
چې سره مخ به شو نو پام به مې يې سترګو ته و
څو که به ځانته يې د سپينې خولې ارمان راتللو
اوس چې هم ژوند نه ډېر خپه شم،ځمه هلته ژاړم
په کومه لاره چې ليدو ته مې جانان راتللو
مابه هغې سره،هغې بل سره مينه غوښته
زما اوجانان ترمنځ په دې ټکي خپګان راتللو
اوس چې زه ځم پسې ليدل مې نا اړينه ګڼي
يو وختي خپله راپسې څومره ارزان راتللو