
د ولسمشر لومړی مرستیال ښاغلی جنرال عبدالرشید دوستم دوه ځله په شمال کې د وسلوالو د ځپلو په موخه په داسې شور او دباو کې لاړه چې له هوا یې چورلکو او په ځمکه یې ځمکنیو قواوو څارنه کوله او خپله په زغروالو جامو کې دومره ننوتی وه چې خبرې یې هم نه شوای کولای خدای پوهیږي څومره د ملت پیسې به د دې ښاغلي په دوه ځلي جنګي سفر مصرف شوي وي.
ننګرهار چې اوس د داعش په پټن ځای بدل شوی او خلک یې د داعش له لوري په ډېرې بې رحمۍ ووژل شول حکومت پرې سر هم خوږ نه کړ.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال شاوخوا دوه میاشتې په ننګرهار کې د داعش د ځپلو لپاره تېرې کړې خو، د حکومت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته ونه شوه او بلا خره تېره ورځ یې خپلې ناویلي د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویلې، چې د داعش ملاتړي او هڅوونکي څوک دي؟
دا لومړی ځل نه ده چې حکومت د داعش ډلې په ملاتړ تورنیږي له دې وړاندې د پکتیکا پخواني والي ښاغلي عبدالکریم متین هم څه داسې خبرې کړې وې چې ګواکې امنیت شورا په دې ولایت کې د داعش سره مرستې کوي.
هغه مهال حکومت عبدالکریم متین له دندې ګوښه کړ خو، حاجي ظاهر سره به خدای خبر څه وکړي.
جالبه یې داده چې پرون ظاهر قدیر اچین ته خپل سړي د داعش پرضد ولېږل ولې، د ننګرهار والي وایي، دوی خبرې نه دي او له دوی د مشورې پرته اچین ته لېږلو سړیو تلل تېروتنه ده.
والي صاحب هغه مهال چې د ولس استازو له تاسې مشورې اخیستې ستاسې همکاري څه شوه چې اوس د ولس مورال کمزوری کوئ.
زمونږ له نظره خو داسې ښکاري چې حکومت نه غواړي شرقي زون په امن کې اوسي یو خوا د پاکستان ګواښ او بل پلوه د حکومت بې تفاوتي ټول هغه څه په ډاګه کوي چې یو وخت به خلک لکه نن چې د داعش پرضد پورته شوي بله ورځ د همدې دوه سري حکومت په مقابل کې ودریږي.
سمه ده چې نن ورځ جګړه یوازې په ننګرهار کې نه ده او په درستو ولایتونو کې افغان سرتیري له وسلوالو سره په جګړه کې بوخت دي.
خو له دې سره سره مونږ ټولو ته د حکومت زور په کندوز ولایت کې مالوم شوو چې وسلوال په څومره اسانۍ کولای شي یو ولایت سقوط کړي.
اوس داښکاره ده کله چې حکومتونه پاتې راځي همدا ولس ده چې د دښمن په مقابل کې له حکومت سره مرسته کوي نن چې ولس له زورور دښمن سره ډغرې وهي حکومت پرځای د دې چې مرسته یې وکړي په مقابل کې یې دریږي.
د حاجي ظاهر له هغو خبرو چې حکومت د داعش ملاتړ کوي حکومت په دې بڼه چیلج کړې چې ګواکې هغه ملیشې جوړول غواړي خو کله چې دوستم په خپلو سیمو کې څه داسې حرکتونه تر سره کړل ټولو یې هرکلی وکړ ارګ وویل چې حکومت د ملیشو جوړونې پلان نه لري او مرستیال یې د وسلوالو پسې ټوپک په اوږه کړی.
مونږ هیله او حکومت ته پیغام داده چې له توپیري چلنده لاس واخلي او په ننګرهار کې د داعش فابریکې رانسکورې کړي که چېرته داسې کوم عمل ونه شي مونږ بیا د ملامتۍ ګوته پاکستان او بل هېواد ته نه شو نیولای بلکه د خپل سر پوښتنه به له حکومت څخه کوو.
د یو باثباته افغانستان په هیله