ليکوال : ډاکټر سعود بن عبدالعزيز الخلف
پښتو ترجمه: لقمان حکیم حکمت
لږ څه وړاندې تېر شول چې داسېهېڅ امت نه دی تېر شویچېدين اوعبادت يې نه درلود او داهم تېرشول چېدين دوه ډوله دی:د توحيد دين چې اسماني دينونه دي او وضعي دينچې د شرک نه ډک اديان اوتګلارې دي.
بېدينه طبقه خلک ( ملحدين ) داسې انګيري چې د ځمکې په مخ توحيد له شرک څخه وروسته منځ ته راغلی دی خو دهغوی دغه قول د الله پاک له وجود څخه په انکار بنا دی، هغویاټکلويچې انسان د اميبله حالت څخه وروسته وجود ته راغلی دی ، د رطوبت له مخې څه موده وروسته د شادو په شکل تبديل شو بيا د زمانې په تېرېدو د ترقۍ له مخې شادو د انسانيت په شکل تبديل شوه (مذهب النشوء والارتقاء: ( ۱۲ ) د منيرة الغاياتي ليکنه . ايهما هو الصحيح الخلق ام النشوء : ( ۷ ) د د.و.ي اوانيل ليکنه . ما اصل الانسان : ( ۳۰ ) د دکتور موريس بوکاي ليکنه )
دوی انګېروي چې دغه انسان له کوچنيتوب څخه د ځان لپاره د معبود په تالاش او لټون پېل کړ تر څو عبادت يې پېل کړي ، په لومړي ځل يې د پلرونو او نيکونو عبادت ، د بوټو ، حيواناتو او د نمر او ستورو او د نورو هغه شيانو چې په نظر کې يې ورته قابل د عبادت ښکارېدل د ځان لپاره معبودان ونيول ، بيا يې پخپل عقل او احساس کې دومره ترقي راوسته چې له ګڼو معبودانو څخه يې ځان راخلاص کړ او د فرعونيانو په دور کې يې توحيد ته لاره وموندله ، د هغوی په نېز د توحيد معنی دا نه ده چې له شريک پرته به یې د الله پاک عبادت کو ، د دغې ملحدانو په زعم هغوی به د « رع » عبادت کو چې د نمر مخ يې په وجود دليل دی .
له دې عقيدې څخه څرګند بريښي چې ملحدان په دې اند دي چې د دينونو لومړي واضعين انسانان دي او د الله پاک څخه راستونه يې سمه نه ده .
د تعجب خبره دا ده چې د ملحدانو سره په دې فکره ځينو اسلام ته منسوبو کسانو هم خوښي ښکاره کړې ده لکه عباس محمود العقادپخپل کتاب [ الله جل جلاله ( ۷ ، ۳۵ )]او عبد الکريم الخطيب په خپل کتاب [ قضية الألوهية بين الفلسفة و الدِّين ( ۷۰ ، ۹۵ ) ].
د دې عقيدې پيرويان وايي چې مونږ په دې مذهب دوه دليلونه لرو :
لومړی :په صنعت باندې قياس ، انسان چې څنګه په صناعت کې ترقي کړې ده دغه څير يې په عقيده کې هم ترقي کړې ده .
دوهم : په لاسونو تراشل شوي قديمي اثار دا په ګوته کوي چې خلک د عبادت له مخې په شرک او ګڼ شمير معبودانو نيولو اخته شوي وو ، ډېرې زمانې وروسته بيا انسان توحيد وپېژند(وګوره : الله جل جلاله ( ۷ – ۲۷ ) د عقَّاد ليکنه ).
خو نا بلکې دا فاسد قياس او باطل استدلال دی، له ګڼ شمېر وجوهاتو نه دين په صناعت قياس مع الفارق دی:
لومړی :صناعات مادي شيان دي او دين معنوي شی دی ، ايا د غير محسوس معنوي شيانو قياس په مادي محسوسو شيانو دروست بلل کېدای شي ؟ دغه قياس داسې مثال لري لکه څوک چې هوا په اوبو قياسوي .
دوهم : د صناعاتو بنسټ کتنه او تجربه ده چې پای کې يې پايله تر سترګو کيږي بر سېره د دين نتائج د دنيا په ژوند کې نه تر سترګو کيږي او نه يې بنسټ تجربه او کتنې دي .
دريم : له دغې قياس څخه لازميږي چې اوسمهال بايد ګرد انسانيت په رښتونې ديانت او سوچه توحيد ولاړ وای ، ځکه چې صناعاتو بې ساره ترقي کړې ده بايد عقيده هم ترقي وکړي ، خو ولې واقعيت برخلاف دی ځکه چې انسان له ديني ناحيې څخه ډېر کمزوری دی نسبتا صناعت ته او الحاد او بې ديني هم د نړۍ په زياترو برخو کې خپره وره ده .
له دغې قياس څخه دا لازميږي چې بايد اوسمهال هېڅ شرک نه وی او واقعيت د دې خلاف دی ځکه چې په شرق او غرب او په هر ځای کې شرک وجود لري .
د ملحدينو د تېرو امتونو او قومونو په تخلف او اثارو باندې له دليل څخه جواب دا دی چې دغه ټول ناقص اثرات دي او د اټکل څخه پرته پکې نور هېڅ دليل نشته او نه پکې د نه يو ځای کېدونکي شيانو د ربط ترمنځ له کشمکش پرته څه شته ، بلکې په لاس تراشل شوي قديمي اثار په دې دلالت کوي چې مخکني امتونه په شرک کې واقع شوي وو ، له دې څخه مونږ هېڅ انکار نه کو، بلکې قرانکريم او نبوي حديثونه په دې موضوع نصاً غږېدلي دي خو ولې د لومړي انسان د عبادت او عقيدي پېژندنه تر هغه ناشوني ده تر څو خپله د دغه انسان سره ليدل کتل نه وي شوي او يا يې هم هغه اثرات تر لاسه شي چې د لومړي انسان په عقيده او عبادت ښکار دلالت وکړي .
او د اهم منل شوی حقيقت دی چې په عبادتونو کې قومونه له توحيد څخه شرک ته او له شرک څخه توحيد ته اوړي راوړي ، د بېلګې په توګه د مکې اوسيدونکي لومړی د اسماعيل علیه السلام په شريعت او د توحيد په عقيده وو ، خو بيا په شرک کې واقع شول بېرته د محمد صلی الله عليه وسلم په دعوت په توحيد کې ننوتل او ورته غاړه کېښودونکي جوړ شول .
په تېرو امتونو کې د چا د عبادت پېژندنې معنی دا نه ده چې هغوی له دغې عبادت پرته يې نور د عبادت هيڅ ډول نه پېژنده ، نا بلکې د دې معنی دا ده چې په دغه مهال هغوی دغه ډول عبادت باندې بوخت وو .
له دې څېړنې څخه د دغې خلکو د استدلال فساد په څرګند ډول بريښي ، ټول يې په داسې اټکل او تخميناتو دليلونه نيولې دي چې د ځلاند او روښانه حق او حقيقت په وړاندې هيڅ د بقا مظاهره نه شي کولای او هغه داسې چې :
انسان د لومړي ځل لپاره توحيد پېژندلی دی ، د وخت په تېرېدو يې له دين څخه کجروي کوله تر دې چې په شرک کې واقع شو ، ځکه چې لومړی انسان ادم عليه السلام دی او هغه د الله پاک نبي او موحّد بنده و ، د يک يواځې الله پاک په عبادت مشغول و ، خپلو بچيانو ته يې د توحيد ښوونه وکړه چې له مرګ وروسته يې بچيان د کافي اندازې زمانې په تېرېدو په شرک کې واقع شول ، ، له ملحدينو پرته نور ټول هغه څوک چې د الله په خالقيت ايمان لري او هغه خلک چې په اسلام يا يهوديت يا په نصرانيت عقيده لري د ادم عليه السلام په لومړيتوب او وروسته په بچو کې يې شرک منځ ته راتګ باندې اقرار کوي .
له قرانکريم څخه پرې دليل د الله پاک دا قول دی چې [ كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّـهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَ مُنذِرِينَ ](سورت بقرة : ( 213 ) .)
ژباړه : د لومړي ځل لپاره ټول خلک په يوه عقيده وو ، له اختلافاتو وروسته ورته الله پاک زيري ورکونکي او ويره ورکونکي پيغمبران راواستول .
ابن جرير طبري رحمه الله پخپل سند د عبدالله بن عبّاس رضي الله عنهما څخه نقلوي چې د ادماو د نوح عليهما السلام ترمنځ لس پيړۍ وې ، ټول په اسلامي دين او حق شريعت قايم او دايم خلک وو ، له اختلافاتو وروسته ورته الله وېره ورکونکي او زيري ورکونکي سفيران راواستول(تفسير ابن جرير : ( 2 / 334 ) ..
او د دې تفسير تاييد د أبيّ بن کعب او عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قراءت هم کوي چې [ كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوْا فَبَعَثَ اللَّـهُ النَّبِيِّينَ ]
او د سورت يونس دا ايت هم مخکنی تفسير په کلکه سره تاييدوی چې[ وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلَّا أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوا ](سورت يونس : ( 19 ) .
ژباړه : مخکني خلک نه وو مګر يو امت نو بيا يې ديني اختلافات شروع کړل .
دا ټول په دې ښکاره دليل دی چې بني آدمو لس پيړۍد الله پاک عبادت کړی وو او ورسره يې هېڅ راز شريک نه و پيدا کړی .
او دغه د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما تفسير هم دی .
بيا يې وروسته په دروست منهج کې د ديني اختلافاتو او انحرافاتو لړې پېل کړه چې بېرته د حق ته په راګرځېدو ورته الله پاک پيغمبران او رسولان راواستول .
همدغه راز عبد الله عبّاس رضي الله عنهماد [ وَلاَ تَذَرُنَّ آلِهَتَکُمْ ] ( سورت نوح : 23 ) د آيت په تفسير کې مونږ ته بيانوي چې په بني ادمو کې شرک څنګه منځ ته راغی ؟
بخاري ورڅڅه د دغې ايت لاندې پخپل سند نقل کړي دي چې : دا د نوح عليه السلام د قوم څخه د نېکو خلکو نومونه وو ، له وفات څخه يې وروسته شيطان ژوندو ته راغی تر څو د عبادت په ځایونو کې يې تصويران ودروي نو تصويران يې ورله ودرول خو عبادتونه يې ورله ونه کړل ، چې د دې خلکو پېړۍ ختمه شوه ، علم او عرفان له منځ ولاړ ، نو وروستني خلکو يې عبادتونه شروع کړل ( فتح الباري : 8 / 667 ).
جوته شوه چې په بني ادمو کې شرک او له دين او توحيد څخه د انحراف مبدأ او پېل له همدغې ځايه شوی دی ، په دې دعوه کې زمونږ لپاره قراني وحي کافي اوبس ده ، خو ولې وحي هم يواځې دا خبره نه ده کړې بلکې د لويديځ ټولو دين پوهانو هم دا خبره په زغرده تاييد کړې او حقيقت يې ګڼلې ده .
په دغې هکله دين پوهه غربي څيړنوال – آدم سون هيوبل– د مخکنو خلکو د دينونو اړوند وايي : هغه وختونه له منځه تللي دي چې پخواني خلک به په دې تورنېدل چې د الله پاک د ذات اړوند په فکر او سوچ نه شي توانېدلی .
( ټيلر) يې هم په خپلو ګمانونو کې په کږو نسکورو روان دی ، ځکه هغه ديني تفکير يواځې د پرمختګ او ترقۍ او د علم او معرفت ستر لامل بولي چې دغه تطور او پرمختګ له ارواحو څخه شروع او بيا تعدّد ته او بالآخره هم د توحيد په نقطه خبره پای ته ورسېده .
( انډري لانګ ) وايي: په اسټراليا ، افريقا او هندکې خلکو د الله پاک اړوند عقيده د مسيحي اعتقاد په اساس نه ده راخستې او د دې رايې تاييد د اسټراليا څېړنوال ـ وليم سميت- کړیدی ، هغه پخپل کتاب ( أسس فکرة التوحيد ) کې له مختلفو او بېلابېلو ځایونو څخه ګڼ شمېر دليلونه راغونډ کړي دي چې انسان د لومړي ځل لپاره د الله پاک عبادت کړیدی .
ډاکټر ( اورانج کای ) چې د انډونيشيا له پياوړو او غښتلي علماوو څخه شمېرل کيږي وايي : زمونږ سره د ( ارخبيل الملايو ) په ښار کې داسې دليلونه شته چې دې ښار ته د مسيحيت او اسلام له راتګ نه وړاندې هم خلکو د الله پاک عبادتونه کول .
د تېر په څېر د انډونيشيا د ( کلمنټن ) په ښار کې د اسلامي عقيدې سره د هندوتوب ګنده بوټي هم شتون درلود ، خو سره له دې بيا هم د دغې منطقې د ميشت خلکو خپل اصلي دين اسلام و .
خو که د سانسکريتۍ د ژبي له رايج کېدو او د هندوانو له راتګ څخه وړاندې او د اسلام د دخول نه لږ څه مخ کې که اندک سوچ وکړو ، راته به جوته شي چې زمونږ د نيکونو ميراثي عقيده دا وه چې الله پاک يو دی او هېڅ راز شريک نه لري(التفکير الديني في العالم قبل الاسلام : 28-30 ).
وروستي