
عبدالله او ملګري یې په دې پوهیږې چې حزب التحریر ترهګریزې کړنې نه کوي او ددې لپاره هېڅ ثبوت هم نشته چې حزب التحریر دې کوم ترهګریز کار کړی وي، خو ولې د حزب التحریر پر وړاندې داسې توند غبرګون ښيي؟
د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې عبدالله عبدالله د حامد کرزي پر وړاندې ماتې خوړلې وه. دوی میلیونونه ډالره لګولي وو، د سیمې او نړۍ هغه ځواکونه چې پر عبدالله یې پانګونه کړې وه، له عبدالله ناهیلي شوي وو. د عبدالله ملاتړو هم فکر کاوه چې نور له عبدالله سره ملګري کول بې ګټې دي او په کار ده چې له بریالیو کسانو سره ملګري وشي، څو څوکۍ تر لاسه کړو. په دغو ټاکنو کې د عبدالله رایې په شمال کې د اټکل خلاف کمې وي، عبدالله یې له خپلو ملګرو سره ددې ناکامۍ په تړاو خبرې کولې. په بدخشان کې د عبدالله د کمپاین مشر له حزب التحریر سره وټکاوه چې ټاکنې یې تحریم کړې وه او خلکو د هغوی په غوښتنه په ټاکنو کې ګډون ونه کړ، له همدې امله د عبدالله ر ایې کمې شوې. د کندوز، تخار، بغلان او هرات استازو هم همدا خبره تایید کړه. له غوسې د عبدالله رنګ بدل شو او همدا یې له حزب التحریر سره د دښمنۍ لومړنۍ انګیزې شوې.
په 2014 کې عبدالله عبدالله چې فکر کیده ولسمشر به شي، په ډراماتیک ډول له ماتې سره مخ شو، که څه هم درغلۍ ادعاوې وشوې، خو د عبدالله استازو د ناکامۍ په لاملونو کې یو ځل بیا د حزب التحریر له خوا په شمال کې د ټاکنو تحریم یاد کړ. دا ځل نو د عبدالله دښمني له حزب التحریر سره زیاته شوه. دا دښمني ځکه له حده واوښته چې همدا د عبدالله او د هغو د کورنیو او بهرنیو ملاتړو وروستی زور و چې نوموړی ولسمشر کړي، خو بریالي نه شول.
درېیم ستونزه هغه وخت پیدا شوه چې د بدخشان، تخار، کندوز او بغلان په ولایتونو کې د عبدالله ځینو پلویانو وغوښتل چې د قومي ملیشو په جوړولو سره د طالبانو پر وړاندې ودریږي. خو خبره هغه وخت خرابه شوه چې د عبدالله پخوانیو نږدې ملګرو او د هغوی اولادونو عبدالله ته منفي ځواب ورکړ او د افغانانو له خپلمنځي او قومي جګړې سره یې مخالفت وکړ. د عبدالله ملګرو دې خلکو ددې پرېکړې جرړې هم د حزب التحریر په فکر کې پیدا کړې.
له دې امله چې حزب التحریر د افغانستان په شمال او تاجک میشتو سیمو کې زیات فعال دی، نو عبدالله او جمعیتي ملګري یې فکر کوي چې حزب التحریر له ولس سره اړیکې ور پرې کوي او تاجکان نور به شمال کې پر جمعیت نه، پر حزب التحریر را ټولیږي. له همدې امله عبدالله د حزب التحریر فعالیتونو ته توند او جدي غبرګون وښود او هغوی یې له ترهګرو سره همکارۍ تورن کړل. خپله ډاکټر عبدالله، د افغانستان ملي امنیت او نورې ادارې پوهیږي چې حزب التحریر ترهګریزې کړنې نه کوي او دوی ددې لپاره هېڅ ډول ثبوت هم نه لري چې ثابته کړې حزب التحریر دې په نا امنۍ کې لاس ولري.
نو د حزب التحریر او عبدالله د مخالفت خبره ټوله پر شمال کې د جمعیت او حزب التحریر د نفوذ پر سر له رقابت سره تړلې ده.