شاعر: ګل رحمان رحماني
اوس دغم له پاسه غم راځي دې ښارته
دخوښۍ زېري ډېرکم راځي دې ښارته
لکـــــه شورپه څلــــورلاروکې خورېږم
چاويل چـــې هغه هم راځي دې ښارته
دهغـــــــې دراتلـــــولارې ځکه څارم
پسرلـــــي ورســـــــر ه سم دې ښارته
ستادزلفوخوشبويي په کـــې خوره ده
نورښارونه ځکه کم راځي دې ښارته
عجيبــــه دې لوړ برجـــونه په ژړادې
نااشناغوندې علــــم راځي دې ښارته
دزړګي تخت درپرېږدمه سليمانه
پيغامونه دې هردم راځي دې ښارته
وروستي