیده او یا به یې مسؤل کس په ګوته کوه خو داسې نه وه غږیدونکی شاګر بهضرور مشخض کیده
دا چې استاد سیداکبر خان ډاډوال په دواړو سترګو څه نه ویني نو د امتحانسیستم یې هم د نور استادانو بیل دي که څه هم د استاد سره د امتخانونو پهوخت کې یو بل مرسته کوونکی استاد ملګری وي تر څو شاګردان یو تر بله نقلونه وکړي خو استاد د دې لپاره چې ځان ښه باوري کړي.د امتخان د سوالونو تر لیکلو ورسته به یې زما په شمول ممتاز شاګردان یعنېد اول نمره څخه تر لسمې نمرې پورې ټول چارچاپیره پر ځان راټول کړل پاتېشاګردان به بې هغه بل استاد ته وسپارل ده به راته ویل یواځې تاسې یایستچې نقل اخلئ او نقل ورکوئ.
د استاد سیداکبر خان ډاډوال لخوا د امتخان د پارچو کتل او هغې ته نمرېورکول هم بل ډول دي په کور کې یې زوی سوال او ځواب د استاد په حضور کېمخامخ ورته وايي ورسته له تحلیله بیا استاد ورته وایي چې اوس دې شاګرد تهدومره نمرې ورکړه.
تاسو دا فکر مه کړئ چې دې کې به کومه غلطي کیږي او یا یې زوی پخپله خوښهکوم شاګرد ته نمرې ور زیاتې کړي ځکه که ورته ووایي چې دې شاګر پارچه حلکړیده نو استاد ورته وايي چې دا شاګرد د دومره نمرو لیاقت نه لري یا خوته دروغ وایې او یا یې ضرور نقل کړیدی همداسې استاد سیداکبر خان ډاډوال پهخپلو وړتیاوو سره تل د ستایلو دی.