د طالبانو خپلمنځي اختلا فات او د حل لار يې

 
د ملامحمد عمر اخوند د مرګ د خبر په پټولو سره ملااخترمحمد منصور وکولای سول څو په امارت کې د پام وړ بدلونونه رامنځته او بيا وکولی سي چې د امارت مشري پرته له سترو خنډونو وکړي .
ملامنصور پدغه موده کې ډېری هغه طالب مشران چې پرې ګومان کېده چې ښايي د ملامنصور امارت به ونه مني، له دندي لري کړل او پر ځای يې داسي کسان راوستل چې هغوی ده ته وفادار او يا يې د ده نږدې خپلوان وو.
خو د دې سره سره بيا هم يوه ډله طالبان چې ډېر بانفوذه خلګ په هغوی کې شامل وو، له ده بېل او ځان ته يې ملامحمدرسول اخوند د سرپرست مشر په  توګه وټاکی.
د دې ټاکني لاملونه په دې ډول دي :
۱ : په منصور  تور دی چې نوموړی د پاکستان د آی اس آی سره نږدې اړيکې پالي او نوموړی د پاکستان لخوا په طالبانو د مشر په توګه تپل شوی دی .
۲ : منصور په پاکستان کې د کوټي په ښار کې د څو محدودو کسانو له لوري وټاکل شو چې اکثريت يې د ده خپلوان وو.
۳: منصور د ملاصاحب د مرګ د خبر په پټول او بيا سره د ده د مړيني د ده په نوم د اخترونو اعلاميې را ايستل د دې لامل شو چې د ډېر و طالبانو اعتماد او باور له لاسه ورکړي .
ځکه هغوی فکر کوي چې د ا موږ ته دوکه را کول شوې وه او را ته دروغ ويل شوي وو،نو اوس موږ پده د راتلونکې په اړه داسي باور نه شو کولای چې بيا به نوموړی داسي دوکه  نه راکوي .
۴: په منصور دا تور دی چې نوموړی د امريکايانو سره  پټي اړيکې لري .
دليل يې دا دی چې څو کاله وړاندي په رسنيو کې خبر خپور شو چې له دريو مياشتو راهيسي ملااخترمحمد منصور څو ځله کابل ته تللی او هلته يې د  امريکايي او ناټو چارواکو سره ليدني او کتني شوې دي .
د دې خبر تر خپرېدو وروسته امريکايانو و ويل : هغه تن چې له دريو مياشتو کابل ته د اخترمحمدمنصور په  نوم راتلو،هغه منصور نه وو،بلکې د کوټي يو دوکاندار وو!!
خو د دې خبري منلو ته ډېری خلګ تيار نه دي بلکې هغوی وايي : دا شونې نه ده چې هغه سړی دي په رښتيا دوکاندار وو.
۵ : په  منصور دا تور هم دی چې امير المؤمنين ملامحمد عمر مجاهد مرحوم ده وژلی دی .
دغه  لاملونه وو چې طالبان بالآخره په دوو ډلو ووېشل سول .
اوس د دغو اختلافاتو دحل  لار څه ده ؟
د حل لار ډېره  اسانه ده او هغه دا ده چې دواړه مشران دي تر مشرۍ  تېر سي او نوی  مشر دي  د مشورو له لاري وټاکې .
فکر کوم دغه د حل يوه اسانه لار ده .
خو داسي ښکاري چې ملااخترمحمد منصور په هيڅ ډول هم له خپلي مشرۍ لاس  په سر کېدونکی نه دی .
پای
 ليکوال :
مولوي عبدالودود حنفي